
وحشى کمونيستانو ستاسو وحشتونه او ظلمونه نه هيريدونکى دى
غلام فاروق
په ۷ / ۱۲ / ۱۳۵۷ تاریخ کی زه او دری نور ملګری می د ننګرهار د انجینری پوهنځی محصلین د کمونیستانو له خوا په لیلیه کی ونیول شولو او د ننګر هار په محبس کی بندیان شولو په زندان کى زندانيانو ته د تحقيق په نوم په وحشيانه ډول راز راز شکنجى ورکول کيده لکه وهل ټکول ، برقى شکنجى ، د نوکانو ويستل او نور
د شنکنجو ، اعدامونو او نورو ظلمونو نه علاوه د تأسف خبره داوه چی:
کمونيستانو داسى کسان هم د اخوانى په نوم نيول ، بندى کول او اعدامول چى حتى د اخوانى په معنى او مفهوم هم نه پوهيدل
د ننګرهار محبس کی یو مشر سپین ږیری هم د اخوانی په نوم بندي وه چی د اخوانی په معنی او مفهوم هم نه پوهیده یوه ورځ د کمونیست خلقی رژیم داستخباراتو مسؤلین محبس ته راغلل دې سپین ږیري له کمونستانو پوښتنه وکړه چې زه مو ولې دلته راوستی یم او بندی یم؟ زما ګناه څه ده؟ کمونستانو ورته ویل چې ته اِخوانی یې. سپین ږیری ورته وویل چې زه ایخوانی نه یم زه دیخوانی یم ( سپین ږیري اخوانیان بیخی نه پیژندل فکر یی کړی وه چی راته وایی ته ایخوانی یی یعنې پاکستانی یی، ده ورته و ویل چې زه دیخوانی یم یعنی افغان یم).
دغه مشر سپین ګیری د کنړ ولایت د چپی (پیچ) دری اوسیدونکی وه
مطلب داچی کمونیستانو د ظلم او وحشت ژمنه کړی وه او د شرابو په نیشه کی ورته د مسلمان وژل خوند کاوه