No-IMG

د غرب اسلام ضد قضاوتونه او د بېلارو سیکولارو منافقتونه

عبد الناصر شفیق

 

د اندلس له سقوط وروسته کفارو په سلګونو جوماتونه په کليساګانو بدل کړل، چې له هغې جملې څخه دا څو لوي تاریخي جوماتونه هم دي؛ هغه چې داسلامي خلافت د تمدن او پرمختګ او د مسلمانانو د تير برم لویې نښې نښانې وې.

۱: د قرطبې تاريخي جومات يې د (سيدة الانتقال) په کليسا بدل کړ.

( د کاتوليکي کلیسا والا په دې عقيده دي چې ګواکي مريم عليها السلام اسمان ته منتقل شوې او هلته ژوند کوي، نو له همدې لامله ورته سيدة الانتقال وايې)

۲: دغرناطې لوی تاريخي جومات ۔قصر الحمراء يې په (سانتا ماريا) کليسا بدل کړ.

۳: د قاسم بادشاه جامع جومات يې د (سانټ ميخايل) په کليسا بدل کړ.

۴: د ابن عديس لوۍ جومات يې د (سلوادور) په کليسا یدل کړ.

۵: مسجد المرابطين يې د (خان خوسيه) په کليسا بدل کړ.

۵: د اشپيليا لوۍ تاريخي جومات يې د (ماريا) په کليسا بدل کړ.

دغه جوماتونه چې کله په کليسا ګانو بدل شوي، پکې په زرګونو مسلمانان دې وحشي ځناورو په ډېر ظلم او وحشت سره شهيدان کړي هم دي.

انځورونو کې تاسو د هغه کلیسا کشیش یوه مجسمه انځور هم ګورۍ؛ چې په یوه کلیسا کې يې د مسلمانو د یوه تن سر پریکړی په لاس کې نیولی او د بل سر يې د پښو لاندې کړیدی؛ د دغه فارس په نوم خبیث کشیش انځور په اروپا کې یوه مجسمه ګرځولی شوي او هم د مسلمانانو له ککریو جوړ شوې ودانۍ هم ګورۍ؛ چې څومره د مسلمانانو ککريو او د پښو او لاسونو هډوکو نه ودانۍ جوړي کړي دي؟!

خو تر اوسه کوم له خپل پلار او نیکه بیلارې سیکولار پرې کومه نیوکه کړي او نه د یونسکو غدارانو او نه تش په نامه د بشر حقونو ټيکه دارانو !!

په دې ټولو تاریخي مظالمو يې نړۍ چپ ده، هېڅ نه وايې؛ نه کله امریکايې پادري او نه کوم اروپايې پادري وویل چې: ظلم شوی دی .

خو هغه جومات چې کردي مجاهد محمد الفاتح و د قسطنطنيې له فتحې وروسته د عیسائیانو سره پرېښی ؤ، مګر بیا يې وروسته له عيسايانو په خپل شخصي مال اخستی ؤ، چې لاندې يې د اخستلو سند کتلی شۍ.

مګر دوخت فرعون اتاتورک د اسلامي خلافت له ړنګولو وروسته په ۱۹۳۴م کال د موزيم ګرځولی و؛ نن هغه موزيم بېرته د الفاتح پيرو واکمن رجب طیب اردوګان د ترکيې هیواد د سترې محکمې د پریکړې وروسته رسما په جومات بدل کړ؛ چې پرون پکې اذان وشو. او د جولايې د روانې میاشت په ۲۴ مه به د خیره سره پکې د لومړي ځل لپاره د جمعې لمونځ وشي، نو ټولې دنيا خوله بېرته کړې او وايي چې دا ظلم دی.

له ټولو عجیبه داده چې سیکولارو بیلارو هم خپله اسلام دښمني وښوده او ځیني سعودي مشربه تش په نامه سلفیانو زړه هم پرې چاودلی دی.

ځیني ناپوهه بیا د اردوغان دغه تاریخي نیک عمل باندې خوښۍ څرګندولو ته هم زړه چوي او ورڅخه کله د راشدینو خلیفه ګانو هیلې کوي او وايې چې د سیاحت ځایونه ولې نه بندوي؟!

دومره هم عقل نه لري؛ چې دا هم د سیاحت يو ځای ؤ ، تیرکال يې د ګیزې پارک، چې د سیاحت یو ځای ؤ، ختم کړ او سوداګریز مرکز يې کړ او په کراره يې اتیا کاله د بی دینۍ طوفان وهلې ترکیه د اسلامپالنې خواته روانه کړیده؛ نني کار باندې هم ګورۍ چې لویديځ او امریکا څومره چيغې وهي!

نو ای بی انصافه مسلمانه ! ته هم د لویديخې نړۍ په څير طعنې ورکوي؟!

ته دې هم کومه کارنامه وښایه چې د اسلام لپاره دې تاریخ کې کړي وي ! ای ناخلفه سلفی او د خلافت تش په نوم ټيکه داره !

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟