No-IMG

د فدراليزم ډنډوره چيان په خپله په چغه هار شول

وروستيو کې ‏فدراليزم ته ډنډورو زور واخیست.

اوس یې چې فکر وکړ، پوه شول چې فدراليزم کې هم خپله تاواني دي نو اول چیغه په وچ ډاګ کې له هزاره وو را ووته چې فدراليزم کې به موږ له لوږې مړه او تاواني شو.

دا د مخالفت غږ په لومړي ځل هزاره مشر محمد محقق را پورته کړ خو ځوانانو یې بېرته ور رد کړه. اوس ورو ورو وينو چې ځوانان یې هم عواقبو ته په کتو له فدراليزم نه په تېرېدو دي.

کټ مټ بله قضيه کې ورته کار وشو. موده وړاندې تذکره کې د ملي يووالي په پار قوميت حذف او ټولو ته صرف افغان ليکل کېده.

همدې قومي ټیکه دارانو چیغی پیل کړې چې قومي هويت نه محرومیږو.

کله چې د قوم ذکر تذکره کې حتمي شو نو ی د نفوس اصلي بڼه را ووته چې دوی څومره ول او د څومره یې ادعا کړه. نو یې يودم نعرې کړې چې موږ ولې په وړو قومونو ټوټه کېږو؟

نن ورځ اصل ‏خبره د رياستي او فدراليزم نده. اصلي ستونزه د قانون او عدالت نه تطبيق ده.

د کرزي او غني پڅېر ضعیفو مديرانو او امريکايي اشغال له برکته دا نولس کاله پر افغانستان فدراليزم حاکم وو.

مزار کې ابدا عطا، پنجشير ټول عمر پنجشيرانو او هزاره جاتو کې سر تر پايه ټول هزاره او دوستم بيا خپلې د واک جزېرې درلودې.

‏د امريکا له برکته او خاين اقليتي مشرانو په خوښه دا جوړ شوی طلسم له سولې وروسته حتما ماتول غواړي.

افغانستان بايد بېرته د واحد وجود واحده ټوټه شي.

پنجشير کې بايد کندهاری، ننګرهار کې هزاره، سمنګان کې پکتيا وال او لوګر کې مزاری والي کول غواړي.

دا ټول بايد د حاکمې ملک الطوایفي پرځای پر واحد افغانستان، ملي او ديني ارزښتونو کلک ايمان او باور ولري.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟