No-IMG

پر عباسیانو د امویانو فضیلتونه

    عباسي خلیفه المهدي چې دمشق ته ننوت او د دمشق لوی اموي جومات (جامع الأموي) یې ولید خپل کاتب ته یې وویل: بنوأمیة له دریو لاملونو پر موږ مخکې دي:

    لومړی اموي جومات، فکر نه کوم د ځمکې پر مخ به دومره ښایسته جومات وي. دویم د مریانو ښه پالنه. د بنو امیه و زمانه کې خصوصاً په علمي او نظامي ډګرونو کې مریونه خورا لوړو مقامونو ته رسیدلي وو. او دریم په عمر بن عبد العزیز، المهدي وویل: قسم دی که موږ کې تر قیامته د ده په څېر غوره انسان پیدا شي.

    وروسته المهدي بیت المقدس ته ولاړ، هلته یې چې قبة الصخرة (د ډبري ګنبد) ولیدله ویې ویل: دا یې څلورمه، یعني دا پر موږ د بنوامیه و څلورم فضیلت او سبقت ده، ځکه هغه هم مشهور اموي واکمن عبد الملک بن مروان جوړه کړې وه. نهاية الأرب في فنون الأدب - للنويري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟