No-IMG

ماديات هر څه نه دي، ختميږي خو معنويات ژوند ته معنا او سکون وربخښي او تلپاتې وي

دا بهترین مضمون خپله هم ولولئ او له نورو سره يې هم شريک کړئ. ماديات هر څه نه دي، ختميږي خو معنويات ژوند ته معنا او سکون وربخښي او تلپاتې وي.

سټیو جابز ۷ مېلیارده ډالر شتمني درلودله، او د ۵۶ کالو په عمر د تریخي د سرطان له امله ومړ. د ژوند په وروستیو شېبو کې یې لاندې جملې د پند په توګه پرېښي:

د نورو په آند زه ډېر بریالی او خوشاله ژوند لرم، خو زه له کار پرته په ژوند کې ډېره لږه خوښي لرم. د نشه یي توکو د یوه روږدي په څېر د شتمنۍ راټولول زما عادت ګرځېدلی.

دا شېبه چې زه په بستر ناروغ پروت یم، خپل تېر ژوند رایادم، دې پایلې ته ورسېدم، چې زما ټولې اړیکې، زما سوداګري او سرمایه زما د مرګ پر وړاندې بې معنی دي. تاسو خلک پر دندو ګمارلی شئ، چې موټر درته وچلوي، پیسې درته راټولې کړي، ... خو هیڅوک د دې له پاره په کرایه نه شئ نېولی، چې ناروغي مو درسره ولېږدوي. هر ډول مادیات تر لاسه کولی شئ، خو یو شی له یو ځل بایللو وروسته بېرته نه شئ تر لاسه کولی، چې هغه ژوند دی.

د خپل ځان ډېر خیال وساتئ، او نورو ته مینه ورکړئ. د عمر په تېرېدو سره سوکه سوکه موږ په دې حقیقت پوهېږو، چې د ۳۰ ډالرو ساعت او ۳۰۰ ډالرو ساعت ورته وخت ښایي. که د بټوې بیه ۳۰ ډالر وي، یا ۳۰۰ ډالر، خو داخل کې یې یوه اندازه او یو ډول پیسې کېښودل کېږي. که موږ د ۳۰۰۰۰ یا ۱۵۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت موټر چلوو؛ سړک او واټن یو دی، او هماغه یو منزل ته مو رسوي، کوم توپير نه رامنځته کېږي. که په ۵ ستوریز هوټل کې خواړه وخورو، یا په کور کې عادي خواړه وي، یوې معدې ته ځي. د اوسېدلو ځای که ۳ جریبه وي، یا ۲ بسوې؛ یوازې والی یې سره ورته دی.

د زړه خوشالي په اسبابو او مادیاتو کې نشته.

که د الوتکې په اقتصادي برخه کې سفر کوئ، یا یې په قیمتي برخه کې کېنئ، د الوتکې د غورځېدو په صورت کې له مرګه نه شئ ژغورل کېدلی.

که ملګري یا داسې څوک لرئ، چې د زړه خبرې مو ورسره شریکولی شئ، همدا ستاسو واقعي خوشالي ده.

پنځه منل شوي حقیقتونه:

. اولادونو باندې په دې اراده زده کړې مه کوئ، چې شتمن به شي، بلکې د خوشاله ژوند جوړولو لپاره پرې زده کړې وکړئ. کله چې دوی لوئېږي، د بیې پر ځای به د شیانو پر ارزښت ښه پوهېږي.

. غذا د درملو په توګه په احتياط سره وخورئ، که داسې و نه کړئ، بیا به درمل د غذا په توګه خورئ.

. څوک چې درسره مینه لري، هیڅکله به مو پرې نه ږدي، که د پرېښودلو لپاره مو ورسره سل دلیله هم شتون ولري، حتماً به یو دلیل پیدا کوي، چې له تاسو سره و اوسي.

. د انسان کېدلو او انسان اوسېدلو تر منځ ژور توپیر شتون لري.

. که غواړې چې ژر ورسېږې، نو یوازې حرکت وکړه، او که لرې تلل غواړې، بيا د سفر لپاره ملګری پیدا کړه.

په پایله کې درته د نړۍ شپږ بهترین ډاکتران درپېژنم:

. د لمر رڼا

. ارام

. ورزش

. پرهېز

. ځاني باور

. ملګري

د ژوند په ټولو پړاوونو کې له دې ډاکترانو څخه په ګټې اخېستنې سره خوشاله ژوند تېر کړئ.

که اوس د ژوند په هر پړاو کې اوسو، خو یوه ورځ حتمي داسې راتلونکې ده، چې پردې مو په سترګو راښکته شي

.

خپلې کورنۍ ته، د ژوند ملګري/ملګرې او دوستانو ته مینه ورکړئ.

د خپل ځان ډېر خیال وساتئ او له نورو سره ښه رویه وکړئ.

الله تعالی چې څوک درکړي، ښه ډېره مینه ورسره وکړئ،یوه ورځ به یې بېرته درڅخه واخلي.

کاپی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟