No-IMG

حکمتيار: واكمنان دي د سولي له مخالفت لاس واخلي

د معزز مشر د نننۍمطبوعاتي کنفرانس د وينا متن (۱۴ حوت ۹۹).

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

خبريالانو ته ښه راغلاست

سر له سبا 15 حوت؛ زموږ تظاهرات پيل كېږي؛ لړۍ به ئې تر هغه دوام كوي چي روان دردناك وضعيت، جنگ ناامني، هدفي ترورونه او اوسنى خونړى بحران پاى ته ورسېږي. په دې تظاهراتو سره؛ حزب اسلامي هيڅ څه د ځان لپاره نه غواړي؛ نه د اقتدار وېش، نه وزارتونه، ولايتونه او سفارتونه، له روان بحران د هېواد ايستل ئې اصلي هدف دئ، هغه څه غواړي چي ټول افغان ولس ئې غواړي؛ د تظاهراتو غوښتني او مطالبات دا دي:

1- حكومت دي هدفي ترورونه فوراً او تل لپاره بند كړي؛ په اكثرو هغو ترورونو كي چي د حكومت تر واك لاندي ښارونو كي ترسره كېږي؛ د حكومت دننه يوه خبيثه كړۍ لاس لري او د هغو بهرنيو جنگ غوښتونكو هېوادو د استخباراتي شبكو له لوري مهندسي او عملي كېږي چي د كابل له ناكاره حكومت د جنگ د دوام په موخه حمايت كوي.

2- واكمنان دي د سولي له مخالفت لاس واخلي؛ افغان ولس هيچا ته دا حق نه وركوي چي د سولي مانع شي او په خپلو شخصي غوښتنو پوري ئې مشروط كړي. سوله په ټول ملت پوري مربوط ده؛ په جنگ كي د مظلومو افغانان زامن مري؛ نه د ديسانت شوو دوه تابعيته چارواكو زامن؛ چي كورنۍ او اولاد ئې له جنگ لري په خارج كي اوسي.

3- د نوي جنگ لپاره تيارى، د مليشو جوړول او له بهره په قاچاقي توگه او د غنمو په كانتينرو كي د وسلو راوړل او وېشل دي فوراً او په بشپړه توگه متوقف كړي.

4- ارگ ناستي دي له بهرنيو ځواكونو دا نه غواړي چي څو كلونه نور په افغانستان كي پاته شي.

5- د امريكا متحده ايالات او د طالبانو إسلامي امارت دي د دوحې معاهدې ته ملتزم پاته شي او د همدې معاهدې مطابق دي؛ بهرني ځواكونه له افغانستان ووځي او نوي حكومت ته دي واك انتقال شي.

6- ټول لوري دي له اوربند او نوي حكومت ته د واك له انتقال سره توافق وكړي.

7- د ملي شتمنيو د غارت او بهر ته ئې د لوټمارو چارواكو له لوري د انتقال مخه بايد فوراً ونيول شي؛ له بهرنيو هېوادو غواړو چي په اختلاس او غارت متهم افغاني چارواكي؛ له غارت شوو شتمنيو سره يو ځاى افغانستان ته د محاكمې لپاره مسترد كړي.

8- ارگ بايد د غدر لار پرېږدي او له حزب اسلامي سره كړې معاهده دي په بشپړه توگه عملي كړي. د حزب اسلامي ټول بنديان دي فوراً آزاد؛ او د مهاجرينو د راستنېدو او اسكان لپاره دي لازم شرائط برابر كړي.

موږ د جمعې ورځي د تظاهراتو په پاى كي؛ ارگ ته لس ورځي وخت وركوو چي دغه ملي مطالبات پلي كړي؛ كه ئې په همدې موده كي دغو مطالباتو ته تمكين ونه كړ؛ زموږ تظاهرات به نه يوازي كابل ښار كي په مسلسله توگه بيا پيل او دوام كوي بلكي ځينو نورو لويو ښارونو ته به هم غځېږي.

د نويو پراخو تظاهراتو مطالبه به هم يوازي د اوسني حكومت فوري او بلاقيد و شرط استعفاء وي او تر هغه به دوام كوي چي اقتدار نوي ټول شمول حكومت ته انتقال شي

له لومړي سر څرگنده وه چي په دوحه كي د كابل حكومت او طالبانو تر منځ مذاكرات به بې نتيجې پاى ته رسي؛ او هيڅ لاسته راوړنه به نه لري. دلائل ئې دا وو:

1.            د كابل هيئت يوازي د ارگ هيئت وو؛ ارگ سوله د ځان په ضرر گڼله او د جنگ د دوام غوښتونكى وو؛ له بهرنيو ئې هم غوښتل چي خپل ځواكونه له افغانستان ونه باسي. په دې هيئت كي نه د حكومت سياسي اپوزيسيون شامل وو او نه په حكومت كي شامل هغه گوندونه چي د ارگ له سياستونو سره موافق نه وو.

2.            د مذاكراتو اصلي موضوع يو ائتلافي حكومت رامنځته كول وو؛ ارگ ناستو غوښتل؛ طالبان په اوسني حكومت كي شامل شي او اشرف غني د جمهور رئيس په توگه ومني؛ په داسي حال كي چي نه ائتلافي حكومت ممكن او عملي دئ او نه په هيڅ تغيير او اصلاح سره د اوسني ناكاره حكومت بقاء او دوام امكان لري

موږ له دې سره موافق يو چي د مذاكراتو لپاره نوى او عملي بنسټ كېښودل شي؛ په دوو جنگي لوريو كي منحصر پاته نشي؛ ټول اغېزمن سياسي گوندونه احتواء كړي، د مشرانو په كچه وي، د بحث أساسي موضوعات ئې دوه وي: 1- اوربند؛ 2- ټولو لوريو ته د منلو وړ موقت حكومت رامنځته كول.

مخكنيو ناكامو او ترخو تجربو ته په پام سره؛ بايد پر قومي او گوندي بنسټونو د حكومتونو جوړول او د اقتدار وېش؛ د تل لپاره لري وغورځول شي او له بيا تكرار ئې ډډه وشي؛ د بن خونړۍ تجربه بايد بل ځلي تكرار نشي. نن چي افغانان كوم څه ته عاجل ضرورت لري؛ هغه اوربند دئ او د اوسني حكومت پر ځاى ټولو لوريو ته د منلو وړ يو غيرائتلافي حكومت. سياسي احزاب دي تر انتخاباتو انتظار وكړي؛ دا بايد ومني چي د زعامت، د حكومت څرنگوالى، په حكومت كي د شخصيتونو او گوندونو ونډه او منزلت بايد د ملت له لوري وټاكل شي نه د سياسي معامله گريو په ترڅ كي او د ملت رأى ته له رجوع پرته!! نه په گوندونو كي او نه په شخصيتونو كي داسي لورى شته چي د كوم قوم او توكم استازيتوب وكړى شي او د قوم او توكم برخه د هغه په نامه كړى شي؛ او نه داسي منلى معيار شته چي له مخي ئې د هر گوند او توكم سهم وټاكل شي. دا هر څه يوازي د انتخاباتو په نتيجه كي معلومېدى شي.

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟