No-IMG

د آزادۍ دا زرغون او اصلاحي انقلاب د بريا تر درشله رسوو

په هېواد کې روان سياسي او امنيتي وضعيت قابل تحمل نه دی.

هره ورځ مو لسګونه بېګناه هېوادوال په شهادت رسېږي. دولت د وضعيت له مهارولو کاملاً عاجز دی او يا هم نه غواړي، روان وضعیت بدلون وکړي او مثبتې خواته لاړ شي.

د دولت اډانه له داسې خلکو تشکيل شوې، چې د هغوی نامشروع ګټې په جنګ کې خوندي کېږي.

د ملت تر ټولو سپکه ډلګۍ او ارذال د حکومت په رأس کې واقع دي.

دوی هېڅکله نه غواړي، چې جګړه دې بنده شي او دا ملت دې د آرام ساه واخلي. په داسې يو وضعيت کې ملت مکلف دی، چې د دې ارذالو پر وړاندې احتجاج وکړي.

دوی سم لور ته را وبولي او ور ياده کړي، چې که اصلاح نه شئ، نو ستاسې برخليک به هم ستاسې د تېرو اسلافو په شان وي. يا به تېښته کوئ او يا به د ملت د محاسبې او عدالت مېز ته ټيټې سترګې او ذليل ولاړ وئ، او هېڅ رحم به درباندې و نه شي.

موږ د همدې لپاره راوتلي يو، څو ولس ته ور ياده کړو، هر هغه سیاسي، پوځي او دولتي جوړښت چې غواړي افغانستان په قومي کرښو ووېشي.

د قوم، مذهب، سیمې، ژبې او د جمهوريت په کاذبو شعارونو یې سره بېل کړي، د خپل ناوړه اقتدار د بقا او دوام لپاره جنګ ته لابيګري کوي او پر جنګي ادبياتو د سولې هڅې سبوتاژ کوي، او له دې هر څه نه د خپل شوم هدف او ځان په ګټه کار اخلي، په هغوی پسې تلل نه دي په کار، بلکې يوازې په هغه چا پسې ودرېږئ او ملا يې وتړئ، چې د دې ملت له منځه را پورته شوی وي.

د دې ملت د آزادۍ لپاره يې قربانۍ ورکړې وي، او لا هم د دې ملت په منځ کې اوسي. هغه چې يې نه يې غرب د آزادۍ مسته روحيه وځپلی شوه او نه يې شرق د آزادۍ ناره خاموشه کړه‌.

موږ د همداسې د وطن پر ننګ د يو راپاڅېدلي او سرشاره حرکت په ملاتړ کې راوتلي يو او په خپلو ټولو درنو ملګرو او د ځاځي قوم په درنو ولسونو او مشرانو هم غږ کوو، چې راځئ! اوږه پر اوږه د آزادۍ دا زرغون او اصلاحي انقلاب د بريا تر درشله ورسوو، همدې کې مو خير دی!

پر ماته کښتۍ سپور يم، طوفانونه مې په مخکې

پر دغه لاره به درومم، که وم، وم، که نه وم، نه وم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟