No-IMG

د ختم نبوت عقیده

     مولانا شمس الحق افغاني رحمه الله نه یوه قادیاني قاضي پوښتنه وکړه چې نبوت څه شی دی؟ هغه ورته وویل: نبوت هغه ستر مقام دی چې د الله چا ته خوښه شي ورکوي یې، قادیاني ورته وویل چې مولانا کله چې نبوت دومره غوره شی او لوړ مقام دی نو دا باید او عام کړل شي.

     په دې سره مولانا افغاني رحمه الله له جیب نه د سلو روپیو نوټ ورته راوایست  او ویې ویل چې دا نوټ څنګه شی دی؟! هغه مهال سل روپۍ خورا لوی مبلغ و، نو قادیاني ورته وویل: مولانا دا زیات شی او لوی مبلغ ده. مولانا افغاني ورته وویل چې دا لوی او غوره شی دی نو راځه چې عام یې کړو، زه به هم یوه ټاپه تیاره کړم، جعلي نوټونه به جوړوم او عام به یې کړم.

     قادیاني قاضي وویل: که ته دا کار وکړې نو مجرم به وپېژندل شې او د سزا وړ به وګرځې. د دې کار وړتیا خو یواځې حکومت لري، بل هیڅوک نه شي کولی دا کار وکړي. مولانا افغاني رحمه الله ورته وویل: سمه ده، نو په دې هم پوه شه چې نبوت غوره شی دی او د یو چا نبي کولو وړتیا هم یواځې له الله تعالی سره ده، د هغه چې هر چا ته خوښه شي نبوت ورکوي. اوس چې تاسو قادیانانو پخپله یو کس نبي کړی نو دا مو د جعل جرم کړی دی، ځکه تاسو د الله په نزد مجرمان یئ.

     زموږ اهل سنت والجماعت عقیده ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی اخیري رسول او استازی دی، له ده وروسته د الله بل استازی نشته، که هر څوک ځان د الله رسول او استازی بولي چټي غږیږي او غټ دروغژن دی. مرزا غلام محمد قادیانی هم غټ دروغژن او چټي سوړن و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟