No-IMG

د ترکیې راتلونکی کنفرانس

د افغانستان د سوله ییز بدلون ټولني مشر

۵ اپریل ۲۰۲۱م

 

د ترکیی راتلونکی کنفرانس به د بون د ۲۰۰۱م کنفرانس په نسبت په کمزور موقعیت کی وي او هغه ځکه چی:

(۱) په ۲۰۰۱م کال کې امریکا په ډیر شوق او قوت افغانستان ته راغله او ټوله دنیا یې د ځان ملګرې کړېوه، خو اوس مات زړه له افغانستان څخه وزي او دا موضوع به زموږ هغو ګاونډیانو ته پریږدي چې پخپلو منځونو کې هیڅ جوړ نه دي.

(۲) په بون کې څو ډلي افغانان شامل وه چې ټولو پخپل منځکې يو ډول تفاهم درلود او مخالف څوک نه و، خو اوس به په ترکیه کی دښمنان (افغان حکومت او طالبان) سره کښیني. هغه دښمنان چې تراوسه یې یو بل وژلي، بیعزته کړي، فرار کړي او هرهغه څه یې یو د بل په مقابل کې کړیدي چې په وس یی و او تراوسه هم دا کار کوي. موږ پخوا له ښاغلي حامد کرزي او ښاغلي

اشرف غني څخه باربار غوښتې وو چې افغانستان د جرګو وطن دی، په افغانانو اعتماد وکړئ چې د خیر خلک د دواړو طرفونو په منځکې وګرځي او یو افغاني حل پیدا او هغه بیا لویې جرګې ته چې دواړه ډلي پکښې شامل وي، وړاندې کړي چې هغوی یې منظور کړي. دواړه دښمنې ډلې به تر هغه وخته مخامخ نه کښیني څو حالات مناسب شوي نه وي. دوی به په اخر کې په لویه جرګه کې د ملت په جمع کې سره کښیني. دلته به فاتح او مغلوب نه وي، خو د ټولو آبرو به خوندي وي او یو افغاني حل چې د افغانانو د شرایطو سره سم وي رامنځته شي. له بده مرغه، سياسي حل د حکومت مشرانو نه مانه. ویره ده چی د ترکیې په کنفرانس کی به بیا زموږ ګاونډیان او غټ طاقتونه د بون ۲۰۰۱م په شان سهامی او مشارکتي نظام او حتی ترهغه کمزوری راته جوړ کړي؛ دلته به لوټه ایږدي او پر تیریږي به. شل کاله وروسته به بیا همدوی وایي چې غلطي وشوه، راشئ بیا یې له سره جوړ کړو؛ ملت دي کړيږي. دغسي يو حالت یوازې د داخلي جنګسالارانو او نړیوال مافیا په ګټه دی خو افغان ملت دائمي سوله، استقرار او د خلکو په خوښه یو موټۍ اسلامی نظام غواړي.

خو د سولې هر کنفرانس ته هرچیرې چې وي، افغانان باید ولاړ شي او فرصت له لاسه ورنکړي. دا ځکه موږ ترهرچا سولې ته ډیر ضرورت لرو. مځکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي. دا جنګ امریکا زموږ د ګاونډیانو په مرسته پر موږ تپلی دی. اوس چې یی امریکا د دوحة له لاري پخپله او یا زموږ د ګاونډیانو په مرسته د ختمولو خبره کوي، موږ یې باید استقبال کړو او ورته ووایو چې ډیر ښه، مهربانی وکړئ موږ مو ملګري یو. موږ افغانانو ته په کار ده چی سد سرته ورولو او باور وکړو چې هر خارجي که څه هم د دوست په جامه کې وي، پخپلو ګټو پسې ګرځي. راځئ په یوه خبره ټول اتفاق وکړو چی امریکا دې له افغانستان څخه ووزي. ترڅو امریکا په افغانستان کې جنګي حضور ولري، په موږ کې به بې اتفاقی، جنګ او د ګاونډیانو مداخلې روانې وي، امن به نه وي او یو سم ملي حکومت به نه جوړیږي. موږ په زرونو کلونو دلته اوسیدلې یو، چا نه یو خوړلي. موږ هغه وخت خوار شو چې یو لوی طاقت له بلې خوا راشی او موږ نورو ته راغوزار کړي. خو یوه خبره باید په یاد ولرو چې له ګاونډیانو چاره نشته. یو ډیر کمزور ګاونډي ته هم باید دروند وکتل شي او په مقابل احترام ګذاره ورسره وشي. همداراز، څرنګه چې موږ د نړیوال کلي یو کور یو، نو د نړیوالو سره حسن تفاهم زموږ اهم ضرورت دی. د یو داسی افغانستان د جوړیدو لپاره باید موږ یوه معقوله طرحه وړاندې او د هغې د تطبیق لپاره یو ملي قیادت رامنځته کړو چي په کور دننه امن او استقرار راولی، عدالت تأمین کړي، د پرمختګ او ازدهار لاره هواره کړي او د سیمی او نړۍ سره تفاهم او د متقابل احترام پر بنیاد اړیکی ولري. امریکا هم د طالبانو سره په دوحة کی او هم د امریکا د خارجه وزیر په لیک کی چی داکتر اشرف غنی ته یی لیږلی دی راغلی چی نوی حکومت به په افغانستان کی جوړیږي. اوس چی نړیوال په افغانستان کی د موجوده حکومت بدلون غواړي، دلته افغانانو ته هوښیاری په کار ده چی بیا د سولی په نوم کاږه بنیادونه کښینښوول شي. څرنګه چی زموږ ځینی ګاونډیان، داخلی جنګسالاران او نړیوال مافیا یو ناآرام افغانستان پخپله ګټه بولی، کیدای سی په ترکیه کی په یو بل شکل د تیرو څلویښتو کالو د ناکامه او خونړۍ تجربو (ائتلافی او سهامی حکومت) د تکرار وړاندیز وکړي.

ګډ، ائتلافی او سهامی حکومت جوړول تر هر نامه لاندي چی وي، نه یوازی د حل لار نه ده بلکی د تیرو ناکامو او خونړیو تجربو بیا تکرار او زموږ د زوریدلی ملت سره لوی ظلم دی. ګډ، مشارکتی او سهامی حکومت په دې معنی دی چې جنګي ډلې خلع سلاح سوي نه دي او مشترک حکومت جوړوي. په دغه صورت کی به دوی ګوته په ماشه په دفتر کې یو د بل په

مقابل کې ناست وي. په غربي نړۍ کې ګډ حکومت نه چلیږي چیرې چې خلک بې وسلې دي، په دموکراسۍ بلد او امن دی. په افغانستان کی خلق او پرچم ونه چلیدل چی په یوه ایدیالوجۍ وه، په مجاهدینو کې اخوانیان ونه چلیدل چې د یوې مفکورې خلک وه، په تیرو شلو کلونو کی مشارکتی، مصلحتی او سهامی حکومتونه چې نسبتا متجانس او د نړیوال بیدریغه ملاتړ برخمن وه، تر ډیرو ښو نومونو لاندي ونه چلیدل. مسلح سرسخت دښمنان به په یوه حکومت کی څنګه او څه ډول وچلیږي؟ ګډ او سهامی حکومت هیڅ د حل لار نه ده، بلکې پر موجوده مشکلاتو به نور هم زیات شي. ګډ حکومت په حقیقت کې ملي فاجعه ده چې مخ یې باید ونیول شي. دغسی یو ناقصه طرح به څه وخت نسبی آرامی راولي خو بیا به جنګونه پیلیږي. په افغانستان کی د تاجیکستان د سولي ماډل تطبیق کول هم عملی نه دی چی د سولی تر عنوان لاندي د ادغام کار وشی. په تاجیکستان کی اسلامی نهضت په دولت کی لومړی ګډ، بیا مدغم او او وروسته له منځه یووړل سو؛ مشران یی ټول تطمیع یا ووژل سول او اسلامی نهضت ختم سو. افغانستان داسی یو حکومت ته ضرورت لري چی د بون د کنفرانس غوندي ګډ او سهامی شرکت نه وي بلکی یو لاس، یوه قومانده او یو کاري ټیم وي چی دنده یی د ډاډمن امن راوستل او د شفافو انتخاباتو

لپاره د اطمئنانی فضا راپیدا کول وي. ګډ حکومت معنی طالبان د اسلامي، ملي او افغاني ارزښتونو لپاره نه جنګېدل، بلکې چوکۍ ېې غوښتل او حکومت ته هم پسله شلو کالو ناکامو تجربو بیا د ګډ او سهامی حکومت غوښتل دا معنی چی په هره خاینه او ضدملی وسیله پر قدرت پاته کیدل غواړي.

 

د سیاسي حل څو مناسبی لاري:

(۱) طالبان د حکومت سره یوځای سی. د افغانستان د بحران د سیاسی حل یوه لار داده چی طالبان ووایي چې موږ د خارجیانو وتل غوښتل، که خارجیان ووزي، موږ په هیواد کی د امن او استقرار په خاطر د موجوده حکومت سره جنګ نه کوو او ډاکتر اشرف غنی ته موقع ورکوو چی د هغه اعلان مطابق کار وکړي چی ویلي یې دي حاضر دی په شپږ میاشتو کی دننه عام انتخابات وکړي او واک منتخب ولسمشر ته پریږدي. طالبان دي شپږمیاشتی منتظر سي. دا چی په شپږو میاشتو کی عام او شفاف انتخابات عملی دي، د بحث وړ سؤال دی او باید د طالبانو، ملت او ملل متحد سره په تفاهم لار ورته پیدا سي، داځکه زموږ تقریبا شپږ ملیون نفوس په ایران او پاکستان کی مهاجر او په داخل کي بیځایه دی. بیله هغوی، انتخابات له نړیوال اصله وزي کوم چی باید عام او ټولو ته میسر وي. همداراز، د مهاجرو، بیځایه سوو او کوچیانو په شمول د افغانستان ټولو خلکو نر او ښځو ته تر شپږ میاشتو په کمه موده کی الکترونیکی تذکرې ورکول اسانه خبره نه ده. دا چی یو مطمئن بیطرف انتخابات کمیسون به د چا لخوا تعیین کیږي، د رایه ورکولو د محل او د رأیي د صندوقانو د ساتلو، انتقال، ګدام، شمیرلو امنیت څوک او څنګه وساتل سی، رایي به څوک شماري او څنګه به مطمئن نظارت پر کیږي هم مطرح سؤالونه دي چی د تیرو څو انتخاباتو د تجربو په نظرکی نیولو سره جواب غواړي. ددغو ټولو سؤالونو سره دي بیا هم طالبان حکومت ته فرصت ورکړي. که حکومت په شپږ میاشتو دننه کی په هر دلیل انتخابات ونه کړای سول، د اسلامی همکارۍ سازمان په مرسته فقهی اسلامی شوری (حل وعقد شوری) په دوه میاشتو دننه کی جوړه او هغه یو تن د ولسمشر په توګه د جمهور رئیس د موجوده دورې ترپایته رسیدو پوري ټاکی. په دغه موده کی اساسی قانون جوړ او د هغه په اساس واک منتخب حکومت ته انتقال کیږي.

(۲) که چیري پر لومړي وړاندیز موافقه ونسوه، بله طرحه داده: څرنګه چی افغان حکومت وایی موږ دخپل قدرت د بقاء په فکر کی نه یو بلکی د جمهوریت او اساسی قانون دفاع کوو، د سیاسی حل په منظور دي د افغان دولت اوسنئ نوم همداسی (د افغانستان اسلامی جمهوریت) وساتل شي، اساسی قانون او د شلو کالو مثبتي لاسته راوړني دي پرځای وي، د دولت مشر دي د حکومت د موجوده دورې ترپایه د طالبانو لخوا وي. په دغه موده کی اساسی قانون جوړ او د هغه په اساس واک منتخب حکومت ته انتقال کیږي.

(۳) که پر پورته دواړو طرحو توافق نه کیږي، د اسلامی فقهی شوری دي د دوحة تړون مطابق جوړه شي چی مشری یی د طالبانو لخوا یو عالم کوي. د دولت امنیتی اروګانونه او قضاء د اسلامی فقهی شوری رهبري کوي. نور حکومت مسلکي خلکو ته ورکول کیږي.

(۴) که له لوړ ذکر سوي درېو طرحو څخه پر یوه هم د ټولو سلا نه راځي، بیا نو بیطرف مؤقت حکومت ډیر مناسب دی.

 

بیطرف مؤقت حکومت

د افغانستان د بحران د حل لپاره که پر بیطرف مؤقت حکومت خبرې کیږي، د هغه پر لاندې نکاتو باید غور وسي:

الف. قیادت: داسې یو افغان مسلمان دې د بیطرفه مؤقت حکومت مشر وټاکل سي چې د جنګ اړخونه، ګاونډیان او نړیوال ورڅخه ونه ویریږي، خو د هیڅ اړخ نماینده نه وي. څرنګه چی جنګ د طالبانو او موجوده حکومت ترمنځ دی، داسی یو شخصیت دي ولټول شي چی د طالبانو په امارت او په تیر شل کاله کې یې په دولت کې د وزیر، والي، جنرال، لوی قاضی او لوی څارنوال پر منصب کار نه وي کړی، په بیطرفۍ، ښه مدیریت، وطندوستۍ او پاک نفسۍ مشهور وي.

 

ب. د مشر د ټاکلو لاري: دلته یو مناسب بیطرف شخص د هیواد د قیادت لپاره په څو طریقو موندلای سو:

(۱) د پنځوس بیطرفه کسانو لیست دې د ملګرو ملتونو مؤسسه د افغان حکومت او نورو معتنابه اشخاصو او اړخونو سره (په شمول د افغان مهاجرینو) په مشوره جوړ او طالبان دې په هغه کې داسی یو تن خوښ کړي چی ورڅخه نه ویریږي او کار ورسره کولای شي.

(۲) که لوړه طریقه ستونزه لري او عملی نه وي، د ملګرو ملتونو موسسه او د اسلامی همکارۍ سازمان دي پنځوس کسیزه د اسلامی فقهی شوری جوړه او دغه شوری دې له خپل منځه یو نفر د دولت د مشر په توګه د حکومت د پاته مودې لپاره وټاکي. اسلامی فقهی شوری دولت رهبري کوي. ترڅو نوی اساسی قانون جوړیا تعدیل کیږي، همدا موجود اساسی قانون مرعی الاجراء دی.

(۳) د ملګروملتونو مؤسسه دي د افغان دولت او طالبانو هریو ډلی څخه د الف بند مطابق د پنځوس تنو لیست وغواړي (هره ډله له خپلو ملګرو بهر پنځوس تنه نوموي). په دغو سلو کسانو کی به مشترک یو یا څو کسان وي. مشترک نومان د ولمشرۍ مقام ته کاندید دي. بریالی کاندید هغه دی چی د مجلس له پاته غړو یی ٪۵۰ + ۱ رایه وړې وي.

 

ج. د حکومت موده. د بیطرف حکومت موده ۳-۵ کاله ده. پر افغانانو څو لسیږې جنګ تیر سویدی، هغوی امن او د خلکو په خوښه مستقر حکومت ته ضرورت لري او هغه ته زمینه مساعدول وخت غواړي چی تر ۳ کاله په کمه موده کې نه سي ترسره کیدای. دغه مشر خپل کاري ټیم پخپله جوړوي او نړیوال مرسته ورسره کوي. د موقت بیطرفه حکومت معنی دا نه ده چې هرڅه به له بیخه بدلیږي او له سره به پیلیږي. بلکې د دولت هرڅه په شمول د مثبتو لاسته راوړنو به پرځای وي او یوازې به د دولت د سر کسان عوض کیږي.

 

د. د بیطرف حکومت دنده:

۱. بیطرف حکومت د ملګروملتونو له مؤسسی غواړي چی د افغانستان ځمکنی تمامیت، ملي حاکمیت، استقلال او اسلامي هویت تضمین کړي.

۲. په افغانستان کې جنګ په قطعي ډول بندیږي، خارجي فوجونه وزي او نړیوالې اړیکې د متقابل احترام او همکارۍ پر بنیاد له سره تنظیمیږي.

۳. د دوحې د پریکړې سره سم، ددې لپاره چې افغانستان د افراطي عناصرو او ډلو ځای نه سي، نړیواله ټولنه د افغانستان سره نژدې همکاري کوي. خو تر هیڅ عنوان لاندې په افغانستان کې نظامي عملیات نسي کولای.

۴. د اوربند د مراقبت کمیسون جوړول. ۵ د اسلامی فقهی عالی شوری جوړول.

۶. د انتخابات کمیسون، د قانون د تسوید کمیسون، د بشری حقوق کمیسون، د ادغام کمیسون، د التیام کمیسون (د خلکو تر منځ تفاهم او ملي وحدت تقویه کول، د وطندوستی تبلیغ او د ناخوالو لیري کول).

۷. د افغانستان د بیا ودانیدو لپاره دې یو خاص نړیوال پولي صندوق جوړ سي. حکومت له دغه صندوقه پیسې اخلي. بیا به یو هیواد پخپله خوښه په افغانستان کې د مرستې په نوم مداخله نه کوي چې پیسه یو چا، یو تنظیم، یو قوم ته ورکوي او نور محروموي. له لرګي سړي جوړوي اوله سړي سوټی. د خارجی پیسو په زور د دولت سره موازي د قدرت جزیرې باید جوړې نسي. بلکې افغان دولت باید پر اوضاع حاکم او د خلکو د خدمت فرصت ولري. د افغانستان د خلکو سره مرسته باید یوازي د دولت له لارې وسي.

۸. افغانان مهاجرت ته اړ سویدي. د پاکستان او ایران څخه دې افغان مهاجرین د نړیوالو په مرسته بیرته افغانستان ته راوستل سي. له یوی خوا ایران او پاکستان بیابیا وایي چې افغان مهاجر یې پر اوږو بار دي، ددوی اقتصاد یې ورکمزوری کړی، ټولنيز او ثقافي مشکلات یې ورته پیدا کړیدي. له بلی خوا افغان حکومتونو بیا بیا پر ایران او پاکستان تور لګولی چې له افغان مهاجرینو څخه سوء استفاده کوي، د افغانستان په بې امنۍ او عدم استقرار کې کار ورڅخه اخلي او په عراق، سوریه او یمن کې یي جنګوي. د حل لاره داده چې افغان مهاجرین دې نور د ګاونډیانو له غیږې  حتما راخلاص سي. افغانان نباید د تل لپاره آواره او سرګردان او د نورو د سیاسي اهدافو د تحقق وسیله وي.

۹. د افغانستان له ټولو خلکو څخه ثقیله او غیرمجاز وسله ټولیږي. پوونده (کوچیان) او په غرونو او درو کې پراته خلک د ځان او مال د حفاظت لپاره وسلو ته ضرورت لري. خو دغسې مجاز وسله باید تعریف سي. غیرمجاز وسله چې دولت تهدیدولای سي، باید دچا سره نه وي او حکومت باید شرعا د قوې د استعمال او قانون د تطبيق یوازینی مرجع وي.

۱۰. د پورته نهه دندو د اکثریت د سرته رسیدو په صورت کې، د خپل ماموریت په اخیرو ۶ میاشتو کې موقت بیطرف حکومت دنده لري چې د قانون مطابق عام او شفاف انتخابات وکړي او قدرت بیله کومی بهانې منتخب حکومت ته وسپاري. د موقت بیطرف حکومت رئیس، وزیران، والیان، مشران قاضیان او لوی څارنوال نه لومړني انتخاباتو ته دریدلی شي او نه په منتخب حکومت کې برخه اخیستلای شي.

========== پای ==========

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟