No-IMG

حکمتيار: د ترکيې په ناسته کې پر راتلونکي نظام او اساسي قانون خبرې نه کېږي

کابل – پژواک: د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې د ترکيې په ناسته کې پر راتلونکي نظام او اساسي قانون خبرې نه کېږي، او په دې اړه پرېکړه يواځې د لويې جرګې صلاحيت دى.

حکمتيار دا څرګندونې نن د وري په ٢٣مه، پخپل دفتر کې د افغانستان د ژورنالستانو يوې ډلې سره د ځانګړو خبرو پر مهال و کړې.

هغه په دې ناسته کې پر سولې پروسې، د ترکيې د استانبول پر ناستې، راتلونکي سياسي جوړښت، د سولې طرحې ، اوربند او يو شمېر نورو موضوعاتو په تفصيل سره خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې دامريکا په وړانديز او د ملګرو ملتونو، ترکيې او قطر په سرپرستۍ په استانبول ښار کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغان سياسي مشرانو او طالبانو ناسته د اپريل په ١٦مه (د وري په ٢٧مه)  ترسره شي.

خو ګلبدين حکمتيار وايي چې تر اوسه دا نېټه هم کره نه ده ځکه چې نه چاته بلنه ورکړل شوې او نه هم پلاوي په ډاګه شوې دي.

ده زياته کړه : (( د ترکيې ناسته په ډېر حساس وخت کې جوړېږي، له پخوانيو ناستې به ډېر توپير ولري زما هيله داد ه چې د استاتنبول په ناسته کې پرېکنده پرېکړه وشي.))

د هغه په وينا، د افغانستان په قضيه کې ټول ښکېل هېوادونه هم پکې ګډون کوي او يې هم پر دې توافقه کړى چې د افغانستان جګړه بايد نور پاى ته ورسېږي.

حکمتيار وايي چې  د افغانستان ګاونډيان، ازبيکستان، ترکمنستان، تاجيکستان ، هند ايران او پاکستان ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د حزب اسلامي مشر وويل : (( که چېرې لوى قدرتونه او د افغانستان ګاونډيان د جګړې ختمول غواړي، نو دننه افغانان يې هم ختموي))

د نوموړي په وينا، جګړه بهرنيانو پيل کړې او همدوى به يې پاى ته ورسوي.

حکمتيار د ملي روغې جوړې شورا لخوا د جمهوريت له لوري پر جوړې شوې طرحې نيوکه وکړه او ويل چې دا له ٣١ طرحو جوړه شوې، ايتلافي طرحه ده او تر ډېره پر اساسي قانون څرخيږي.

خو هغه وويل چې د ترکيې په ناسته کې پر اساسي قانون او د افغانستان پر راتلونکي نظام خبرې نه کېږي، ځکه چې د ناستې ګډونوال ددې صلاحيت نه لري.

ده زياته کړه : (( د افغانستان پر راتلونکي سياسي او حکومت جوړښت ، نظام، اساسي قانون او نورو سترو موضوعاتو په اړه د پرېکړې حق يواځې د لويې جرګې حق دى. ))

هغه وايي چې د استانبول په ناسته کې به يواځې پر اوربند او انتقالي حکومت خبريږي  او هيله يې څرګنده کړه چې طالبان مشروط اوربند ته اماده شي.

د حزب اسلامي مشر کابل ته د خليلزاد  وروستي سفر ته په اشارې سره وويل، هغه هڅه کوي چې د جمهوريت لوري لخوا يوه طرحه د ترکيې ناسته ته ولېږل شي.

حکمتيار پر يوې طرحې ټينګار کوي او زياتوي چې دوى هم چمتو دي چې له نورو سره پر يوې طرحې موافقه وکړي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبان هم اوس ځينو واقعيتونو ته متوجه شوي دي او غواړي چې دا جګړه پاى ته ورسېږي.

ده زياته کړه : (( موږ هڅه کوو، چې د جګړې د ختمولو لپاره له طالبانو سره ګډ نظر ولرو او پر يو شمېر مواردو ګډ دريځ لرو.))

د حزب اسلامي مشر وايي، چې د  بهرنيو ځواکونو د وتلو،  داوسني حکومت پر مهال د لنډ مهاله حکومت جوړول ، د طالبانو د بنديانو خوشې کول او له تور لېست څخه د هغوى د مشرانو د نومونو ويستل هغه موضوعات دي چې دوى او طالبان يې په اړه ګډ دريځ لري.

خو حکمتيار زياته کړه چې طالبان د استانبول ناستې لپاره تر اوسه کومه واضحه طرحه نه ده وړاندې کړې او په مسکو کې يې دريځ ډير څرګند نه و.

نوموړي د پژواک اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې حزب اسلامي او طالبان ايتلافي حکومت نه، بلکې لنډمهاله انتقالي حکومت غواړي.

هغه وايي په دې حکومت به هغو کسانو ته چې د ولس په وينو يې لاسونه سره دي او په فساد کې ښکېل وي، ځاى نه ورکول کېږي.

حکمتيار زياته کړه، چې هر لورى به يو شمېر کسان معرفي کوي چې بيا له شاوخوا ١٢٠ بې پې کسانو څخه يو نوى حکومت جوړېږي.

د حکومت مخالف  سياسي ګوندونو د واحدې طرحې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ده وويل چې پر هغې ډېر کار شوى و، پرېکړه ليک هم چمتو و، څو په يوه خبري کنفرانس کې يې اعلان کړي، خو پر ځينو موضوعاتو د اختلافاتو له امه وځنډول شو.

ده زياته کړه : (( ځېنو ګوندونو د راتلونکي غير متمرکز صدراتي نظام غوښتنه کوله، خو دا د هېواد په ګټه نه ده. ))

خبر او اېډېټ : جاوېد هميم کاکړ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟