No-IMG

هر لمانځه ته اودس

     انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ به هر لمانځه ته اودس کوه. راوي زیاتوي: ما انس ته وویل: تاسو (صحابه و) به څنګه کول؟ هغه وویل: زموږ به چې څو اودس نه و مات شوی تر هغه مو اودس کفایت کوه. یعني موږ په یوه اوداسه څو لمنځونه کول. ‏عن أنس بن مالك رضي الله عنه، قال : كان النبي ﷺ يتوضأ عند كل صلاة، قلت : كيف كنتم تصنعون ؟ قال : يجزئ أحدنا الوضوء ما لم يُحْدث. رواه البخاري 214

     شارحین لیکي دا د رسول الله ﷺ عادت و، ځیني وایي اکثره به یې داسې کول، امام الطحاوي رحمه الله وایي: غالباً هر لمانځه ته اودس کول په رسول الله واجب و، بیا د مکې د فتحې په ورځ دا وجوب ختم شو او په هغه ورځ یې په یوه اوداسه څو لمنځونه وکړل. په هر صورت هر لمانځه ته اودس ښه او د ثواب کار ده. د ابن ماجة روایت کې راغلي انس وایي موږ به ټول لمنځونه په یوه اوداسه کول.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟