No-IMG

د شاه مشهد مدرسه

د غوري دورې شاه مشد مدرسه او مسجد د غوريانو د واک يوه غوره او حيرانوونکې وداني وه چي په دې ورستيو [۱۹۷۰ع/۱۳۴۸ل]کي موږ په خبر سو او اوس په بشپړه توګه ړنګېدونکې ده.

د  بادغيس د  بالامرغاب سيند پر غاړه دغه مدرسه چي په لس کاله جوړه سوې وه، [۱۱۸۱ع] د سيمي په کچه د ډيلي او هرات له مدارسو وروسته لويه مدرسه وه. د غټو پخو خښتو جوړه دغه مدرسه د مغولي تاړاک پر مهال ونړول سوه او د غوري دورې يو لوی هنر ئې ولوټه     

د دېوالي کتيبو له دوعاګانو څخه ښکاري چي ښايي د کومي ښځي/ملکې په امر/مشرتوب جوړه سوې وي، او د شاه مشد/مشهد په نامه ښايي له دې امله يادېږي چي ددې دورې يو نامتو نقاش او بنا/استاد [شاه مشد] نومېده.

له هوا داسي ښکاري چی ددې مدرسې به څلور دروازې وې چي پر سربه ئې ستري ګومبتي لرلې، د ښه مرغه ددې يوې دروازې عکس ئې موږ چي د غوري پاچاهانو د هنرمند او دې مدرسې د جوړونکي [ سلطان_غياث_الدين_غوري] ستاينه پکښي ليکل سوې ده، لرو.

په غوري سلطنت کي مدرسو جوړولو ته په سلطنتي کچه [مېرمن ملکې] پراختيا ورکړه او دغه وخت د سيمي په کچه دلته د پراخو تمدني حوزو بنسټونه کښېښول سول.

ياده مدرسه لومړی ځل په ۱۹۱۷ع د [کاسیمیر وګلایزر] په زحمت عکاسي نړۍ ته وړاندي سوه خو دولت پنځوس کاله وروسته عملاً ددې کلا پوښتنه وکړه خو اوس يو مخ د ورانېدو پر خوا روانه ده، ياده سيمه څو کاله د مرکز دولت له لاسه وتلې او طالبان پکښي واکمن دي، ددې تاريخي مدرسې د پاره تر دې وخته هيچا هم د رغولو په اړه فکر نه دئ کړئ!!!.

غياث الدين غوري پر وطن مين، علم پرست او د ملت غمخور سړی وو چي د افغان د سوري ټبر د غور د سیمي پخوانی پاچا او وروسته ئې د غوري ټولواکمني په ټول هند، ایران، تاجکستان، بنگله دېش او نورو سیمو کي رامنځته کړه

. انگرېز لیکوال  مونټ_الفنسټن او کڼو نورو مورخينو دی افغان او پښتون بللی خو د ایران ننني تاریخ لیکونکي دی په جعل د ایران بولي.

د بده مرغه کله چي دغه هنرمند غوریان هند ته ولاړل، بیا نه دوی او نه افغانستان تر ۱۸ پیړۍ ښه ورځ ونه لیده  

مدرسه_شاه مشهد در ولایت  بادغیس از زمان امپراتوری  غوریها...

بر اساس اطلاعات؛ ساختمان این مدرسه در سال (۵۷۱_ ه.ق) در ساحه بیش از ۱۸۰۰ متر مربع، به ابعاد ۴۱ در۴۴ متر، اعمار گردیده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک