No-IMG

د حزب اسلامي امنیتي او جهادي قوماندان الحاج عبدا لله احمدزی د اجل داعي ته لبيک وويل

انا لله و انا اليه راجعون 

قوماندان حاجي عبدالله د پکتیا ولایت د احمدزیوو د قوم احمداباد (پیروزخیلو) د میړني قوم یو مخور شخصیت وه چې د تېر جهاد پر وخت د جنګ او جهاد د لاري مجاهد قوماندان او د هجرت په دیار کې د امنیت له تکړه قوماندانانو څخه وه، قوماندان عبدالله ښه اخلاقي جدي او مخلص وظیفه شناس او زړور شخصیت وه چې د جهاد او هجرت په مقدسه لاره کې صابر او محتسب پاتې شو، قوماندان عبدالله (احمدزی) د هجرت په دیار کې د نصرت میني د (ب ساحې) پیاوړی قوماندان وه چې د هجرت پر مهال یې د زرګونه افغان مهاجرو د کورونو، سیمې ساتنه کوله، ویل شوي نوموړی د ورپیښې ناروغی له امله فاني نړۍ ته الوداع ویلي چې مونږ په خپل وار سره دده درنې کورنۍ، خواخوږو او د احمدزیوو د پیروزخیلو میړني قوم ته تسلیت او تعزیت وړاندي کوو او درنې کورنۍ او وارثینو ته د جمیل صبر غوښتونکي او مرحوم قوماندان عبدالله ته  د جنت الفردوس غوښتنه کوو، روح يې ښاد او يادونه يې تلپآتې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟