No-IMG

ولې د غرمې او ماسپښين لخوا په موټر کې سړي ته ډېر خوب ورځي؟

ولې لمر داسې خوب راولي؟ او هېڅ مو له وس څخه نه کېږي ستړی او خسته مو کړي؟

ستاسې بدن په نورمال ډول هڅه کوي چې خپله داخلي تودوخي درجه د ۳۷ سانتي ګريډ په حدودو کې وساتي، خو کله چې د لمر د وړانګو په مقابل کې مخامخ قرار ولرئ، ستاسې د بدن داخلي فعاليت چټک کېږي چې تاسې سوړ وساتي، او د زړه درزا او د بدن ميتابوليزم کچه مو تېزېږي، دا فعاليتونه سربېره پردې چې تاسې خولې کوي، او د بدن اوبه او پتاشيم مو له وجود څخه باسي، د خوب د راتللو لامل هم کېږي، او له بلې خوا ګرمي د وريدي رګونو د ازادېدو لامل کېږي، او د وينې فشار مو ټيټېږي او له امله مو مغزو ته وينه او اکسيجن کم رسېږي او د خوب د راتللو او ستړيا لامل کېږي. دا د خوب راتللو حس د غرمې ډوډۍ له خوړلو وروسته ډېرېږي ولې؟ ځکه چې ستاسې د بدن داخلي تودوخه د ماسپښين له ۲ تر ۴ بجو پورې په طبيعي ډول سوکه،سوکه کمېږي او د ميلاټونين هورمون ترشح ته (چې د خوب د راتللو هورمون دی) لار پرانيستل کېږي چې له امله یې ډېر خوب درځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟