No-IMG

د بُن تيروتنه يو ځل بيا په اسټانبول کي تکرار نه شي!!

د سولې دوهم پړاو په اسټانبول کې پیل کیږي د دې ناستې نه د افغانانو طمع او توقع به څه وي؟

شل کاله وړاندې همدغو نړیوالو د بُن په تړون کې یو قومي مافیایی سیستم را مینځ ته کړو او په افغانانو باندې يې وتپلو، له بده مرغه دوی قصداً د افغانانو سرنوشت په لوی لاس مجرمینو جنګ غوښتونو وطن پلورونکو خاینانو ته ېې په اختیار کې ورکړ، امریکایانو به یوه اصطلاح کاروله چې

“we have to use bad guys for our enemies”

د قوم مجرمین نااهله اشخاص د قومونو پر ضد ېې استعمال کړل، په نتیجه کې یې د هیواد ملي شتمنۍ  لوټ کړې بیګناه افغانان ېې ووژل، شخصي بندیخانې یې ترې ډکې کړې، د خلکو حق او حقونه ېې پیمال کړل او ملت مو له هر څه نه محروم پاتې شوو،  سره له دې ټولو بدبختیو ملت ېې له یو لوی داخلي او خارجي سیاسي نظامي اقتصادي بحران سره مخ کړ، او همدغه د پرديو په زور حاکم شوي اشخاص تر اوسه پورې د دې بدو حالاتو نه نه عبرت اخلي او نه خپل مسؤلیت ته متوجه دي فقط د پردیو په امر خپل ماموریت کوي.

د دوحې د سولې پروسه اسټانبول ته انتقال شوه؛

اوس د افغانانو تشويش په دې کې دی چې ګویا د بُن په څیر تیروتنه په اسټانبول کې تکرار نه شي!

ترکیه په اسلامي نړۍ کې نړیوالو ته یو مهم هیواد دی، له اوروپا سره یو څه اقتصادي سیاسي مشترکات او تړونونه، همدا راز شریکي پولي لري، حتی په ناټو کې هم رسمي غړیتوب لري، نړیوالو سره په ډیرو سیاسي نظامي اقتصادي مسایلو کې همکار او ځان شریک ګڼي، ترکیه ته له هر څه نه د خپل هیواد ملي اسلامي ارزښتونه لمړیتوب لري، په اوسني سیاست او عصر کې فکر نه کوم چې پرته له خپلو ګټو نه بل څه ته ترجیح ورکړي،

حال دا چې ترکیه هم له نړیوالو سره یو څه سیاسي اقتصادي منطقوي مذهبي کشمکش او رقابتونه لري، نو بناً ترکیه ممکن یو څه خپل سیاسي مجبوریتونه ولري څو نړیوالو سره په سیاسې اقتصادي منطقوي لحاظ تعامل او معاملې وکړي، البته خپلو شخصي ملي کټو په خاطر د جوړجاړي توافق شوی اوسي، لکه څنګه چې ويل کېږي په سیاست کې دوست دښمن نه شته هر چا ته خپلې ګټې امتیاز او موقف مهم دی.

د نړیوالو سیاسي اقتصادي نظامي مسایل پرته له جوړجاړي نه ناممکنه ده چې د ستونزو لپاره د حللاره پیدا کړي د دوی ګټې شریکي دي، په نړیواله سیاسي مارکیټ کې په غریبو او ناامنیو جنګ ځپلو هیوادونو په سرنوشت باندې ډیر په سیستماتیک ډول معاملې کیږي په دې مارکیټ کې ډیر له مهارت نه کار اخستل کیږي، نو بناً په داسې ملي او مهمو مسایلو کې د هیواد مسلکي اشخاص باید ګډون وکړي چې لږ تر لږه خو په سیاسي او ملي مسایلو باندی پوه وي.

افغانانو لپاره ډیر حساس پړاو دی په اسټانبول کې د افغانانو دریځ او موقف باید بین الاافغاني وي؛ دا ځکه چې په اسټانبول کې د افغانستان په سرنوشت او د هیواد په ملي مسایلو باندې بحث او خبرې کیږي، نو د دې لپاره افغانان باید په خپل مینځ کې د هیواد  په ګټه یو ځانګړې جامع طرحه باندې توافق وکړي، څو ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او نړیوالو ته قناعت ورکړي چې افغانان یو واحد او مستقل افغانستان غواړي. افغانان نور هیچا ته د دې فرصت او چانس نه ور کوي چی د بُن تاریخي اشتباه په اسټانبول کې تکرار شي، مونږ خپل سرنوشت په خپله انتخابوو، افغانان نور د پردیپالو مجرمینو نه ښه خاطره نه لري، بلکې داسې اشخاص په ټولنه کې هيڅ حیثیت او ارزښت نه لري چې د افغانانو په سرنوشت باندې بدرنګه لوبی وکړي، افغانان نور قومي مافیایي سیستم نه کرکه لري نور داسې نااهله، خاین او مفسد اشخاص په ټولنه کې هیڅ محبوبیت او ښه نوم نه لري ټول ولس تری متنفره دی.

الله تعالی دې افغانان نور د دې قومي مافیایي ډلو ټپلو نه په خپل امان کې وساتي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟