No-IMG

غېر متمرکز نظام که د تجزیې سیستماتیکه هڅه

د امریکا د وتلو له هنګامو سره شمال ټلوالې د فرانس او ځینو نورو هیوادونو پر مټ دلته د غېر متمرکز نظام ډوهلونه ودرنګول.

دا خلک په ډېر مهارت د خدماتو او نورو مسایلو په پلمه غواړي واک له واحدې مرکزي نقطې نه ولایتونو ته ولېږدوي او هلته بیا د خپل زر او زور پر مټ اقتدار حاصل او بیا د خپلو بهرنیو هیوادونو او چینلونو پر مټ موجوده ملک الطوایفي ته قانوني چوکاټ برابر او د تجزیې پلان ته عملي بڼه ورکړي.

په ډېر تاسف سره نن مې د ټلوالې دغه غږ د افغان ملت ګوند له یوه ځوان مشر نه هم واورېد او په ډېره مړه خوله یې د غېر متمرکز نظام پلوي لپاره د ځوان نسل ذهنیت چمتو کاوه. ما ورته ولیکل چې تاسې په تېرو شلو کالو کې په فکري لحاط شکست خورده او په سیاسی لحاظ بګېل شوي یاست نو په غېر اګاهانه توګه مو له خولې د ټلوالې او پدرام رنګو فاشستانو داعیې ته د لبیک چیغې خېږي.

دې افغان ملتي مشر زما الفاظ هضم نکړای شو او په بلاک یې ځان خلاص کړ.

ځوانانو تاسې بېداره اوسئ!

دا قام ډېر ستر دی. دا وطن اوس هم زرګونه شاه زلمي لري چې بېرته پدې احمدشاهي ټاټوبي کې د شاه حسین او شاه اشرف رنګو هوتکي ځوانانو پر مټ داسې مرکزي نظام احیا کړي چې یودم به شرق، غرب، شمال او جنوب په یوه فرمان سره غوټه شي.

هېڅ کله اجازه مه ورکوئ چې سیاسي لیډرشیپ ته مو بزن، څوکۍ مار، دبړه مار او فرصت طلبه افراد را مخته شي. د وطن ارمان او ځوان نسل داعیه په اوچته غړۍ، لویه سینه او عقابي دید چلېږي. هو موږ ځپل شوي، ټکول شوي او فقیر یو، خو د بېرته راپورته کېدو او قوي مرکزي نظام احیا لپاره مو ارادې هم اسمانڅکې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟