No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد کابل ته راغلی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د دغې شورا له مشرتابه غړو سره د سولې په تړاو بحث او خبرې کړې دي.

د عبدالله عبدالله دفتر وایي، د افغان سولې لپاره د استانبول ناستې ته په کتو، کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد سفر به د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې طرحې پر وروستۍ کېدو ځانګړی اغېز ولري.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه په ارګ کې له ولسمشر غني سره هم لیدلي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، دواړو لورو د سولې بهیر پر پرمختګونو د ترکیې غونډې د چمتووالي په هکله خبرې اترې کړې دي.

: ‏اسد وحیدی د کابل پوهنتون استاد: خليلزاد په کابل کې له چارواکو غواړي چې نور طالب بنديان هم خوشي کړي او له ملګرو ملتونو په رسمي ډول وغواړي چې طالب مشران له تور لېسته وباسي.

ويل کېږي خليلزاد له هغه وروسته دا هڅه کوي چې طالبانو د ترکيې په ناسته کې د ګډون لپاره دا شرطونه وړاندې کړي دي.

: ‏کرونا در افغانستان؛ ۱۶ رویداد تازه ثبت شدند.

: ‏د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د وري میاشتې په اتمه نېټه د امنیتي ځواکونو له خوا  توغول شوي هاوان چې پر یوه کور لګېدلی یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي دي.

: ‏وقوع آتش سوزی در یک ذخیره گاه گاز در شهر هرات.

جیلانی فرهاد، سخنگوی والی هرات، می‌گوید که این آتش سوزی به علت بی توجهی رخ داده و تلاش‌ها برای خاموش سازی آتش در آنجا ادامه دارند.

: ‏لوی سارنوالی می‌گوید که مدیر عمومی محبس ولایت بلخ به اتهام پرداخت ١٠٠ هزار افغانی رشوت از سوی ریاست عمومی امنیت ملی و ریاست عمومی سارنوالی کنترول و مراقبت بازداشت شد.

: ‏د ملي امنيت شورا دفتر وایي، د ماليې وزارت له لوري د وضع شوي طرزالعمل له مخې د حمل یا وري له مياشتې وروسته، په هېواد کې د یوې کیلي موټرو ګرځول غیرقانوني دي.

‏یاد دفتر زیاتوي، له دې وروسته به په هېواد کې د یوې کلي موټرو  د وارداتو په هکله جدي څارنه کېږي او د قانوني اسنادو د ورکړې په برخه کې به هم اسانتياوې را منځته شي.

: ‏د زابل د مېزان ولسوالۍ امنیه قومندان او شپږ پولیس طالبانو سره یو ځای شوي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي، تېره شپه د زابل د مېزانې ولسوالې امنیه قومندان نسیم او شپږ پولیس له یوه رینجر موټر او وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

‏طالبان هم مني چې یاد کسان دوی ته تسلیم شوي دي.

: ‏ترکیه افغانستان کې د روانې جګړې د حل په موخه د اسلامي نړۍ د علماوو ګډ کنفرانس جوړوي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د ترکیې هېواد د دیني چارو له لوي رئیس دکتور علي ارباش سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي.

‏دواړه لوریو د افغانستان او ترکي علماوو تر منځ د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا او دغه راز د روانې جګړې د حل په موخه د اسلامي نړۍ د علماوو د ګډ کنفرانس پر جوړېدا هوکړه کړې.

: ‏مولود چاووش‌اوغلو وزیر امور خارجه ترکیه با سمیح شکری همتای مصری خود تلفنی گفت‌گو و فرا رسیدن ماه رمضان را به وی تبریک گفت.

: ‏سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل دمخه چې د مې لومړۍ نېټه ده، اعلان کړي.

: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي امریکا تورې بحیرې ته دوه جنګي کښتۍ لیږي. دا جنګي کښتۍ په داسې وخت کې تورې بحیرې ته ځي چې د اوکراین او روسیې تر منځ جنجال تود شوی دی.

: ‏فاکس نیوز امریکایي تلویزیون په یوه راپور کې ویلي چې ډېری امریکایي وګړي له افغانستان د سرتېرو د وتلو ملاتړي دي او په دې باور دي چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې له اوسنۍ جګړې شعاري او سیاسي استفاده کوي نو ښه به وي چې دغه سرتېري ژر تر ژره له افغانستان و ایستل شي.

: ‏پاکستان وایي په بېړه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړي نه دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغانستان باید د امریکایي ځواکونو وتل مسوولانه وي.

: ‏د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د ورکو شویو ۱۶ کارګرو مړي د پېښور په احسن خیل سیمه کې موندل شوي دي.دا کارګر لس کاله مخکې د کوهاټ اړوند دره ادم خیل سیمې نه تري تم شوي وو.یادو کسانو په دغه سیمه کې په یو کان کې کار کول چې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي او ناڅرګند ځای ته لېږدول شوي وو.

 : ‏د سعودي عربستان دفاع وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت درې نظامیان یې هېواد سره د خیانت په تور اعدام کړي دي.العربیه خبري شبکې ویلي،چې دې درې کسانو د دښمن په اشاره د سعودي عربستان ملي ګټو ته د زیان رسولو هڅه کوله چې تر پېژندلو وروسته نیول شوي او اعدام شوي دي.

: ‏ایراني چارواکو ویلي چې دغه هېواد تېر کال افغانستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت صادارت کړي دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد د ګمرکونو ادارې د معلوماتو له مخې ویلي چې ایران د تېر کال په ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت محصولات صادر کړي دي.

: ‏لانګ وار ژورنال وایي، چې د القاعده په ګډون په افغانستان کې فعالې نورې ترهګرې ډلې د امریکایي سرتېرو د وتلو پرېکړې ته بې صبرانه انتظار باسي. په مطلب کې راغلي، که چېرته امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي نو یادې ډلې به خپل مرکزونه دغه امن ځای (افغانستان) ته ولېږدوي.

: ‏ترکیې پر یونان د پي کې کې یاغي ډلې د ملاتړ تور پورې کړی دی. د ترکیې د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر رییس فخرالدین التون ویلي چې یونان د ترکیې له مخالفي وسله والې ډلې ملاتړ کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟