No-IMG

د ترکيې د ناستې لپاره د حزب اسلامي د سولييزې طرحې ملاتړ پکار دی

د سولې لپاره داسې یوه میکانیزم ته ضرورت دی؛ چې د هغه په نتیجه کې د وسله والو مخالفينو او ټولو ذيدخله خواوو تر منځ يو بشپړ اعتماد رامنځ ته کړي. همداراز د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو تر منځ د افغانستان د سولې په قضيه کې د باور رامنځته کول هم يوه شديده اړتيا ده. کله که همداسې د باور يوه ټولمنلې فضا رامنځته شوه، له هغه وروسته به بيا بې له شکه د سولې هڅې يو مثبته نتيجه ورکړي.

متأسفانه؛ له حزب اسلامي پرته بل هېڅ لوري د سولې لپاره تر اوسه داسې يوه جامع طرحه او ميکانيزم نه دی وړاندې کړی، چې د يوې ټولمنلي سولې د راتګ لپاره د مذاکرې پر مېز حساب پرې وشي. ښه داده، چې ټول لوري خپلمنځي مسايل او اختلافات شاته کړي او په ټول قوت او تاييد د حزب د سولييزې طرحې ملاتړ وکړي، څو د ترکيې ناسته د تېرو هغو په څېر بې پايلې ختمه نه شي. فرصتونه هر وخت نه تکرارېږي، هوښيار ملتونه پوهېږي، چې څنګه له وړو وړو فرصتونو اعظمي ګټه ترلاسه کړي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟