No-IMG

اسلامي نهضت ۵۲ کلن شو!

بسم  الله الرحمن الرحيم

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (سورة احزاب ۲۳)

 د افغانســــتان اسلامي نهضت د ۵۲ کلیزې د رارسېدو په مناسبت د افغانستان ټول مجاهد او سرلوړي ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایو، شهیدپال رب دې زموږ د اسلامي نهضت د ارمانجنو شهیدانو او لارویانو سپېڅلي آرمانونه ترسره کړي. له دغه فرصت څخه په استفادې خپل مسلمان او مجاهد ملت ته د نهضت د تأسیس د څرنګوالي په اړه څو عرائض لرو:

د افغانستان اسلامي نهضت د ۱۳۴۸ هجري لمریز کال، حمل د میاشتې په ۱۴ نېټه په کابل پوهنتون کې د حقپال رب د نصرت او د یو شمېر مؤمنو او مبارزو ځوانانو په لاس د اسلامي نظام د حاکمیت او اسلامي ارزښتونو د دفاع په هدف د نړیوال کفري ښکېلاک اوخونړي کمونیزم په وړاندې د مبارزې لپاره تأسیس شو.

له کمې مودې وروسته دغه ځوان نهضت د خپلو سرښندونکو او متعهدو غړو د قربانیو او ایثار په نتیجه کې د نړیوال کفري ښکېلاک او کمونیزم د تېز طوفان په وړاندې د دفاع په نه ماتېدونکي سنګر بدل شو، او د ټولو نړیوالو پر مخ په عام ډول او افغانانو پر مخ ئې په خاص ډول د تاریخ یوه نوې او نه هېرېدونکي پاڼه پرانیستله او د الحاد استعماري نقشه یې بدله کړه.

رب العلمین خپله معجزه د دغو با ایمانو ځوانانو په ذریعه ټولو ته وښوده اود وخت فرعوني سوسیالستي استکبار ئې د دوی په مبارکو او ځواکمنو لاسونو د نړۍ له نقشې محوه کړ، برسېره پر دې د افغانستان اسلامي نهضت چې د مسلمانو محصلینو او ځوانانو په ذریعه تأسیس شوی وو د اسلامي امت د ځوانانو لپاره د آزادۍ په زانګو او مکتب بدل شو او دا دئ اوس د لوی رب په فضل او عنایت سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي امت همدا شازلمیان امت ته د آزادۍ د روڼ سبا د راختو زیری ورکوي.

له شک پرته د اسلامي امت د ویښتابه د آذان ویاړ د افغانستان اسلامي نهضت په برخه دئ، هغه نهضت چې بنسټ ئې د اعلای کلمة الله او دیني ارزښتونو د دفاع په خاطر کېښودل شو.

د افغانستان اسلامي نهضت مؤسسین:

د افغانستان اسلامي نهضت له تأسیس څخه وړاندې د هغه وخت مسلمانو ځوانانو هیله درلوده او هڅه ئې کوله چې د کمونیزم او نړیوال کفري ښکېلاک په وړاندې یو منظم اسلامي بهیر رامنځته کړي چې په دغه بهیر کې خپل اسلامي مسؤلیتونه په لاښه توګه ترسره کړي.

دغه انګېزه باعث شوه چي د (جوانان مسلمان) یو شمېر مخکښان د اسلامي نهضت د تأسیس په اړه اقدام وکړي.

د افغانستان اسلامي نهضت د تأسیس لپاره د دوی لومړنی اقدام په کابل پوهنتون کې د انجنیر ګلبدین حکمتیار (حفظه الله) په ابتکار ۱۲ کسیزه شوری وه، چي د دغې اجتماع په نتیجه کې د افغانستان اسلامي نهضت تأسیس شو.

هغه اتلان او د الله د لارې رښتوني لارویان چي په دغې شوری کې ئې ګډون درلود او د افغانستان اسلامي نهضت د تأسیس ویاړ ئې په برخه دئ، دا دي:

۱- شهید استاد عبدالرحیم نیازی

۲- شهید انجنیر سیف الدین نصرتیار

۳- شهید مولوي حبیب الرحمن

۴- شهید استاذ عبدالقادر توانا

۵- شهید استاد غلام رباني عطیش

۶- شهید استاذ سید عبدالرحمن

۷- شهید انجنیر حبیب الرحمن

۸- شهید استاذ ګل محمد خان

۹- شهید ډاکتر محمد عمر

۱۰- شهید استاذ عبدالحبیب حنانی

۱۱- شهید استاذ خواجه محفوظ منصور

۱۲- انجنیر ګلبدین حکمتیار (حفظه الله)

د افغانستان اسلامي نهضت رهبري:

شهید استاذ عبدالرحیم نیازی د افغانستان اسلامي نهضت لومړنی رهبر وو، دی د مبارزې په ډګر کې د وړتیا، دیني او فکري پوهي، تقوی او ټینګ عزم لرلو له مخې د اسلامي نهضت د مشرۍ لپاره انتخاب شو، د استاذ له شهادت څخه وروسته دغه لویه خلا د انجنیر حبیب الرحمن په څېر د یوه رشیداو هدفمند ځوان، متقي او نه ستړيکېدونکي مبارز په ذریعه ډکه شوه او د نهضت د رهبرۍ دروند بار د ده پر اوږو کېښودل شو.

د جلاد داود د کمونستي نظام له لوري د انجنیر حبیب الرحمن له شهادت وروسته دغه ستر مسؤلیت مجاهد او مبارز ورور انجنیر ګلبدین حکمتیار (حفظه الله) ته وسپارل شو چي تر اوسه ئې دغه دروند مسؤلیت په پوره مېړانې او استقامت سره حمل کړی.

په پای کې بېځایه نه ده د افغانستان له مؤمنو ځوانانو او محصلینو وغواړو چي د نړۍ په اوسنیو حساسو شرائطو کي د تېر په شان ټاکونکی رول ولوبوي، هیله مند یو چي دوی نه یوازي د خپل هېواد د ستونزو په حلولو کي اقدام وکړي، بلکي د تېر په شان له مظلومیت او محکومیت څخه د اسلامي امت د خلاصون په لار کي خپل مؤثریت او کفایت ثابت کړي.

څرنګه چي له سوسیالستي وحشي ښامار څخه د نړۍ د خلاصون ویاړ ئې په برخه شو، پکار ده چي دغه مېړنی نسل یو ځل بیا د طاغوتیانو له شر څخه د خپل هېواد، اسلامي امت او حتی ټول بشریت د خلاصون ناجي شي.

نوټ: دا متن مو تقریبا له نن څخه پوره څلور کاله وړاندې د محصلینو اسلامي ټولنې له ټولنیزو پاڼو په نشر رسولي نن یو ځل بیا غواړو ستاسو تنده پرې ماته کړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟