No-IMG

د شهيد مدير محمد شريف کورنۍ ته د ورور حکمتيار لخوا د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

انا لله و انا اليه راجعون

د حکمتيار له لوري د شهيد مدير صاحب محمد شريف درنې کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته!

د مجاهد ورور شهيد مدير صاحب محمد شريف او د ده کورنۍ د درې تنو نورو غړو د مظلومانه شهادت په مناسبت تاسو او ټولو هغو دينپالو افغانانو ته تسليت وړاندي کوم چي په دې غم کي له تاسو سره شريک دي. الله تعالی دي په جت الفردوس کي هغوی ته لوړې درجې ورکړي، تاسو ته دي اجر او صبر درکړي او د شهيدانو نيمګړي آرمانونه دي تر سره کړي.

مرگ حق دئ؛ په خپل وخت راځي، دا د ټولو گډ برخليک او مسير دئ، ټول د الله تعالی په لور درومو، صبر به کوو او له الله تعالی به ئې اجر او نېک عوض غواړو؛ که څه هم د ځينو شهادت د دېرو زړونه سخت ودردوي، د مدير صاحب شهادت همداسي دئ، هغه تر نن پورې او له دې ټولو تغييراتو او لوړو ژورو سره سره خپلو ديني آرمانونو او د مبارزې اهدافو ته ژمن پاته شو او داسې ثبات او استقامت د لوړ همت او مضبوط ايمان نښه او تقاضاء ده.

مطمئن يم چي د ده او د اسلام د لاري نورو مظلومو شهيدانو ذليل، بې مروت او بې رحم قاتلان به له الهي انتقام هيڅکله خوندي پاته نشي.

ان شاءالله په دې شهادتونو سره به د اسلام د بري لار پرانيستل کېږي، د هيڅ شهيد سنگر به تش پاته نشي، د شهيدانو صادق او رښتيني وارثان به د دوی پر لار درومي، د دوی سنگرونه به ساتي او د دوی په لاس به د شهيدانو سپيڅلي آرمانونه تحقق مومي.

په لوی الله مو سپارم

په احترام

حکمتيار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟