No-IMG

د آسیا زړه نهم کنفرانس؛ متأسفانه تر اوسه پورې مثبته نتيجه يې ورنه کړه!

په تاجکستان کی د آسیا زړه د استانبول د پروسې نهمه ناسته د منطقوي او نړیوالو هیوادونو په  ګډون ترسره شوه، په داسې حال چې د ۲۰۱۱ م کال نه را په دې خوا د آسیا زړه د استانبول پروسې په نوم د افغانستان او د سيمې هیوادونو په رابطه د سولې او امنیت تاامینولو او د اقتصادي پروژو د پرمختک په لړ کی خورا زیاتې غونډې او کنفرانسونه پیل او ترسره شول،  له بده مرغه تر اوسه پوری ېې کومه مثبته نتیجه ېې ورنه کړه او تر دې مهاله داسې کومه لاسته راوړنې هم په نظر نه راځي چې دوی تر اوسه کوم پر مختک کړی اوسي، دوی ټول په یو اواز سره داسې نمایشي شعارونه زمزمه کوي چې ګواکې د افغانستان جګړه ناامني زمونږ ټولو په ضرر او تاوان ده، د دې جګړې له لاسه مونږ ټول متضرر یوو، په اقتصادي او اجتماعي نظامي لحاظ مونږ ټول له یو لوی سیاسي اقتصادي بحران سره مخ یوو، که چیرې په افغانستان کې د خارجي نظامي شتون نه پرته سوله امن او باثباته خپلواکه حکومت رامنځ ته شي ممکن د ټولو ګاونډیو په ګټه او په خیر تمام شي.

خو متاسفانه دلته اساسي پوښتنه دا ده چې زمونږ با احساسو او با فهمو افغانانو ته خورا زیات تشویش او سوالو نه په ذهن کې را پیدا کيږي،  هغه دا چې په دې لسو کالونو کې د آسیا زړه د استانبول پروسې په نهه کنفرانسونو کې چې دوی ناستې کړي او تر اوسه دوام لري، د ستونزو په تړاو داسې مثبت پرمختک نه دی شوی، یوازې نمایشي ناستې يې ترسره کړي دي،

که چیرې پوښتنه وشي چی تاسو په دومره اوږد مهاله مبارزه کې ځنګه ونه شو کړی چې خپل هدف ته ورسیږئ، ایا د دې لامل او موانع په څه کې دي؛ چې تراوسه پورې تاسو د افغانستان او د سيمې هیوادونو په مسائیلو کې یو ځانګړي توافق ته نه شئ رسیدلی؟ او په هر څه کې پاتې راغلي یاست؛ په داسې حال چې د تاجکستان په کنفرانس کې د سیمې ۱۴ هیوادونو ګډون کړی و.

او د نړۍ ۱۲ هیوادونه چې د ناټو غړیتوب لري هغوی یوازې د دې ناستې نظارت کاوه، نو له دې مالومیږي چې د سیمې هیوادونه د نړیوالو زبرځواکونو په وساطت باندې مديریت او رهنمايي کیږي د دوی په امر کنفرانس او غونډې فېصلې ترسره کیږي.!

قدرمنو وروڼو او خویندو منحېث د یو مسلمان افغان باید ووایم چې د سیمې هیوادونه له بهر نه ډیر په سیستماتیک ډول په خپلو ولسونو باندې تپل شوي دي، لکه څنګه چې د کابل حکومت په خپلو ملي مسائلو کې واک او اختیار نه لري همداسې د سيمې ټول هیوادونه د یو استعمار تر سلطۍ لاندې رهبري کیږي، دوی د خپل شخصي اقتدار او موقف په خاطر خپل ولسونه ګيروګان او پلوري دي، حقایق او واقعیتونه ترې پټ وي، په خپلو هیوادونو کې په ولسونو باندې استعماري قانون او پاليسۍ په خلکو باندې په زور او جبر تطبیق کیږي، حال دا چې په اسلامي نړۍ کې دغه ډول پردیپاله او غیری اسلامي نظامونو ښه نتیجه نه ده ورکړې.

په هر حال د دې جنګ او د سولې د اقتصاد اصلي صاحب او مالک هغو افغانانو ته مالوم دی چې د دوست او دښمن تفکیک کولای شي هغوی ته د جګړی او سولې عامل د لمر په څیر ښکاره مالوم دي.

که حقایقو ته ځیر شوو او په سمه توګه قضاوت وکړو، د افغانستان په جګړه کې همدا د سیمې ټول هیوادونه د افغانانو په ضد له امریکا او ناټو په صف کې کلک ودریدل، په رسمي ډول ېې د دوی نه حمایت او ملاتړ وکړو بلکې همکاري ېې ورسره وکړه، د افغانستان په جګړه کې مو په ملیاردونو ډالر ترلاسه کړل د ستاسو له هیوادونو نه په افغانانو باندې تجاوز وشو، له بده مرغه په نتیجه کې مو په زرګونو افغانان ووژل خلک بې کوره شول له بېګناه افغانانو څخه ېې بنديخانې ډکي کړې، هیچا ېې په وړاندی غږ اوچت نه کړ، بلکې په مختلف نومونو يې متهم کړل، نو بناً د منطقې هیوادونه او په شمول د کابل حکومت د دې استقلالیت او واک اختیار نلرې چې دوی د منطقې ستونزی او مسائیل په خپله حل او فصل کړي.

د تاجکستان آسیا زړه کنفرانس کې د سيمې هیوادونو تاکید په دې کاوه چې ګویا مونږ په افغانستان کې په ملیاردونو ډالرو مرستې او پانکونه کړې، دا په دې معنا چی دوی ټول د افغانستان په جګړه او سولې په معضله کی ځانونه شریک ګڼي،

دا ځکه چی دوی مرستې او پانګونې کړي څو په کابل حکومت باندې سیاسي، نظامي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي تاثیرات او نفوس ولري او هر څه په خپل انحصار کې ولري

د کابل حکومت چې څومره  ناستې او کنفرانسونه د افغانستان  د سولې په معضله کې کوي، هومره چې افغانان سره په خپل مینځ کې وکړي ممکن یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږي، لږ تر لږه خو د ستونزو لپاره د حللاره پیدا کړي، حتی دمره خو به ېې کړی اوسي چې د باور فضا رامینځ ته کړی.

 

ښه به دا وي چې خپل ملي مسائل په خپله حل او فصل کړو.

پردي مو هسې په دغو کنفرانسونو غولوي او دا تجربو ثابته کړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟