No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: گلبدین حکمتیار رهبر حزب اسلامی افغانستان در گفت‌وگو با خبرنگار آناتولی درباره کنفرانس صلح این کشور که قرار است طی روزهای آتی در استانبول برگزار شود، گفت: ترکیه بهترین گزینه برای میزبانی از کنفرانس صلح افغانستان است. ترکیه کشوری بی‌طرف و مستقل نسبت به تحولات افغانستان است.

وی تصریح کرد: «ترکیه بهترین گزینه برای میزبانی از کنفرانس صلح افغانستان است. دوستی دیرینه ای میان مردم ترکیه و افغانستان برقرار است. نکات مشترک زیادی میان مردم ترکیه و افغانستان وجود دارد.

حکمتیار با اشاره به اینکه آمریکا به دنبال انتقال مکان گفت‌وگوهای صلح افغانستان از دوحه به کشورهای اروپایی بوده است، افزود: با اصرار ما و تاثیری که ترکیه در موضوع صلح افغانستان دارد، استانبول به عنوان محل برگزاری کنفرانس صلح انتخاب شده است.

وی همچنین گفت که بسیاری از مشکلات موجود در افغانستان ریشه در کنفرانس بن که 20 سال پیش برگزار شد، دارد.

رهبر حزب اسلامی افغانستان برخی کشورهای اروپایی را به مداخله در تحولات این کشور متهم کرد و گفت که به همین دلیل برگزاری کنفرانس صلح در کشورهای اروپایی مناسب نبوده است.

:‏نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې په یوې خبرپاڼې کې له افغان حکومته غوښتي: "که چېرې د افغان خبریال یما سیاووش د قتل عاملين نیول شوي وي، نو ژر تر ژره دې اسناد وړاندې کړي."

‏په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وړاندې هم حکومت د سیاووش د قتل د عامل نیولو ادعا کړې وه او د سیاووش کورنۍ دغه نیونې دروغ ګڼي.

وړاندې تر دې، د ولسمشر لومړي مرستيال د خبریال یما سیاووش د قتل په تړاو د ۱۱ کسيزې ډلې د نیولو خبر ورکړی وو.

: ‏د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله افغانستان کې د اروپايي ټولنې له مرستیال آرنوټ پاول سره ترکیه کې د افغان سولې اړوند جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړي دي.

: ‏‏نن سهار څلور نورې د هاوان مرمۍ د کندهار ولایت مقام ته نژدې او د عبدالرازق له قبر سره نږدې لګېدلې وې.

وسله والو طالبانو د دې بریدونو مسولیت منلی او وايي چي دا بریدونه يې په ارغنداب ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو د هوايي بریدونو  په غبرګون کې کړي.

: ‏د سیمې خلک: د ښاروالۍ بس چې تازه یې پر فعالبت پیل کړی، د دولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له کنټرول وتلی او د عامو خلکو موټرونه یې وهلي دي.

خلک وايي، پېښه کې څو تنه سطحي ټپیان شوي هم دي.

: ‏طالبانو د سولې لپاره د ولسمشر له طرحې سره مخالفت ښودلی.

طالبانو د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غني له طرحې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د دوحې تړون عملي کول افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره غوره انتخاب دی.

‏قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، که د دوحې هوکړه په بشپړ ډول عملي شي، افغانان به ژر سولې ته ورسېږي.

نعیم دغه راز خبرداری ورکړی چې که د دوحې له هوکړې سرغړونه کېږي، د هر راز بدو پایلو مسوولیت به د مقابل لوري پر غاړه وي.

: د جلال آباد ښار تالاشي چوک سره نږدې چاودنه شوې.

‏د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزداه سنګر وایي، د پېښې له ځایه روغتون ته ۱۸ ټپیان او دوه جسدونه وروړل شوي.

 سنګر زیاتوي چې وژل شوي دوه تنه ملکیان دي او ټپيانو کې درې پولیس او پاتې ۱۵ کسان ملکي وګړي دي.

: ‏کندهار کې د احمدشاه بابا پرهوایي ډګر۱۱ توغندي لګېدلي دي.

کندهار ولایت کې ځایي سرچینې وایي، نن غرمه مهال د کندهار پر هوایي ډګر ۱۱ توغندي لګېدلي، خو د اوښتو زیانونو په اړه یې معلومات نشته.

طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او د ګڼو مالي او ځاني زیانونه د اړولو ادعا یې کړې.

: ‏اجرای تنخواه‌های ۱۵مقام دولت بدلیل عدم ثبت دارایی‌ به تعویق افتاده‌است.

: ‏تلاش‌های شورای عالی مصالحه برای تعیین آجندای نشست ترکیه.

: ‏رییس اداری ادارۀ احصاییه مرکزی ترور شد.

یک منبع امنیتی می‌گوید که محمداسماعیل سهاک، صبح امروز در مربوطات ساحۀ کوشکک قلعۀ وزیر مربوط ولسوالی پغمان، هنگامی که از خانه به سوی وظیفه در حرکت بود، از سوی افراد ناشناس به قتل رسید.

: ‏له فساد سره د مبارزې کمیسیون ویلي چې په هند کې یو ښوونځي درې زره افغانانو ته د لیسانس،ماسټري او دوکتورا سندونه ورکړي دي.د یاد کمیسیون رییس عبدالقیوم نظامي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په هند کې د ای‌اس‌بي‌ایم په نامه یو ښوونځي ۳زره افغانانو ته جعلي تحصیلي سندونه ورکړي.

: ‏طالبانو د کندهار ولایت پر هوایي ډګر توغندي توغولي دي. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو نن سهار پر کندهار هوایي ډګر توغندویي برید کړی دی. د هغه په خبره، ملګرو یې پر کندهار هوایي ډګر توغندي توغولي دي او په پایله کې یې مقابل لوري ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

: ‏اردوغان: مبارزه با همه‌گیری کرونا را مسئله‌ای فراسیاسی و ملی مرتبط با سلامت 84 میلیون جمعیت کشور می‌دانیم.

: ‏چاووش‌اوغلو وزیر امور خارجه ترکیه: در دوره همه‌گیری #کرونا به 157 کشور و12 سازمان بین‌المللی کمک کردیم.

: ‏په سره سمندرګي کې پرون د ایران پر یوه کښتۍ برید شوی دی. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې کېدای شي دغه برید د اسراییلو لخوا شوی وي. ویل کېږي چې دا پېښه د کښتۍ په سینه پسې د نښلېدلي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

: ‏د ډفېنس پوسټ په نامه خپرونې ویلي چې طالبان به هیڅکله د ولسمشر غني تر وخت مخکې ټاکنو طرحه ونه مني. د دغې خپرونې د راپور له مخې، د ترکیې ناستې ته د ولسمشر غني وړاندېز شوې طرحه درې مهم ټکي لري، چې له طالبانو سره سیاسي جوړجاړي ته رسېدل، د اوربند ټینګښت او تر وخت مخکې ټاکنې دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې امریکا په سیمه کې د ثبات ګډوډولو هڅه کوي خو ټینګار یې کړی دی چې دوی به نور د دغه هېواد پر پاروونکو اقداماتو چوپ پاتې نه شي.

: ‏د هېل خپرونې راپور ورکړی دی چې په سور سمندرګي کې پر یوې ایرانۍ بیړۍ برید شوی دی. یادې خپرونې د نیویارک ټایمز په حواله د یو امریکایي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي،  اسراییل، امریکا ته خبر ورکړی و چې ځواکونو یې سهار اووه بجې پر یوه بېړۍ برید کړی دی.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د افغانستان وضعیت د خرابۍ پر لور روان دی.هغه زیاته کړې چې دوی په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښمن دي.لاوروف څرګنده کړې چې له روان بحرانه د افغانستان د وتو یوازینۍ لار خبرې دي او دوی ښکېل اړخونه رغنده خبرو اترو ته رابولي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې بایډن غواړي افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي. د یاد وزارت ویاند نیډ پرایس یو خبري کنفرانس ته ویلي، افغان جګړه نظامي حل لاره نه لري او په خبره یې، بایډن په دې هڅه کې دی چې افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تړون ته د بېرته ستنېدو لار د بندیزونو لرې کول دي. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې له امریکا سره غیر مستقیمې خبرې رغنده وې خو ټینګار یې کړی دی چې په دې ډول مذاکراتو ستونزې نه حل کېږي.

: ‏روسیه: افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سترګې پر لاره یو.

د روسیې د بهرنیو چاروز وزارت ویلي، "روسیه د یوې سیاسي هوکړې او د طالبانو په ګډون افغانستان کې د ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو له لارې دغه هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سترګې پر لاره ده".

‏روسیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی آستازی ضمیر کابلوف آسلام آباد ته تللي او ویل کېږي چې هلته به له پاکستاني لوري سره پر افغان سوله خبرې اترې وکړي.

: ‏سعودي عربستان هغو کسانو ته د عمرې ادا کولو اجازه ورکړه چې د کرونا ضد واکسین یې تطبیق کړی وي.

د سعودي عربستان حکومت ویلي، یواځې هغه کسان چې د کرونا واکسین دوه ډوزونه یې ترلاسه کړي وي او یاهم له کرونا ناروغۍ څخه رغېدلي وي، کولی شي عمره ادا کړي.

: ‏د ترکیې یوې محکمې نن د دې هېواد د پوځ پخواني ۲۲ سرتېري په ۲۰۱۶ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د کودتا هڅې کولو له امله په عمري بند محکوم کړل.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په اسلام اباد کې کتلي.

د پاکستان د رسنیو د راپور له مخې، په دغه کتنه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د افغانستان پر سولې هم خبرې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟