No-IMG

مشروع او غیر مشروع استعاذه

استعاذه نه یواځي دقرآنکریم دتلاوت لپاره دی بلکه دهر شراو زورونکي حالته چې په دنیوي او یا اخروي امورو کې بنده ورسره دمخکیدو ویره ولري الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل دي.

الله سبحانه وتعالی سپارښتنه کوي چې دشیطان له شره پناه وغواړئ.

قال الله تبارک وتعالی:  وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( الاعراف: ۲۰۰

ژباړه: او که دشیطان کومه وسوسه دي وسوسه کړي نو الله ته پناه یوسه، بې شکه چي هغه ښه پوه اوریدونکی دی.

قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النّٰاسِ:ووایه پناه وړم پروردګار دخلکو(ټولو مخلوقاتو ) ته. (الناس: ۱)

قال الله تبارک وتعالی:وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰاتِ الشَّيٰاطِينِ.   ژباړه: او و وایه: اې زما ربه! د شیطانانو(انسي اوجني شیاطینو)  له وسوسو پناه در وړم . (مؤمنون: ۹۷)

 

نامشروع استعاذه

پرته له الله سبحانه وتعالي نه له بل هر مخلوقه حقیقي پناه غوښتل ناروا، ګمراهي او تباهي دی.

لکه دنوح (علیه السلام) زوی چې دپلار غوښتنه رده کړه وویل زه غره ته پناه وړم...

قال الله تبارک وتعالی: قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ ...( هود: ۴۳)

ژباړه:وئې ویل: کوم غره ته به پناه یوسم چي له اوبو مي وساتي...

همدا راز قرآنکریم موږ ته خبر راکوي،چې انسان (دا مکرم مخلوق) له پیریانو پناه غوښته.

قال الله تبا رک وتعالی: واَنَّهُ کانَ رِجالٌ مِنَ الاِنسِ یَعوذونَ بِرِجال مِنَ‌الجِنِّ فَزادوهُم رَهَقا.(الجن: ۶)

ژباړه:او داچي دانسانانو ځینو کسانو به دپیریانو ځینو وګړو ته پناه وړه او د دوی سر کښي به ئې ور زیاتوله.

اوس دور چې په اصطلاح پرمخ تللی دور بلل کیږي ، دپرمختللوهیوادونو استخباراتي شبکې اوس هم د شیاطینو له شیطاني کړنو استفاده کوي.

 په تیر دور کې په جهر او مستقیمه توګه دپناه وړلواعلان کیده، اوس دا پروسه دشیطاني شبکو له لوري په پټه توګه ترسره کیږي.

روى ابن جريرعن ابن عباس، قوله: (وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الإنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ ) قال: كان رجال من الإنس يبيت أحدهم بالوادي في الجاهلية فيقول: أعوذ بعزيز هذا الوادي.(تفسير جامع البيان في تفسير القرآن:طبري او...)

ژباړه:عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) د دې مبارک آیت تلاوته وروسته وفرمایل:(دجهالت په دورکې) به انسانان چې کومې درې کې شپه تیرول غوښتل،ویل ئې: پناه وړم عزیز(مشر، حاکم) د دې درې ته.

دقاسمي تفسیر په روایتونو...

وقال الربيع بن أنس : كانوا يقولون: فلان من الجن رب هذا الوادي، فكان أحدهم إذا دخل الوادي يعوذ برب الوادي من دون الله.

وقال ابن زيد : كان الرجل في الجاهلية إذا نزل بواد قبل الإسلام قال: إني أعوذ بكبير هذا الوادي.

 فلما جاء الإسلام، عاذوا بالله وتركوهم.

دجاهلیت په دور کې کومه قافله دسفر په دوران کې له کومې دشتې یادري تیریدل او یا ئې اقامت کوو، دقافلي یو تن به په لوړ اواز غږ کوو چې د دې سیمي سردار او سالارته د دې سیمي له ناپوهانو نه پناه ور وړو.

د دوی عقیده دا وه چې په کندو او درو کې دپیریانو بیلا بیلې ډلې تسلط لري، او هره ډله ئې ځانته مشر او سالار لري او له دې سره سره په دې ډلو کې  ناپوه اوضرر رسونکي هم شته، نو په همدې اساس ئې دهغه سیمي له مشر او سردار نه د حفاظت غوښتنه کوله.

وصیله دپناه

یوه وصیله دپناه دی او بل حقیقي پناه ورکول، وصیله هر څه ته کیدی شي، دبیلګې په توګه باران او طوفان دی یو ې خونې، سوړې او یا هر ځای چې ورته خوندي ښکاره شي پناه وړي، دا د بنده هڅه ده خو ساتل او حفاظت حقیقي دالله سبحانه وتعالی له لوري دی، کنه همدا خونه او ټوله ودانۍ چې یو بنده پکي د مرګ له ویري پناه اخستي وي په زلزله او طوفان کې له یوي مخې په نسکوریدو خپله دمرګ سبب وګرځي.

که الله سبحانه وتعالی وغواړي چاته حفاظت ورکړي په همداسي یوې پیښي کې هم محفوظ  ئې ساتي یوه ورځ نه بلکې په میاشتو او کلونو.

دبیلګې په توګه اصحاب کهف واقعه، او همدا زمونږ په دور کې په تر کیه کې یو ماشوم د زلزلي ځپلو ودانیو په یو کنډر کې چې هیڅ ګمان نه کیده څوک پکي ژوندی پاتي وي پس له څو ورځو صحي سلامت وویستل شو، همداسي واقعه (۲۰۰۵) کې دپاکستان په کشمیر اوشمالي سیمو، بالا کوټ، مانسهره کي زلزلې له سلو زرو زیات خلک متاثره کړل، په غالب ګمان یو تن وروسته له دوه اویا ورځو ژوندی وویستل شو.

دا او داسي نورې پیښي په تیرو وختونو او حال کې پیښ شوي اوممکن پیښیدونکي وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟