No-IMG

دیارلسمه هجري پېړۍ بشپړیږي!

په داسې حال کې چې د ټول مسلمه امت په تېره بیا د افغان مظلوم ولس لپاره له اوږد مهاله کړاو ډکه پېړۍ وه. د دې پېړۍ په لومړۍ لسیزه ۱۳۰۳ ه.ش کال کې د مسلمانانو ورستنی خلاف ونړېد. عثماني خلاف سره له هغه مشکلاتو چې په داخل کې درلودل؛ بیا هم د راشده خلاف ورستنی ممثل خلافت بلل کېده، د اسلام او مسلمه امت لپاره ئې د دښمن پر وړاندې د سپر حیثیت درلود.  د نړۍ په زیاتو سیمو ئې واک چلاوه، سوېل ختیځه اروپا، لودیځه آسیا او شمالي افریقا ئې تر واک لاندې سیمې وې، د بالکان له جګړې ورسته ئې اروپا ته مخه کړه او ختیځ روم ئې تر خپل واک لاندې راوست همدا شان ئې قسططنیه فتح او د ستر خلافت د مرکز په توګه ئې غوره کړه. بد بختانه چې د مسلمانانو همدا ستر ځواک د دې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې را نسکور او یو مزدور او سیکولر دولت ته ئې خپل ځای پرېښود.

د دې پېړۍ په دریمه ۱۳۲۶ کال کې د فلسطین هیواد چې د مسلمانانو لومړۍ قبله ورکې ده، یوه لویه برخه د یهودو لخوا غصب او د اسرائیل په نوم ئې سهونیستی دولت د عربو په زړه کې   یهودو په رهبرۍ را مینځ ته کړ، چې نړیوالو متعهدینو ئې د یو مستقل دولت په بڼه وپېژاند او نړۍ په نقشه ئې را څرګند کړ.

د دې پېړۍ په پنځمه لسیزه ۱۳۴۶ کال کې چې د ۱۹۶۷ سره سمون خوري د مسلمانانو لومړۍ قبله قدس د یهودو له لوري اشغال شوه. متأسفانه چې تر نن پورې د یهودو په لاس کې دئ.

د دې پېړۍ له پیل تر پایه کابو ټوله اسلامي نړۍ د استعماري دیو په منګولو کې پرېوتله او په خورا مظلومیت ئې له روغ وجود اندامونه جدا شول، وحدت ئې له مینځه لاړ، په زیاتو وړو او لویو هیوادونو ووېشل شوه. داسې چې تر مینځ ئې ژور جغرافیائي اختلافات وزږېدل او په همدې بدمرغه قضیه ئې تر مینځ طولاني جګړې پېښې شوې. مصر او فلسطین، ایران او ترکیه، ترکیه او سوریه، سعودی او یمن، ایران او افغانستان، افغانستان او پاکستان......

زموږ ګران هیواد خو کابو ټوله پېړۍ د تحمیلي جګړې په بدمرغه ناورین کې تېره کړه، دری ځله ورباندې وحشي او ځناور صفته بهرنیانو چې د وخت سترې سترې امپراطورۍ وې یرغلونه وکړل. خو لله الحمد دری واړه امپراطوریو ته ئې اجل اوبه د خپل سر په کاسه کې ورکړې او هیواد ئې ترې آزاد کړ.

خلاصه دا چې تېره پېړۍ د مسلمانانو لپاره له مزید کړاو ډکه پېړۍ وه.

دعا کوو چې لوی رب راتلوونکې پیړۍ د اسلام او مسلمانانو لپاره د سرلوړي، آرامۍ او سوکالۍ پېړۍ وګرځوي. لوی رب د دامت تېر مجد او عظمت بیا اعاده کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟