No-IMG

د عليپور حمایت عدالت غوښتنه ده، د طالب حمایت ترهګري ده، یک بام دو هوا

پوره شل کاله چاپه، بمبار، توپ باران، د بمونو مور، قتل عام، د شتمنیو لوټ ... دا ټول په پښتنو وشول هېچا دا غږ پورته نکړ چې دا د یوه قام نسل وژنه ده، دا د یوه قام ځپل دی.

دا د یوه قام ذلیل کول دی قرنونه شا ته یې وړل دی.

خالي د اشغال مخالفت په جرم دا سزا ورکول کېده.

خو نن چې یو لوچک له بل قام د نظام ولسوالي ونیوله، الوتکه یې ورته را وغورځوله.

جرم معلوم دی مجرم معلوم دی خو هم یې سیاسون چېغې وهي چې د دې اوباش خلاف عملیات د هزاره توکم خلاف موقف دی، هم یې ټول قام.

تر ننه د ناټو او امریکایی اشغالګرو خلاف جنګېدونکی مجاهد ترهګر دی محکوم دی که کوم پښتون یې ننګه وکړه یا وژل کیږی یا بندی کیږی یا به وطن څخه فراري وي.

خو د علیپور ننګه د نظام د ننه کیږي هېڅ خبره نشته.

حتی دلته شته موسسات لکه د سویډن کمېټه هغه ښځه برطرف کړه کوم چې د عليپور خلاف یې موقف نیولی وو.

د عليپور حمایت عدالت غوښتنه ده، د طالب حمایت ترهګري ده، یک بام دو هوا همدې ته وایي

د پښتنو کلی او کور به یې بمبار کړ، له هر چا مخکې  دولتي پښتون او فېسبوکي پښتون به وېل چې ط.ا.ل.ب.ا.ن دی.

هغه قسمونه به ول، کله به چې د شهید شویو ماشومانو او ښځو جسدونه رسنیو ته را ووتل بیا به یې داسې دلایل ویل چې ښه کوي ولې ط. ته کور کې ځای ورکوي.

چې تر دې به هم ډېر بې وجدانه شو وبه یې ویل چې ښه یې کړل سبا ورځ ته چې لوی شي دا هم تروریست کیږي.

خو نن هزاره وینی چې ووړ او زووړ وایي علیپور سره دې دولت د یوه سیال په حیث خبرې وکړي.

څه قیامت خو ندی شوی خالي اته تنه مړه شوي، او اخطارونه ورکوي چې که عملیات ونه درېدل دا کوو هغه کوو.

تر بې وجدانه پښتون غیرتي هزاره ښه دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟