No-IMG

افغانستان د ليتيم اويورانيوم د کانونو درلودونکي هيواد دي

زلمی زابلي

 

ليتيم د کامپيوتر او مبايل په بطري جوړولو کي استعماليږي اوهم د سيټلايت او سپوږمکيو په ترکيب کي استعماليږي چه د حرارت په مقابل کي مقاومت لري

او د بلي خوا څخه يي وزن ډير کم دي

هرات ، غزني او نيمروز د ليتيم پراخي ذخيري او کانونه لري.

خو يورانيوم د هلمند ، کټواز او بغلان ځینی  سیمی لری .

د هلمند په خان نشين علاقه کي  يورانيوم په ښکاره موجود دي چه حتي په همدغو ساحاتو او سیمو کي د نباتاتو رشد او نمو ډيره آهسته  ده

او همدارنگه د اعصابو د فلج مختليف امراض وجود لري.   

ارزښت او‌ مقدار يي په علمي ډول تر اوسه د روسانو ، انګريزانو او امريکايانو لخوا تخمين سوي خو افغانانو ته يي حقيقي ارقام افشا کړي ندي.

روسانو په خپل وخت کي چه افغانستان اشغال کړي و او غرب په اوسنيو کلونو کي ، تر هغه سرحده چه قدرت يي کار کوي ، د نوموړو کانونو  څخه استفاده کړي.

د مخدره توکو‌ تر څنګ يي د يورانيوم او ليتيم د موادو غلا ته پيل کړي ولي حکومتونو تر اوسه دا شکايت ندي کړي چه د افغانستان سره مالی کومک ايا غرب له خپله جيب او مدرک څخه کوي که يي د حاتم طايي له بودجي نه ؟؟؟؟؟؟؟؟

ځکه په ځو برابره غرب د افغانستان  د کانونو  او مخدره توکو څخه عواید په لاس راوړي.

چه غرب هيڅ وخت په بل هيواد کي دومره عوايد ندي موندلي.

نو بايد د خپلو ملي شتمنيو‌ څخه د سولي په راوستلو کي گټه واخلو او د اشغالکرو سره محاسبه  وشي

اوس وخت ددي راغلي چه افغانان د خپل وطن د سولي او ارامۍ  په منظور لمړی يوه ملي اجماع د قومونو تر منځ جوړه کړي  او دوهم ، همدا حکومت بايد د سولي په خاطر د بهرنیو متجاوزينو  سره  خبري وکړي چه افغانان به تر کومه ستاسو د ملی ګټو قرباني وي ؟؟؟؟؟؟.

 مننه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟