No-IMG

د ابو بکر د معاش کیسه

 ابو بكر الصديق رضى الله عنه د جاهلیت زمانه کې لوی تاجر او د قریشو له شتمنو څخه و، اسلام کې هم همداسې شتمن پاتې شو، د الله په لاره، دعوت او د غلامانو ازادولو کې یې هر وخت له ټولو زیاته شتمنۍ لګولې.

     کله چې خلیفه وټاکل شو، څه وخت وروسته ولیدل شو چې بازار ته روان دی، جامې ورسره دي او د هغو د خرڅولو په نیت روان دی، لاره کې عمر بن الخطاب او ابو عبیدة بن الجراح رضي الله عنهما په مخه ورغلل، هغوی دواړو لاندې خبرې ورسره وکړې.

    اې د رسول الله خلیفة! چرته روان یې؟ ده ورته وویل: بازار ته ځم، هغو دواړو ورته وویل: بازار کې څه کوې، تا ته خو د مسلمانانو چارې درسپارل شوې دي؟! ابو بکر ورته وویل: نو خپل اولاد ته ډوډۍ له کومه کړم؟ هغو دواړو ورته وویل: راځه زموږ سره، چې څه درته مقرر کړو، نو هغوی له بیت الماله معاش ورته مقرر کړ، څو په دې توګه هغه د مسلمانانو چارو ته خلاص شي. (فتح الباري لإبن حجر )

     روایت کې راغلي چې ابو عبیدة د بیت المال مسؤل و، هغه دوه زره درهم معاش ورته وټاکه، خو ده ورته وویل چې زما اولاد زیات ده، زما لګښت له دې زیات ده، دوه زره مې نه بس کیږي، نو هغه دوه نیم زره او د اوړې او ژمې جامې ورته وټاکلې. رضي الله عنهم اجمعین.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک