No-IMG

له جمهوریت دفاع؛ که د روژې لپاره د مرستې په بهانه خلک را ټول شوي ؤ؟

د مېړونو ماښام دئ!

مستند امروز

له جمهوریت دفاع؛ که د روژې لپاره د مرستې په بهانه خلک را ټول شوي ؤ؟

په کابل کې د نننۍ تجمع په اړه مو زیات څه واورېدل، خوشحال خان مېنې ته د څه کار لپاره راغلم، په ګاونډ کې مو زیاته ګڼه ګوڼه وه، خلک زیات را ټول شوي وي، البته داسې خلک چې فقر او بیکارۍ ئې په څېره کې تصویر جوړ کړئ ؤ.  له دوی مې وپوښتل څه کوئ او څه غواړئ؟ بد الفاظ ئې و کارول او په خورا نا امیدۍ سره ئې وویل: موږ سهار له خپل کور د غریبۍ په پلمه سره را وتي ؤ، دا کس ( وکیل ګذر) راغئ او راته ئې وویل چې دولت د غربیو خلکو لپاره د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت کومکونه وېشي، موږ هم ورسره روان شوو، کله چې ګورو سټیډیوم ته ئې ورسولو ومو لېدل چې زیاته شمېر خلک په همدې بهانه را وستل شوي ؤ. غونډه خلاصه شوه، خو موږ ته څه په لاس رانه غلل او په آخر کې ئې دوه سوه افغانۍ د کرایې په نوم راته ونیولې. اوس موږ د خپل حق غوښتنه کوو، زموږ غریبانو یوه ورځ ضایع شوې، هره ورځ کار کوو تر څو د خپلو بچو لپاره ډوډۍ برابره کړو. وکیل ګذر ته مې کړل، وکیل صاحب دوی څه وائي؟ ویل زن اشرف ..... بد الفاظ ئې وکارول او ووئې ویل به وعده کرده بود که روزانه یک مزدور برای هر نفر می دهیم. حالا نمی دهد!!!

کوته سنګي ته راغلم ناڅاپه مې د مکتب دورې ټولګیوال راسره مخ شو، چې اوس مهال په وزارت مخابرات کې دنده لري. له روغبڼ وروسته مې د تجمع په اړه ترې وپوښتل ویل ئې چې زموږ لپاره رسمي مکتوب راغلی ؤ او د لسو کسانو په راوړلو ئې مکلف کړي ؤ. حتی تر دې چې که دومره کسان رانه ولو نو له دندې د منفکۍ له ګواښ سره مخ یو. ما ویل څو کسان د راوستل؟ وو ئې ویل: دوه ورځې مې خپلو ملګرو پسې زنګونه وهل نن یواځې دوه کسه راسره لاړل، هغه هم داسې چې ما ورته د قطع رابطې ګواښ کړئ ؤ!!؟

درنو هیوادوالو زموږ ملت که له یوې خوا له فقر او بیکارۍ مزید رنځیږي؛ له بلې خوا ئې په سرنوشت درنې معاملې روانې دي، له فقر او بیچارګۍ ئې ناوړه استفادې کیږي، داسې چې فاسده اداره ئې د خپلې مزیدې بقاء په موخه کاروي!!

دیني ارزښتونه مو هم مسخره کیږي او د امکان تر کچې ترې ناوړه استفاده کیږي، د دې بیچاره ولس یوه لویه کتله د رمضاني کومک په بهانه را ټوله شوې وه په داسې حال کې چې اصلي موخه د فاسدې ادارې مزید تحمیل ؤ چې د ملت له لور یو کاذب مهر پرې ولګوي!!

د دولتي مامورینو له موقف هم د فاسدې ادارې په ګټه مزیده استفاده روانه ده، که له دوی سره جغ کې لاړ نه شي نو له دندې به ګوښه شي!!

د ملي شتمنیو چور ته هم لاره همواره شوې، ځینې بهر ته ولېږدول شوه او ځینې د لویې جرګې، کنفرانسونو، مناسبتونو په لمانځلو او کلپور خوړلو غارت کیږي! د نننۍ تجمع په نوم ۳۵ میلیونه افغانۍ د افغانستان له خزانې را واېستل شوې او مشخصو غارتګرانو تر مینځ ووېشل شوې!!!

که ملت د دې ټولو بدبختیو پر وړاندې چوپ شي؛ تر دې به هم له خطرناک برخلیک سره مخ شي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟