No-IMG

دافغان تاريخ هېښونکي څېرې شفيع ديوانه

کله چي د  ډاکټرنجيب الله له سقوط وروسته مجددي او بيا وروسته رباني ته واک په لاس ورغلی نو خونړۍ کورنۍ جګړه پيل سوه چي دواړه لوري مجاهدين وه. سګوان قومندان، چرسي قومندان، شرابي قومندان او داسي نورو پکښي افتخاري نومونه پيدا کړه.

د مزاري تر قوماندې لاندي د [ حزب وحدت] ګوند جګړه مار د شفيع دېوانه په نامه قومندان لاره چي وحشت ئې تاريخ لړزوي. د نوموي قومندان په لاس وژنه، رقص مرده، د ښځو بي عزتي او د هغوی څخه په ژوندون سيني پرې کول، او په ډله يز ډول جنسي تيری ورځنی خبره وه چي اکثره ئې د پښتنو په وړاندي تر سره کېده، په وړاندي ئې د استاد سياف ډله چي اکثريت ئې پښتانه وه، ورته عمل د مزاري د هزاره ډلي سره وکړل، چي يو ئې دهغه وخت د دوی په اصطلاح [ فاجعه افشار] يادوي.

د کابل_پوهنتون او د هغه تر څنګ دوغ اباد هغه سيمي وې چي دې دېوانه پکښي قرارګاه لرلې، د امريکايي ليکوالي [کرسټينا ليمپ] له خولې چي دده کسانو د پوهنتون د کتابتون په کتابونو ځکه چايي ايشولې چي د سونګ د پاره د پوهنتون دروازې او کلکينونه ختم سوي وه!

عليخان زاهدي په [روايت شکست اقوام محروم در افغانستان] کي ليکلي:"کله چي به د کورنيو جګړو پر مهال د شفيع دېوانه پر مرچلونه مخالفو ډلو توغندوی وار کړله، د شفيع لنډهر به د جنګ درېدو وروسته د خرابه سويو کورونو او ودانيو د کلکينانو، دروازو، د کور سامانونو او ان د خښتو په ټولولو سر سوه او په دې ډول به د خلګو د تباهيو له امله دوی چاغېدل، ان شفيع ديوانه د وسلوالو غلو منظم ګروپ لاره چي کله به ئې هر ځای خوښ سو، د چاپې په ډول به ئې ولوټه او د هغه مال او ناموس ئې ځني وړه، علي خان وايي د  کابل_پوهنتون الماريو کي ئې وچ سوي انسانان ليدلي چي دوی به ئې نندارې کولې...".

يو بل زنداني د هغه وخت رسنيو ته وويل:"موږ دوه سوه تنه ورسره زندانيان وو، چي هره ورځ به ئې له همدې زندانه دوه-دوه تنه را پکښي وژل او د هغوی غوښي به ئې په موږ د ښوروا په شکل خوړلې...

شفيع دېوانه په يوه استدلال کي وايي: "زه د کابل پر لوېديځ د شورای نظار د لاسه په داسي حال کي لېونی سوم چي د ورځي مي د خپلو دوستانو ۲۰۰جسدونه خاورو ته سپارل، په داسي حال کي چي دوی په پېښور، قم او امريکا کي چکرونه وهل، نو حتماً بايد زه لېونی سوی وای نه مسعود! څوک چي په دې جنګ کي لېونی نه سي بايد احمدشاه مسعود سي![عصری برای عدالت سره مرکه]

د ۱۹۹۶ع کال په دوران کي چي کله طالبان کابل ته ننوتل او هلته ئې هزاره مېشته [دوغ اباد] کي له وحدت ګوند سره لاس په لاس سوه، ځايي خلګو د ملېشو څخه د تنګ راتلو له امله دوغ اباد کي پوهنتون ته نږدې د حزب وحدت قوماندان [شفيع دېوانه] د تېښته مخه ونيول او طالبان ئې په خبر کړه.

طالبانو د لوري ملا عبدالحنان همت او ملا محب الله عصمت د شفيع دېوانه پر لور ورغلل، خو د دوی د ورتګ څخه د مخه ځايي هزاره ګانو چي د نوموړي څخه تر پزي راغلي وو، لاس په لاس طالبانو ته وسپاره، ملا محب الله د دېوانه په غاړه کي پټو واچوه او طالبان ئې په موټر پسي ولېږل، خو د هغوی د ځنډېدو له امله ئې نوموړی د ماښام د لمانځه پر مهال د خره په ګاډۍ کي چهار اسياب ته ولېږل سو. د نوموړي له قرارګاه څخه لس تنې پېغلي او ګڼ زندانيان ازاد سول، او د شاهدانو له خولې چي د کابل پوهنتون کي ئې د ښځو څخه د تيو پرې کولو او د مخالفينو په سرونو کي د مېخ ټکوهلو ځانګړي کوټې او اوزار، بند کانټينرونه چي انسانان به پکښي سوځل کېده او نوري وحشي کړني وليدلې.

دېوانه د مزاري په پېښه کي ژوندی ووت او بیا وروسته د استاد خلیلی د وژلو د قصد درلودلو له امله، د هغه [خليلي] د خوا نوموړی پخپله ووژل سو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟