No-IMG

د حزب اسلامي افغانستان د مجاهد امير مطبوعاتي کنفرانس 9 – 4 - 1399

 د فساد او فحشاء مراكز خوندي دي، خو جوماتونه ناامنه، د فساد او فحشاء عاملين مصون دي خو علماء، جهادي، سياسي او فرهنگي شخصيتونه او قومي مشران تر گواښونو او تهديدونو لاندي!!، موږ نن او يو ځل بيا؛ او له دې دردوونكي وضعيت د هېواد او ملت ژغورني لپاره؛ د ولس په څنگ كي ودرېږو او د ايماني مسئوليتونو د اداء كولو لپاره ملاتړو؛ د امريكا او طالبانو ترمنځ مصالحه او معاهده د دې پر ځاى چي د جگړو او ناامنيو د تخفيف باعث شي؛ د جگړي لمن ئې د توقع او انتظار خلاف لازياته پراخه كړه، ناامني زياته شوه، د هدفي ترورونو لړۍ تسريع او تشديد شوه، • افغانان په دې كي هم شك نه لري چي بهرني ځواكونه به حتماً او حتى له اعلان شوې نېټې وړاندي له افغانستان وځي، له وتلو پرته بل انتخاب نه لري. ملت او په سر كي ئې علماوو ته سپارښتنه لرم چي متحد شئ، د يوه دريېم مستقل محور ملتيا وكړئ، خپل هېواد په خپله وژغورئ، راتلونكي نسلونو ته له جگړو فارغ، آزاد او اسلامي افغانستان په ميراث پرېږدئ، كه دا كار ونه كړئ نو همداسي به ستاسو مشران او علماء هم؛ په جومات او جوماتونو ته د تگ راتگ په لارو كي ترور كېږي، په كليو او كورنو به د شپنيو عملياتو او رتاكټي بريدونو په ترڅ كي وژل كېږئ، خو كه پر اللّٰه تعالى توكل وكړئ، د همت ملا وتړئ او د وضعيت بدلولو لپاره پاڅئ نو د شوروي د ماتي تجربه به بيا ستاسو په لاس تكرار شي، د جنگ پر دوام له مزيد اصرار ډډه وكړئ، د جنگ شعارونه مه وركوئ، د سولي له مخالفت لاس واخلئ، له داسي اظهاراتو او اقداماتو ډډه وكړئ چي د سولي په وړاندي خنډ او د جگړي د تشديد باعث دي، • داسي شرائط مه وضع كوئ چي سوله له خنډ او ځنډ سره مخامخ كوي، امنيتي ځواكونه د سياسي اغراضو لپاره مه كاروئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟