No-IMG

د مرحوم مولوی صاحب محمد صديق مسلم درني کورنۍ ته د ورور حکمتيار لخوا د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم  

انا لله و انا اليه راجعون

محترم ورور مولوی صاحب سردار محمد، مولوی صاحب محمد عارف  ملکيار  او د مرحوم مولوی صاحب محمد صديق  مسلم  ټولي درنې کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

د مرحوم مولوی صاحب محمد صديق  مسلم  د وفات په مناسبت تاسو، ستاسو د درنې کورنۍ ټولو غړو او ټولو هغو دوستانو او عزيزانو ته مو تسليت وړاندي کوم چي پدې غم کي له تاسو سره شريک دي، موږ او ټول مؤمن افغانان؛ په دې ستر غم کي در سره يو.

مرحوم مولوي صاحب محمد صديق  مسلم  د خپل دروند پلار مولوي صاحب يکه توت، صالح او غوره وارث وو، په جهاد کي ئې ستره او ځلانده ونډه وه او ټولي کورنۍ ئې په جهاد کي برخه واخيستله. مرگ حق دئ؛ په خپل وخت راځي، دا د ټولو گډ برخليک او مسير دئ، ټول د الله تعالی په لور درومو، نو صبر به کوو او له الله تعالی به ئې اجر او نېک عوض غواړو؛ که څه هم د ځينو مرگ د ډيرو زړونه ودردوي، د مرحوم مولوی صاحب صديق مرگ همداسي وو، هغه کابو دولس کلونه د کمونستانو او صليبيانو په زندانونو کي سختي ستونزي، کړاوونه او تعذيبونه وگالل، خو همت او عزم ئې دومره مضبوط او ستر وو چي همدومره اوږدې مودې بند هم د ده لوړ همت ذوب نه کړی شو، کلکه اراده ئې کمزورې نه شوه، نه دښمن ته تسليم شو او نه له خپلې لاري او هوډ په شا شو، له سختو آزموينو وروسته هم خپلو ديني آرمانونو او د مبارزې اهدافو ته ژمن پاته کېدا د لوړ همت او مضبوط ايمان نښه او تقاضاء ده. دعاء مو دا ده چي الله تعالی د ده او ټولو مجاهدينو او مؤمنو افغانانو نېک آرمانونه په دنيا او آخرت کي تر سره کړي، ده ته دي مغفرت او په جنت کي لوړي درجې او د ده دوستانو، عزيزانو او د سنگر ملگرو ته دي بشپړ اجر او جميل صبر ور په برخه کړي.

په الله تعالی مو سپارم.

په احترام

حکمتيار

۲۰- جوزا - ۱۳۹۹

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟