No-IMG

د مسلمانانو د اته سوه کلن حکومت کولو راز

يوه ورځ قطب الدين ايبک ښکار ته ولاړ، هلته يې په هوسۍ پسې غشى وويشت خو کله چې د ښکار په طرف ورغلو نو هلته يې وليدل چې يو ښايسته ځوان د هغه په غشي لګيدلى دى او په خپلو وينو کې تړپيږي تر دې چې لږ ساعت وروسته هغه ځوان مړ شو ، قطب الدين ايبک ډيررسخت خفه شو د معلوماتو د کولو څخه وروسته ورته معلومه شوه چې نوموړى ځوان د نږدى کلي اوسيدونکى و او د يوې سپين سرى مور وروستۍ هيله او اميد و ، ځوان ځنګل ته د لرګيو او خاشاکو پسې راغلى و ، هغه يې خرڅول او خپله او د خپلې مور خيټه به يې ورباندى ساتله .

قطب الدين ايبک د هغه ځوان جسد راواخيست او د هغه د کور په طرف روان شو ، کله يې چې مور سره ملاو شو او دا يې ورته وويل چې په غلطۍ کې راڅخه ستا زوى په غشي ولګيده او مړ شو نو سپين سرى مور يوه چيغه وکړه ، په زمکه راپريوته او بى هوشه شوه ، وروسته قطب الدين ايبک خپل ځان قاضي او محکمى ته حواله کړ او خپل جرم يې ورته ووايه او هم يې ورته د پريکړى کولو پوره ازادي ورکړه .

قاضي مقدمه پيل کړه او هغه سپين سرې مور يې عدالت ته راوغوښته او ورته يې وويل:

کومه سزا چې تاسې وایاست همغه ډول سزا به مجرم ته ورکول کيږي؛ سپين سري مور وويل: بيا به داسي بادشاه چيرته پيدا شي چې په خپله بادشاهۍ کې په خپل ځان مقدمه وچلوي، نوموړي زما زوى قصداً نه دى وژلى، له نن څخه وروسته قطب الدين زما زوى دى او ما ورته د خپل زوى وينه وبښله.

قاضي هم قطب الدين بري کړ او ورته يې وويل : که چيرته مو په عدالت کې معمولي د خپل بادشاهت څه زور او يا اثر ښکاره کړى و نو بيا مې بوډۍ ته نه حواله کولې بلکې خپله مې درته سزا درکوله، په دې خبره باندي قطب الدين خپل خنجر راوويست او قاضى ته يې وښوده او ورته يې وويل: زما دي په خداىﷻ  قسم وي چې که چيرته تا زما سره د يو مجرم په څير معامله نه وای کړې او زما د پاچایې خيال مو ساتلى وى نو همدا خنجر مې درته په خيټه کې خښولو او وژلې مي، همدې ته د بادشاهۍ اصل ويل کيږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟