No-IMG

د انځور کیسه

      ویل کیږي دا انځور دې وروستیو لسو کلونو کې تر ټولو دردوونکی انځور دی او انځورګر یې هم د سخت درد او غم له حالت سره مخامخ کړ. کیسه داسې ده چې دې دواړو پړانګانو پر دې هوسۍ په داسې حالت کې برید کړی چې هغې له خپلو بچیانو سره لوبې کولې! هوسۍ کولی شوی ځان له پړانګانو خلاص کړي او خپل ژوند وژغوري، خو هغې داسې ونه کړل او ځان یې پړانګانو ته وسپاره، دا ولې؟!

     دا ځکه چې په دې توګه یې خپلو بچیانو ته د ځان خلاصولو فرصت ورکړ! ځکه که په پیل کې دې د ځان خلاصولو کوښښ کړی وی، نو د بچیانو د تېښتې لپاره به یې وخت نه و پیدا شوی. دا انځور د هغې تر غاړې د پړانګانو د داړو رسیدلو وروستۍ شېبې دي، دا مهال هغه باوري شوې وه چې بچیانو یې ځانونه وژغورل! #مور نړۍ کې یواځنی شخص دی چې بې له بدلې د اولاد لپاره ژوند قربانوي.

یادونه: د اولاد لپاره د مور #قرباني او د هغې مینه په دې له درده ډکه #کیسه کې په دلچسپه توګه تمثیل شوې ده او همدې اړخ ته پاملرنه په کار ده، د کیسې په فني او واقعي اړخونو تفصیلاتو ته اړتیا نشته...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟