No-IMG

د مسكو ناستي ته د محترم ورور حکمتيار وينا

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد:

بسم الله الرحمن الرحيم

له فيدرالي روسيې او زعامت ئې مننه چي د دې مهمي ناستي كوربه شو.

موږ او افغان ولس په مجموع كي سوله غواړو؛ افغانان له دې تپل شوې جگړي ستومانه دي او له هغو كركه او نفرت لري چي د جنگ پر دوام ټينگار كوي؛ په حقيقت كي جنگ غوښتونكي هغه دي چي جنگ پرېمانه امتيازات وركړي؛ دوه تابعيته دي؛ كورنۍ ئې بهر كي دي؛ په جنگ كي د دوى زامن نه وژل كېږي؛ د دې هيڅ پروا نه لري چي هره ورځ په سلگونو مظلوم افغانان په وينو كي رغړي.

د افغانستان روان څلوېښت كلن جنگ وښوده چي: د اشغال دوران تېر شوى؛ هيڅ ځواك نشي كولى د فوځ او وسلو په زور هېوادونه اشغال او د تل لپاره ئې په خپل واك كي وساتي؛ د پرديو د مټو او مالي - نظامي مرستو په زور هم هيڅوك نشي كولى پر يوه هېواد حكومت وكړي او خپل قومي او سياسي حريف او سيال حذف كړي. ډېر د پرديو په زور ارگ ته رسېدلي؛ خو له ارگ ئې جنازې وتلې؛ او نن؛ نه په هېواد كي قبر لري او نه په بهر كي.

بايد ټولو ته واضح وي چي د افغانستان بحران څو لوري لري؛ څو ذيدخل بهرني هېوادونه؛ د كابل حكومت او وسله وال مخالفين ئې او هغه چي په جنگ كي ښكېلو لوريو سره نه دي او سوله غواړي؛ موږ له همدې لوري يو؛ د ملت غوڅ اكثريت همداسي دي؛ د مخكنيو ناستو يو عيب دا وو چي دوه اړخيزي وې.   

موږ په ټولو؛ داخلي او خارجي لوريو غږ كوو چي راشئ دا بحران پاى ته ورسوو؛ دا مو هم ديني مسئوليت دئ او هم انساني مسئوليت؛ راشئ راتلونكو نسلونو او خپلو اولادونو ته له جنگ فارغ افغانستان په ميراث پرېږدو!! ډاډمني سولي ته د رسېدو لپاره څو كارونه بايد وشي:

1.            د دوحې معاهدې ته دي ټول لوري ژمن پاته شي؛ ټول بهرني ځواكونه دي له افغانستان ووځي؛ متحده ايالات دي په خپلي ژمني عمل وكړي؛ په كور دننه او  په افغانستان او سيمي كي دي نه د جنگ غوښتونكو بدو عزائمو ته تسليمېږي او نه د هغو توطئو ته چي هڅه كوي امريكا څو كلونه نور هم په دې ناكام او خونړي جنگ كي ښكېل پاته شي؛ دا جنگ له افغانانو وروسته تر ټولو زيات د امريكا په زيان دئ.

2.            د كابل اوسنى حكومت؛ د اشغال محصول او د جنگ ستر عامل دئ؛ په شتون كي ئې جگړه پاى ته نشي رسېدلى؛ ټول بايد دا حقيقت ومني چي سولي ته د رسېدو لپاره د دې حكومت تعويض او پر ځاى ئې داسي حكومت جوړول ضروري دي چي ټولو ذيدخلو لوريو ته د منلو وړ وي؛ د افغانانو په خوښه او د بين الافغاني مذاكراتو له لاري رامنځته شي؛ په كوم بهرني هېواد پوري تړلى نه وي؛ افغانستان د رقيبو هېوادو د سياليو او وسله والو رقابتونو په ډگر بدل نه كړي؛ له ټولو سره ئې اړيكي رغنده، متوازني او په بشپړه بې طرفي ولاړي وي. د افغانستان سټراټيژيك موقعيت داسي دئ چي منسلك او په بل پوري تړلى كابل؛ په اوږد جنگ منتج كېږي؛ په شوروي اتحاد پوري تړلى كابل مو هم تجربه كړ او په ناټو پوري تړلى كابل هم؛ چي روان څلوېښت كلن خونړى جنگ د همدې غلطو سياستونو زېږنده وو.

3.            په جگړي كي ښكېل لوري دي له فوري، ډاډمن او بلاقيد و شرط اوربند سره توافق وكړي؛ كه د بې باورۍ او عدم اعتماد له كبله بلاقيد و شرط اوربند منل ورته گران وي نو له مشروط اوربند سره دي توافق وكړي؛ طالبان څو معقولي غوښتني لري چي بايد تمكين ورته وشي؛ دوى حق لري د اوربند لپاره ځيني شرائط وضع كړي؛ لكه دا چي: الف: مقابل لورى دي؛ نوي حكومت ته د اقتدار له انتقال سره خپل توافق اعلان كړي، ب: د دوى محبوسين دي خوشي شي، ج: او د امريكا له تور فهرست دي د دوى نومونه حذف شي. اوربند او د افغانانو د وينو تويېدو مخنيوى په دې ارزي چي د دغو غوښتنو په منلو كي يوه شېبه هم ځنډ رانشي. دا هم بايد ياد كړو چي د كابل حكومت له حزب اسلامي سره د كړې معاهدې ټول بندونه تر پښو لاندي كړل؛ حتى نږدې درې زره بنديان لاتراوسه په زندان كي پاته دي؛ په داسي حال كي چي د معاهدې له مخي بايد د حزب اسلامي ټول زندانيان د دوو مياشتو په منځ منځ كي آزاد شوي وى. طبيعي ده او طالبان حق لري چي دغو تخلفاتو ته په پام سره؛ د كابل په چارواكو باور ونه كړي او د خپلو شرائطو او غوښتنو د تحقق تضمينات ترلاسه كړي

4.            د نوي حكومت لپاره تر ټولو غوره بديل دا دئ چي نه ائتلافي وي، نه په سياسي او قومي بنسټونو وېشل شوى، دا ځكه چي ائتلافي حكومت ممكن نه دئ؛ بدي پايلي ئې درلودې؛ خونړۍ جگړي ئې رامنځته كړې؛ هيڅ عاقل او وطنپال افغان بايد د دغو ناكامو تجربو د بيا تكرار غوښتنه ونه كړي. په قومي بنسټونو د حكومتونو وېش هېوادونه د تجزيې په لور بيايي او متحد ملتونه سره بېلوي او په كورنيو جگړو ئې اخته كوي. د افغانستان په اوسنيو ظروفو كي دا كار اصلاً ممكن نه دئ؛ دا ځكه چي له يوې خوا داسي گوند او شخصيت نه مومو چي د يوه قوم او توكم ممثل وي او كوم قوم د وكيل او استازي په توگه ټاكلى وي؛ كه څه هم ځيني قومپال گوندونه رامنځته شوي چي د يوه لوى توكم او قوم يوه وړه برخه ئې راغونډه كړې چي په هيڅوك توگه او د هيڅ معيار له مخي؛ نه يو اغېزمن سياسي حزب گڼل كېدى شي او نه د كوم قوم او توكم استازى او وكيل. له بلي خوا داسي منل شوى معيار هم نه لرو چي له مخي ئې د يوه توكم او قوم حقيقي سهم وټاكل شي؛ نه دقيقه احصائيه لرو او نه داسي شفاف او عادلانه انتخابات تر سره شوي چي له مخي ئې د هر قوم او توكم، او د هر سياسي حزب او شخصيت؛ واقعي حيثيت او وجاهت تثبيت شي. په كار دا ده چي زموږ ټول سياسي گوندونه ملت شمول وي او ملي وحدت تمثيل كړي.

5.            موږ له اوسني بد حالت يوه باثباته او غوره حالت ته د تلو لپاره يوه داسي موقت حكومت ته ضرورت لرو چي ټولو ته د منلو وړ وي، متحد، يولاسى او له لانجو او نزاع فارغ وي، موده ئې لنډه او دنده ئې فقط دا چي په همدې موده كي به د قانوني او اصولي حكومت د جوړېدو په څرنگوالي؛ سياسي اجماع رامنځته كېږي او د همدې اجماع او توافق له مخي به دا حكومت جوړېږي او اقتدار به له ځنډ پرته هغه ته انتقالېږي.

6.            د دې حكومت تر څنگ به داسي عالي شورى جوړېږي چي په انتقالي دورې كي به د تصاميمو وروستۍ مرجع وي؛ حكومت به ئې د پرېكړو مجري وي او د حكومت پر كړنو به نظارت لري؛ د دولت دا عالي شورى به د هغو لوريو په مشوره جوړېږي چي دا انتقالي حكومت د دوى د توافق په نتيجه كي رامنځته كېږي.  

7.            كه د كابل له اوسني حكومت؛ نوي موقت حكومت ته اقتدار په سوله ايزه توگه انتقال نشي او بهرني ځواكونه تر دې وړاندي له افغانستان ووځي؛ نو يقيناً چي هېواد به له يوه بل ناورين او فاجعې سره مخامخ شي. نه يوازي دا حكومت به ډېر ژر نسكورېږي؛ بلكي ټول نظام او ملكي، امنيتي او نظامي بنسټونه به ئې متلاشي كېږي او په هېواد كي به يو ځل بيا؛ هغه فاجعه تكرارېږي چي د نجيب په ضد د ده د ملگرو له كودتا وروسته رامنځته شوه.

8.            د انتقالي حكومت په دوران كي بايد څو كارونه وشي:

الف: د انتخاباتو په داسي طرحي او اسلوب توافق چي په ټولو برخو كي له اسلامي لارښوونو او اصولو سره مطابقت ولري.

ب: د همدې طرحي د عملي كولو لپاره داسي مستقل هيئت ټاكل چي غړي ئې اسلام ته ژمن، په دين پوه، ټولو ته د منلو وړ، معتمد، معتبر، بې طرف، د ښه وجاهت او سابقې خاوند او اهل وي.

ج: د همدې موافقې او طرحي مطابق به هم جمهور رئيس غوره كېږي، هم د ملي شورى غړي، هم د ولايتي او ولسواليو شورى گانو غړي، او په دې توگه به د هغي لويي او ستري شورى لپاره لار آوارېږي چي د ټول ملت؛ واقعي استازيتوب كولى شي او د هري مهمي ملي قضيې په اړه د وروستۍ پرېكړي صادرولو صلاحيت ولري؛ همدا شورى به د اساسي قانون، راتلونكي نظام، د هېواد كورني او بهرني سياستونه، د زعيم په انتخاب كي د ملت ونډه، سياسي احزاب او حيثيت ئې، د اردو او امنيتي ځواكونو د جوړولو څرنگوالى او نورو مهمو ملي مسائلو په ارتباط وروستي تصاميم نيسي. دا مهم ملي مسائل بايد همداسي يوې ستري شورى ته محول شي، نه ئې انتقالي حكومت ته سپارلى شو او نه ئې د سياسي او نظامي لوريو خپلمنځيو توافقاتو او راكړي وركړي ته پرېښودى شو.  

و لله عاقبة الامور

حكمتيار

مسكو

28 حوت 1399

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟