No-IMG

د حزب او دولت تر منځ د سیاسي تقابل میدان ګرم شو!

د حزب غونډو بالاخره دولت اړ او چیلنج کړ چې هغه هم غونډو ته مخه کړي تیره ورځ یې په غازي سټيډیم کې د کابل د خلکو څخه چې د ګذر وکیلانو ته د نده سپارل شوې وه تر څو هر یو یې دوه دوه موټره خلک غازي سټډیم ته حاضر کړي او که داسي ونکړی د ملکي مهر به ور څخه واخيستل شي.

دې غونډه کې د میرمنو ونډه تقریباً د نارینه وو سره برابره وه خو بیا هم دغه غونډه د حزب د غونډو په پرتله لویه نه وه.

پوښتنه دا ده که دولت په ټولو امکاناتو سره چې لري یې ونشي کولای د یوه حزب په اندازه چې دولت کې هیڅ ډول ونډه نلري او نه هم د ګذر وکیلان لري او هیڅ ډول مادي امکانات هم نلري او بیا هم له دولت څو چنده غټې غونډې جوړوي څّه معنی لري؟

بل په یقین سره ویلی شو که په تیرو څو ځلو ټاکنو کې پراخه درغلي نه وای شوی نن به د افغانستان سیاسي وضعه بدله وه او هیڅکله به دې ته اړتيا نه وه چې نن له هېواده بهر او د بهرنیو په توسط یوه سیاسي حل ته ورسیږو او لا هم معلومه نده چې د صلحه برخلیک به څه وي؟.

یادونه: غازي سټډیم کې د حزب او دولت غونډې او پرتله، ای کاش نور د نظامي تقابل پر ځای سیاسي تقابل ادامه پیدا کړي که صلحه وشوه دغه میدان به سخت ګرم شي ان شاء الله او هر چاته به خپل مکان او مقام جوت شي.

 خو! یوه عادلانه صلحه چې د افغان مسلمان ملت دیني، کلتوري حق پکې مراعات شوی وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟