No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏رئیس جمهور غنی: ما خواهان صلح عادلانه و پایدار در کشور هستیم. جامعه بین المللی باید ضمانت های لازم را بخاطر تامین صلح پایدار و ختم جنگ در افغانستان بدهد.

: ‏سرچینې: زلمی خلیلزاد درې ورځې وړاندې په پټ سفر کابل ته راغلی وه او یوازې یې له ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله سره کتلي.

: ‏د ملي امنیت ریاست وایي، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې پر کابل د حقاني شبکې د سترو بریدونو او د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر د برید طراح نیول شوی دی.

یاد ریاست د نیول شوي تن نوم عبیدالله یادوي او زیاتوي چې نوموړی د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې نیول شوی دی.

: ‏د سرچینو په وینا، د ننګرهار د ګمرک رییس او دوه مرسیتالان یي د فساد په تور له دندو ګوښه شوي دي.

د ګمرک یاد مسولین داسې مهال له دندو ګوښه کیږي چې د ماليې سرپرست وزير محمد خالد پاینده ننګرهار ته په سفر تللی او هلته یې له ولایتي چارواکو سره لیدلي.

‏ځايي چارواکو تراوسه د ګمرک د ګوښه شوو مسولینو په اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د هرات اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له امله زیانمنو شویو موټر چلوونکو د دریمې ورځې لپاره هم د هرات-اسلام کلا او هرات-تور غونډۍ لاره تړلې وه.

دوی وايي، حکومت ورسره ژمنه کړې چې تر څېړنو وروسته به یې زیانونه ورکوي، خو تراوسه حکومت خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

‏دهرات والي وايي، د موټر چلوونکو  غوښتنې یې له مرکزي حکومت سره شریکې کړي دي.

: ‏د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات: هیڅکله به د پولیسو په لیکو کې هغو اشخاصو ته د شتون اجازه ور نه‌کړو چې د پولیسو له نوم او لباس څخه ناوړه ګټه اخلي، ځکه د پولیسو یونیفورم د باور او سکون نښه ده، نه د ډار او وحشت.

‏هغه وايي، د ذاکر په نوم هغه کس نیول شوی او قانوني چلند به ورسره وشي، چا چې نن سهار په طورخم کې یو مسافر سره ناوړه چلند کړی و.

: ‏کابل ښار کې د نامسووله وسله وال علي پور خلاف لاریون وشو.

د کابل ښار سلګونه اوسېدونکو د نامسووله وسله وال علي پور خلاف لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې علي پور ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

‏د علي پور وسله والو څو اونۍ وړاندې د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه چورلکه رانسکوره کړې وه چې څلور پیلوټان او پنځه ځانګړي ځواکونه پکې وژل شوي وو.

: ‏د ولسي جرګې غړي: حکومت دې د سرپرستانو لړۍ پای ته ورسوي او ژر تر ژره دې پارلمان ته نوي نوماند وزیران معرفي کړي.

: ‏کابل نیوز ته رسیدلي معلومات ښیي چې پاکستان د کابل په غوښتنه په سویس کې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ د مجلس زمینه برابره کړې ده.

معلومات ښيي، چې د کابل په غوښتنه په دغه جوړ شوي مجلس کې د افغان دولت او طالبانو ځینو استازو برخه اخستې وه.

‏خو ویل کیږي چې په دې مجلس کې د طالبانو له خوا راغلي استازي له قطر دفتر سره تړاو نلري.

تر اوسه ددې مجلس جزئیات نه دي شریک شوي خو دا لومړی ځل دی چې د ترکیې برخلیک ټاکونکې ناستې په درشل کې د افغان دولت او طالبانو استازي په  یو بهرني هیواد کې پټه ناسته کوي.

‏کابل نیوز  په دې تړاو له ولسمشرۍ ماڼۍ سره تماس ونیو خو هغوي په دې تړاو د خبرو کولو مسوولیت د بهرنیو چارو وزارت کار وباله او په دې اړه له مکررو تماسونو سره سره د بهرنیو چارو وزارت او طالبانو په نظر اخیستلو بریالي نه شو.

: ‏کندهار کي د خرقې مبارکې پر ودانۍ دوه هاوانونه لګېدلي،خو زیان نه لري.

کندهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، دوه هاوانونه توغول شوي چې یو یې د خرقې مبارکې په صحن او بل پر یوه ونه لګېدلی چې زیان نه لري

امنیتي چارواکي وايي، په دې اړه پلټنې کوي.

: ‏پارلمان: حکومت د بودیجې په سند کې ژمنه شوې پروژې نه عملي کوي.

:‏رییس جمهور غنی پس از چاشت امروز در نشستی با بزرگان و عالمان دین گفت که "ادامه جنگ و خونریزی برای مردم قابل قبول نیست."

در خبرنامه ریاست جمهوری آمده است که آقای غنی در این نشست گفت که مردم افغانستان خواهان صلح عادلانه و پایدار در کشور استند.

: د ملي روغې جوړې عالي شورا یو چارواکی وايي چې د دغې شورا مشرتابه کمېټه د سولې په هکله د هغو طرحو پر ارزونې بوخته ده. چې د حکومت او سیاسي ګوندونو له خوا دغې شورا ته استول شوې دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي د ولسمشر غني د طرحې په ګډون ورته له بېلابېلو ادرسونو د سولې ۲۵ جلا جلا طرحې رسېدلي او دوی یې له منځه د یوې واحدې طرحې په چمتو کولو کار کوي.

ښاغلی خوځون وايي:«کوښښ کېږي چې د ترکیې غونډې ته یوه واحده طرحه چمتو شي او د لیدلورو د نږدېوالي لپاره کار وشي

: ‏تېره یوه شپه او ورځ کې ټول هېواد کې د کورونا ۶۲مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

: ‏د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د ملي پوځ څلور سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې دوه سرتېري نادرکه شوي دي او څلور تنه هم اسیر شوي دي.

د هرات والي وايي چې په دغې پېښه کې اته تنه طالبان هم وژل شوي دي.

: ‏امنیتي سرچینې وايي د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې موتر بم چاودنې دوه سرتېري وژلي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال د لښکرګاه - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د وزیر مانده پوستې سقوط کړی دی او د ملي پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي.

: ‏در حمله افراد مسلح ناشناس در  کندهار دو تن از نیروهای پولیس، جان باختند.

منابع امنیتی می‌گویند که این رویداد نزدیک به چاشت امروز در حوزه اول امنیتی شهر کندهار رخ داد.

: ‏خالقداد اکبری، عضو شورای ولایتی غزنی می‌گوید که در درگیری شب گذشته میان نیروهای دولتی و طالبان در ولسوالی جغتو این ولایت، یک تن از نیروهای امنیتی جان باخت و پنج تن دیگر، زخم برداشته‌اند.

او افزود دراین درگیری‌ به طالبان نیز تلفات وارد شده‌است.

: ‏د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شمالي وزیرستان د غلام خان بندر لاره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، په لومړي ځل له دغې لارې څخه د افغانستان لخوا په سوداګریزو توکو بار موټرونه میرانشا ته رسېدلي دي.

: ‏د بدخشان د شورابک بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وایي چې د شورابک بند رغنیزې چارې بشپړې شوې دي او دغه بند به ډېر ژر د ولسمشر غني له لوري پرانیستل شي.

: نشست کابینه دولت ترکیه به ریاست رجب طیب اردوغان٬ رئیس‌جمهور کشور در مجتمع بش‌تپه آنکارا به پایان رسید.

این نشست 2 ساعت و 10 دقیقه به طول انجامید.

اردوغان تا لحظاتی دیگر طی کنفرانس مطبوعاتی به تشریح محورهای اصلی نشست امروز خواهد پرداخت.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه پس از نشست کابینه دولت اظهار داشت: وظیفه 104 نفر از دریاداران بازنشسته انتشار بیانیه‌ای درباره بحث سیاسی با محتوای کودتا نیست

اردوغان در رابطه بیانیه برخی دریاسالاران بازنشسته: اقدامی که در وقت نیمه شب انجام گرفته، مطمئنا در راستای اهداف شوم به انجام رسیده است.

  ماموران دولتی از حق اقدام به چنین کار دسته جمعی برخوردار نیستند.

 (بیانیه دریاداران بازنشسته) به این نمی‌توان آزادی بیان گفت. آزادی بیان شامل جملاتی که دولت منتخب را با کودتا تهدید می‌کند، نمی‌شود.

 تمامی حملات به دموکراسی ترکیه، پس از صدور چنین بیانیه‌هایی رخ داده است

 بیانیه انتشار یافته را مورد بررسی قرار داده و در این زمینه تدابیر لازم را قاطعانه انجام خواهیم داد.

 به همراه ملت‌مان، سزای لازم را به کسانی که جرات کردند ملت و دولت منتخب را تهدید کنند، خواهیم داد.

 هم‌اکنون تلاش و قصدی برای خروج از پیمان مونترو نداریم

 اما اگر این نیاز در آینده پیش بیاید، از بازبینی هیچ قراردادی در راه پیشرفت کشورمان دریغ نمی‌کنیم.

: ‏د سټارز انډ سټرایپس په نامه امریکایي ورځپاڼې ویلي چې واشنګټن غواړي خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي او له همدې امله امریکا پر ولسمشر غني فشار راوړی دی څو هر څه ژر له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.

: ‏یورواېشیا رېویو خپرونه وایي چې افغان جګړې په امریکا کې خپل محبوبیت بایللی دی او ډېری امریکایان په دې باور دي چې دغه جګړه بې مانا او له بې ځایه لګښتونو پرته بله هیڅ ګټه نه لري. سرچینه کاږي چې د بایډن اداره هم نه غواړي په افغانستان کې خپلې بې مانا او بې پایه جګړې ته دوام ورکړي.

: ‏په اندونیزیا کې د سیلابونو او ځمک‌ښویېدنې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی دی. د راپورونو له مخې د اندونیزیا او شرقي تیمور په ډېرو برخو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي.

: ‏د اوبو او هوا په برخه کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي جان کري له سي ان بي سي شبکې سره په مرکه کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د ځینې نا حل شویو مسائلو په اړه به امریکا په دغه سیمه کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

: ‏د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین د بیاځل ولسمشر کېدو قانون امضا کړ.

د راپورونو له مخې ولسمشر پوتین د داسې قانون مسوده امضا کړې چې ددې هیواد ولسمشر ته اجازه ورکوي څو راتلونکو دوه نورو دورو کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟