
د ویاړ زرغون انقلاب
د ویاړ زرغون انقلاب
د تصویرو په ژبه
له بېلابېلو زاویو
***
وطنه ژغوري به دې
د استعمار له چنګه
د جهالت له تیارو
د استبداد له لاسو
***
دا د اورونو لوبه
او دا د وینو بهیر
بیا د يو بل انقلاب شور غواړي
د ایمان زور غواړي
***
دا جنتي خاوره يو بل اوښتون
یو انقلاب غواړي
داسې زرغون انقلاب
لکه د نن په شانتي
او د پرون په څیر