No-IMG

د محمد ص د ميرمن خديجه رض او لور زينب رض دردونکی کيسه

هاله په چابکو قدمونو د خپلې خور خدیجې کور ته روانه ده، خپل وړوکی زوی ابوالعاص یې غیږ کې راخیستی دی، شیبه وروسته ورته دروازه خلاصه شوه، په دهلیز کې کې ښې اړخ ته روانه شوه، څو قدمه وروسته په پوړیو دوهم منزل ته وختله، مخامخ کوټې ته ننوته. په خور باندې يې د سترګو لګیدو سره سم مبارکي ورکړه، زینب یې غیږ کې راپورته کړه، لږه شیبه یې وروسته یې د ابوالعاص غیږ کې واچوله، ورته یې وویل:

ابوالعاصه، خوښه دې شوه؟ ماشوم سر وخوځوه، دواړه خویندې په خندا شوې.

زمانه واوښته، زینب پېغله شوه. هاله بیا د خدیجې کور ته ننوته، زینب یې غیږ کې کلکه ونیوله، بیا یې خپلې خور ته وویل، زه خو د ابوالعاص په جرګه راغلی یم.

بی بي خدیجې ورته وویل، ته صبر چې محمد نه پوښتنه وکړم، محمد(صلی الله علیه وسلم) خپلې لور ته ورغی، پوښته یې ترې وکړه، هغې سترګې ښکته کړې، رسول الله صلی الله علیه سلم بي بي خدیجې ته وویل، لورکۍ دې رضایت لري.

زینب واده شوه، له دې مخکې یې دوه لورګانې ام کلثوم او رقیه د ابولهب دوه زامنو عتیبه او معتب ته ورکړې وې

د لهب د سورت له نازليدو وروسته عتيبه او معتب دواړه طلاقې کړې.

قریش ابوالعاص ته راټول شول چې د محمد لور زینب طلاقه کړي، او په بدل کې که یې په هره قریشۍ پېغله لاس کیږدي وربه یې کړي، خو ابوالعاص کله غواړي چې دا ارزښتناکه ملغلره له لاسه ورکړي.

قریشو ته یې مخ راوګرځوه، په ټول باور یې وویل، که د قریشو ټولې پېغلې راکړی، بیا هم پرې د زینب یو نوک نه ورکوم.

د زمانې څرخ واوښت، د بدر د جګړې لپاره قریش چمتولی نیسي، باید له هر کور نه یو تن په دې جګړه کې برخه واخله، ابوالعاص یو زری دی، اړ دی چې د خپل خسر جګړې ته لاړ شي، زینب د عاطفې د دوه پلونو لاندې شوه، د پلار عاطفه او د میړه عاطفه، میړه یې ورسره ځوانمردي وکړه، د قریشو خبره یې ونه منله، پلار یې د الله پاک رسول او نبي دی، دې پرې باور کړی دی.

اوښکې یې په سترګو کې ډنډ شوې، ویې ویل، ربه پلار ته مې بری ورکړې او مېړه مې روغ راستون کړې.

جګړه د رسول الله صلی الله علیه په ګټه تمامه شوه، بندیان یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړاندې کړل، ګوري چې زوم یې ابوالعاص هم په کې دی، ابوالعاص ته یې وویل، فدیه راوړه چې ایله دې کړم، هغه زینب ته خبر ولیږه، زینب د مسلمانانو په فتحه له زړه خوشاله شوه خو د میړه په بندیتوب خواشینې شوه، خپله غاړکۍ یې له غاړې ایله کړه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د فدیې لپاره ولیږله، کله چې خوږ نبي سترګې په غاړکۍ ولګېدې، ډېر یې وژړل، دا نو د بي بي خدیجې غاړکۍ وه چې زینب ته یې په واده کې ورکړې وه، غږ یې که دا سړی له فدیې پرته رخصتولی شئ نو رخصت یې کړئ، بیا یې ابوالعاص ته وویل،لور مې راباندې وسپاره، ته مشرک یې هغه تاته روا نه ده.

ابوالعاص مکې ته ورسیده، کور ته ننوت، زینب ورمنډې کړې، ابوالعاص ورته لاس ونیوه، ویې ویل، غاړه غوټه دې راټولوه چې پلار ته دې لیږم.

هغې خپله غاړه غوټه راټولوله چې هنده راورسېده، په بدر کې یې ورور، تره او پلار وژل شوي و. زینب ته یې وویل، وا نجلۍ خبره شوې یم چې پلار ته دې ځې،

زینب ووېریده، ویې ویل نه نه، هندې ورته وویل، که خرچه نه لري، یا درسره د لارې ملګری نه وي چې زه یې درکړم، سړي زموږ په منځ کې نه ځایږي.

زینب د اوښ په شا د لرګي په ډولۍ کې کیناسته، لیور یې د اوښ مهار نیولی دی، مدینې ته روان شول، په لاره کې پرې ابن هبار برید وکړ، ډولۍ یې په نیزه ووهله، زینب رضی الله عنها زخته وویریده، ماشوم یې په نس و، هغه سقط شو، لیور یې په لینده کې غیشی کېښود، غږ یې کړ که څوک مې وریندار ته نیږدې شول، نو دا غیشی یې له سینې وباسم، ابوسفیان راورسیده، وایي خوار شې زموږ خولې له وینو ډکې دي او تا په رڼا ورځ د محمد لور روانه کړې، زموږ په شرم پسې دې راخیستې، نجلۍ وګرځوه، بیا یې د شپې په تیاره کې بوزه، هند چې خبره شوه نو یو بیت شعر یې ووایه، برید کونکی یې وغندل:

چې جنګ نه وي د وحشي خرو په څېر مست وي

خو د جنګ په وخت کې حائضې جینکۍ شي

ابوالعاس د زینب په لیدو ډېر خفه شو.

زینب څه موده وروسته مدینې ته ورسیده، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په لیدو ډېر خواشینی شو.

ابوالعاص د مکیانو تجارتي مالونه شام ته روان کړي، د مسلمانانو له خوا یې کمین وخوړ، ابوالعاص بندي شو.

مدینې ته یې راوست، د سهار جماعت ولاړ دی، صحابه مسجد ته ننوتل، ابوالعاص په مڼډه ځان زینب ته ورسوه، ورته وایي، ماته پناه راکړه، زینب په منډه مسجد ته لاړه، غږ یې وکړ چې ما ابوالعاص ته پناه ورکړې چې څوک اذیت ور ونه رسوی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام وګرځاوه ویې ویل، ما چې څه واوریده تاسې هم واورېده، بیا راغی زینب ته یې وویل، قدر یې وکړه، خدمت یې وکړه خو ورسره یو ځای نه شي چې مشرک دی.

زینب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل، پلار جانه دې سړی د قریشو مالونه راوړي و که له مالونو پرته مکې ته ستون شی قریش یې نه پربږدي، رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ وکړ چې د خدای او د رسول کومه برخه کیږي ما ابوالعاص ته وبخښله، صحابه کرامو چې ولیده هغوی هم وروبخښله.

ابوالعاص له مالونو سره مکې ته ستون شو، د مال له ویشلو وروسته یې په لوړ غږ په حرم کې وویل، اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله، بیا یې وویل، که مدینې کې مسلمان شوای وای، تاسې به ویلی و چې زموږ مال ته یې چل جوړ کړی و.

له مکې نه مدینې روان شو او بیرته یې له خپلې مېرمنې زینب سره ګډ ژوند ته دوام ورکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟