No-IMG

ایا رښتیا هم هیواد کې له اقلیتونوسره نا مناسب چلن کیږي؟

حقیقت څه دی؟ اوددغه داعیې ترشا کوم لاسونه قرارلري اوڅه اهدافوته رسیدل غواړي؟.

تېره ورځ انارکلي هنریار!

په یوه غونډه کې د هیواد د ننه د ځینوهیوادوالوله خوا له هغوی سره توکمیز اوتوپیري چلن په یادولوسره په ژړا شوه اواوښکي یې توی کړي.

داچې د میرمنو اوښکې د تاریخ په اوږدوکې پرناینو سخت اغیزکوي او د هغوی عاطفه راپاروي.

هنریاروایې دوی ته همیشه د ځینوهیوادوالوله خوا البته کابل کې ویل کیږي (ای کافر ای فلان وفلان یک روز به کشورتان هندوستان حتماً برمیګردید).

هنریار وایې له هیواده سره مینه لري خودغه ډول چلن یې سخته ځوروي.

په هرصورت ټولوته به جوته وي چې دافغانستان په تاریخ کې هندوان اوهم سیکان له ډېرې مودې په مختلفو ولایاتوکې کې اوسید لي که څه هم دوی مسلمانان ندي خو افغان ولس ورسره کله هم توپیري چلند ندی کړی انقلابونه تیرشول اومختلف حکومتونه راغلل اوتقریباً داڅو لسیزوکې دوه اشغالونه راغلل اومات شول خو هندوانواوسیکانواوحتی نورولږکیوته چا پورته هم ندي کتلي.

که چیري ډېرندرتاً کومه فردي اوشاذه پیښه شوي وي هغه په عموم نشوورتپلی پدې معنی دافغانستان خلک فطرتاً د میلمنو پالنه،مرسته اود هغوی رعایت یوه د ینی او ملي وجیبه بولي که نه نن به دلته اصلاً اقلیتونه نه وای موجود اوله دوی سره به تشدد اوتعصب شوی وای که څه هم ځینو داډول هڅه کوله دافغانستان لوی ملت په دغه تهمت متهم کړي اوپردې اساس یې د نړۍ ډېرو سترو قوتونواوهیوادونوته شیطانتونه وکړل ګوندی دې هیواد کې معادله بدله کړي اوځمکنی حقایق په سیستماتیک ډول محوه اویونوی ډول د یموګرافیک بدلون تطبیق کړي.

خو! لله الحمد دافغانستان عقلاء او اصیل بچیان دغه خطرناک صورت حال ته له پخوا متوجه ول چې د سیمې اونړۍ ځینی هیوادونه زمونږ په دغه جنګ ځپلي هیواد کې څه ډول نا انډولې رامینځ ته کول غواړي اوهم جوت حقایق له مینځه وړل او دهغې پرځای ددوی په خوښه یوداسي صورت حال رامینځ کول غواړی چې ددوی استعماری ګټې تضمین کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Hasib Hakim

محترم ليکوال ته يوه لنډه يادونه: هندوان او سکان ميلمانه نه، بلکه افغانان دي.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟