No-IMG

حزب اسلامي په ملت کې ژوره ريښه لري

عبد الولي ايوبي

 

او په يواځې توګه کولى شي ختيځ او لويديځ کې هم مهاله ستر ستر لاريونونه ترتيب کړي، که ووايو چې حزب کولاى شي په ورته وخت کې دهېواد په ديرش ولاياتو کې هم مهاله د داسې منظمو لاريونونو د کولو توان لري مبالغه به مو نه وي کړي.

تاسې شاهد يۍ چې په کمه موده کې حزب اسلامي د واک او مادياتو په نشتون کې سولئيز لاريونونه وکړل دا په دې ګواهي ورکوي چې حزب اسلامي لا هم د مٶمن او مجاهد ملت په بطن کې زښته ډير لارويان او خواخوږي لري.

نن دهېواد په ختيځ او لويديځ کې د دې ګوند زرکونه لارويانو سولئيز لاريون تر سره او خپلې غوښتنې يې له دې لارې مطرح کړې چې دا په خپل ذات کې د دې ګوند پوخوالى ،وطني ريښه، واحدصف او نه ماتېدنه ښيي ، نور ګوندونه او ټولنې داقتدار او بېدرېغه امکاناتو په لرلو سره سره هم د داسې شانداره غونډو او لاريونونو د ترتيب جوګه ندي ،همدا خبره ده چې د دې هېواد ازلي دښمنان او ګاونډيان دې ګوند ته د واک په ليږد کې بخيلي کوي زه نه غواړم د ګوند ستاينه وکړم واى چيزيکه عيان است حاجت به بيان ندارد اما غواړم هغه څه چې دښمن د دې ګوند د ټکولو لپاره مخته مخته کوي لږ روښانه کړو .

د حزب اسلامي سياسي رقيبان او په کمين کښې ناست دوښمنان تل پاکستان ته اشاره کوي چې د دې ګوند سره پخه اړيکه لري او ممکن ملاتړى يې هم اوسي په دې اړه څو خبرې لرم او دعقل څښتنان يې منلو ته رابولم :

اول - دې کې شک نشته چې د کمونستانو د کودتا سره جوخت په لوستو مسلمانو ځوانانو  کابل اوپه ټوله کې وطن دومره تنګ کړ چې د هجرت نه بغير بله چاره يې نه لرله د دې ډلې څخه په سلګونه ځوانان او متعهدين يا اعدام کړل يا ژوندي ترخاورو لاندې کړل او يا هم تر ننه په مرموز ډول غيب شول د اسلامي نهضت مٶسسين قاضي ګل محمد، ډاکټر سيف الدين نصرتيار، ډاکټر عمر، عبدالحنان حناني، مولوي حبيب الرحمن ،انجنير حبيب الرحمن ، خواجه محفوظ منصور او  . . .  په همدې سرنوشت اخته شول نو که څوک عقل ولري د هجرت نه بغير بله کومه لاره وه؟ داچې پاکستان لدې مظلوميت او مجبوريت څنګه ګټه پورته کړه جلا بحث ده اما عام ملت يې د دې مظلومو افغانانو ښه مېلمه پالنه وکړه چې ترې مشکور يو

دوهم ـ ټولو ته ښکاره ده چې افغان جهاد کې حزب اسلامي مخکښ او تقريبآ اوياسلنه مقاومت دې ګوند کړى اما همدې پاکستان تر حکمتيار نه رباني ته ترجيح ورکړه حتى مجهول هويت څخه برخمن حضرت صاحب يې  رامخته کړ او حکمتيار يې له واکه ګوښه وساته چې استاد رباني هم د دوى د دې نوازش او ملاتړ په مقابل کې د آى اس آى مشر جنرال حميد ګل خپل مشاور ټاکلى وو ، دجمعيت ټول قومندانان د هغوى لپاره په تعظيم او  درناوي مکلف وو ،د دوى د مېلمستونو دېوالونه د حميد ګل او جنرال ضياءالحق په انځورونو پوښلي وو ، دوطن په هره سمه او غر يې هغوى وګرځول او ګډې مېلې يې وکړې

په پېښور کې اوس هم د رباني کوڅه معلومه ده او پرېمانه جايدادونه اوپراپرټيانې لري

پاکستان د حزب مخالفين دومره ونازول چې په دې ليکنه کې يې يادون ممکن ندي ،حتى دوستم ته يې ښه دفترونه ورکړي وو او ناز يې اخيستل کېده

که لرې ولاړ نشو پاکستان د مسعود دخدمتونودجبران لپاره دهغه په نامه هم کوم واټ و نوماوه

پاکستان حزب سره ترپايه دوه مخي وکړه د دې ګوند د ځپلو لپاره يې هره حربه وکاروله ډاکټر غيرت یې د دې ګوند سرسخته مخالفينو شوراى نظار ته يې سپارلى وو او د حکمتيار د ګارد مشر شهيد ګل رحمن يې امريکايانو ته وسپارل  چې ګل رحمن يې په ناځوانۍ شهيد اوترننه يې جسد خپلې کورنۍ ته نده سپارل شوى،په شمشتو کې يې د دې ګوند داولې ردې غړي په نښه کړل شهيد جاويد حديد يې په رڼا ورځ ترور او لس ګونه غړي يې تېښتې او نامريي حالت ته مجبور کړل.

نو که پاکستان دحزب دوست واى څه اړتيا وه چې رباني او حضرت ته دې پاچاهي سپارلې واى ؟؟ د دې ګوند په شتون کې د نورو ډلو ننګه ،ملاتړ په څه معنى؟؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟