No-IMG

حزب اسلامي د دوهم ځل لپاره بيا تاريخي لاريون تر سره کړ


حزب اسلامي د دوهم ځل لپاره هم نن دهیواد زړه کابل کې یو ستر پرامنه صلحه ایزمنظم لاریون نن ترسره کړ!

دغه لاریونچې زرګونه هیوادوالوپکې ګدون کړی وه  د تیر لاریون چې د حزب اسلامی او افغان دولت ترمنځ د معاهد ې د نه پلې کولو د تطبیق اوهم د روانې صلحې د تائید او د ټولو حزبي او نورو بندیانو د خلاصون په موخه وه په تعقیب ترسره شو.

دلاریون یوه خوبي داهم وه چې هیڅ افغان ته پکې دیوې ذرې په اندزاه تکلیف ونه رسیده،ان داچې دضد غب پولیسو پکې قراردمه اوله لیري ننداره کوله اوهیڅ ډول احراج یې نه احساساوه چې لومړی دالله په فل اوبیا دحزب د رضا کارو ځوانانو له برکته وه چې لاریون باید مثالي وي او وه هم الحمدلله .

دغه لاریون اداخل اوبهرته  د هغه حزب صلحه یزپیغام ورکړ چې څو لسیزې د روسانواوهم نورو پرخلاف په کلکه جنګید لي وه چې ان دامهال ځینو دا ډول وانګیرله چې ګواکي حزب اسلا مي وروسته له دې به د عدم تشدد (غیرمسلحانه) مبارزې لاره خپلوي او په دا ډول لاریو نونو سره به خپلو مطالبواوغوښتنوته لاس رسۍ پیداکوی چې رښتیا هم ډېروخت نیسي اوهم دا ثابتوی چې د و ی(حزبیان) په جنګ نه بلکې یواځي په صلحه ایزو لاریونونو باور لري ددوی دا اند د قدر وړ دی ولي دوی ته دې وویل شي چې حزب اسلامي صلحه ایزلاریونونه د همدی لپاره کوي چې الله مکړه یوځل بیا د وسلې اخستو استعمال ته اړ نشي او پرهغه صلحه چې یې له دولت سره کړي بیرته پښیمان او ددارالامان پرځای دپخوا په شان د کنړ، لغمان،تګاب  اونورستان لاره غوره نکړي.

نو! دا اوس په افغان چاروا کو پوري اړه لري چې هغوی د حزب دغه او هغه تیر صلحه ایز لاریون ته چې برحقې اوعدلې غوښتنې لري مثبت ځواب وایې او که نه؟ اویاداچې دتیر په شان بیا هم  چارواکي د خونسردی او بې تفاوتۍ څخه کار اخلي د کوم په وجهه چې شاید حزب له دولت سره پخپلو کړنو(معاهدو)  په نیژدي راتلونکي کې یوسل اتیا درجې تغیر راولي.

څنګه چې حکمتیار صاحب اشاره وکړه چې تردې وروسته به حزب د هیواد ښارونو څخه بهر اطرافي سیمو کې مسلحانه ناستې او یوډول مسلحانه مظاهرې هم ترسره کړي ترڅو دولت مردان پوه شي او په خپلو سترګوووینی چې حز ب اسلا مي اوس هم د پخوا په شان څومره مسلح جنګیالي اوولسي پراخ ملت شموله ملاتړله ځانه سره لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟