No-IMG

د ملا او ارګ جګړه کې ارګ پاتې راغلی

په ۱۹۴۷ کې چې کله پاکستان ازاد شو بنګلادېش له پاکستانه لرې پاته شو خو بیا هم د بنګلادېش خلک په دې اساس چې اکثر یې مسلمانان ول د هند په ځای پاکستان سره یو ځای شول. بنګلادېشیانو له پاکستان سره خورا ډېر توپیرونه درلودل، یو لوی توپیر یې د ژبې توپیر وو. مشرقی پاکستان یا اوسني بنګلادېش غوښتل چې زده کړې یې د دوی په ځایي ژبه "بنګلا" اوسي خو د پاکستان هغه وخت حکومت ددې کار مخالفت کاوه. د پاکستان حکومت چې تر ډېره یې پالیسي د پوځ په اډانه کې جوړه وه دا وه چې بنګلایانو ته که د دوی په خپله ژبه کې د زدهکړو اجازه ورکړل شي د دې امکان ډېر دی چې دوی له پاکستانه بېل شي.‌ له دې امله د پاکستان پالیسي تر ډېره د دوی پر خلاف څرخېدله خو حقیقت دا وو چې د مشرقي‌ پاکستان خلکو ته د دوی ژبه د دوی هویت وو او نه یې شو کولی چې ترې تېر شي. د پاکستان ناکامې او د بنګلایانو مخالف پالیسیو هند ته ددې موقع ورکړه چې د پاکستان په خلاف د بنګال د ژبې حرکت په لاس کې ونیسي. په ۷۰مه لسيزه کې د بنګلال د ډهاکه پوهنتون محصلینو فیصله وکړه چې د خپل ژبني هویت د ساتلو لپاره عملي حرکت پیل کړي، همدا شو چې بیا د شیخ مجیب په قیادت له ډېره قربانیو وروسته بنګلایان په دې وتوانېدل چې له پاکستان ځان جدا کړي او ځان ته بیل هیواد جوړ کړي. بنګلادېش دا مهال د سیمې تر ټولو هیوادونو ښې اړیکې هند سره دي.‌

اوس چې څوک هم له پاکستانه د بنګلادېش د آزادۍ تحلیل کوي‌ نتیجه یې همدا راوځي‌ چې د پاکستان د پوځ غلطو پالیسیانو په عملي توګه بنګالیانو ته د دې زمینه برابره کړي چې د خپلې آزادۍ لپاره لاس په کار شي. هند له همدې فرصته په استفاده لوبه وګټله.

دا خبره دې پورې را یاده شوه چې دې ورځو کې زمونږ بې کفایته حکومت د هیواد علماؤ ګریوان ته لاس اچولی. د سولې او جګړې په دې حساس وخت کې که حکومت ذره عقل ولري هم داسې کار باید ونکړی. طالبان د خپلې اوسنۍ جګړې لپاره د دوی په فکر قوي دیني‌ مشروعیت لري، یعنې یواځې دیني‌ جنبه ده چې طالب جنګیالی یې دا دومره اوږده موده د جګړې میدان کې ساتلی. حکومت څه موده وړاندې ولږېد د طالبانو د دی مشروعیت کم رنګه کولو لپاره یې له انډونیزیا او سعودي فتوې راوړلې، په دا اواخرو کې یې د نړۍ له لویو علمي او دیني بنسټونو د افغاني جګړې په ضد فتوې راوړلې خو ډېر تأثیر یې نه درلود.

د دې اصلي لامل دا وو چې حکومت په عملي لحاظ د عالم ګریوان ته لاس اچولی، عالمان وژل کېږي دوی عملا د هغوی د قاتلینو پيدا کولو کې ناکام دي، آن تر دې حده چې په دې سخت حالت کې یې په ارګ کې د علماؤ لپاره یو داسې کنفرانس یا مشورتي جلسه هم جوړه نکړه چې هغوی ځان سره جریان کې وساتي او غوښتنو ته یې مشروع ځواب ووايي.

مولانا مجیب الرحمن او همداسې نور علماء چې دا مهال حکومت سره لاس او ګریوان دي دوی د همدې نظام په آ‌ډانه کې دا دوه لسیزې ژوند کاوه او هیڅ کله یې داسې څرګندونې نه درلودلې. دا په دې اساس چې دوی په نظام کې د بلا شی مشکلاتو سره خپله نماینده ګي لیدله، دوی په دې مطمئن ول چې که نظام کې مشکلات هم وي‌ د سمون امکان یې شته.

دا مهال دلته هماغه تاریخ تکرارېږي، حکومت په لوی لاس علماء د نظام په وړاندې مبارزې ته اړ کوي او د دې هیواد تاریخ دا ښودلې چې د ملا او ارګ جګړه کې ارګ پاتې راغلی.

دلته که یوه ذره عقل هم وای باید حکومت د علماؤو تر څنګ د هیواد سیاسیون، مدني فعالان، رسنۍ، حزبونه، ځوانان او ښځې په یو ټغر لا ټول کړی وای او ځان سره د هیواد په هر لوی تصمیم کې یو ځای کړې وې خو دا کار سیاسي بلوغ او یو څه درایت غواړي.

دلته متأسفانه دا دواړه په نشت حساب دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟