No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د حزب اسلامي افغانستان ګوند مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار ویلي چې د ترکیې په کنفرانس کې پر راتلونکي نظام او اساسي قانون بحث نه کېږي او په وینا په دې اړه پرېکړه د لویې جرګې کار دی. نوموړي نن په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې، استانبول ناسته د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.

: ‏‏د طالبانو سیاسي دفتر وانید ډاکټر محمد نعیم: د ترکیې په غونډه کې پر ۱۶ اپریل ګډون نسو کولای.

خو له دې وروسته که پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې زمونږ مشوره اوس هم روانه ده، چې هر رنګه پرېکړه وسوه، مونږ به یې اعلان کړو.

: ‏ولسمشر غني وایي سوله راتلونکې ده، خو حکومتي چارواکي دې خپلو کارونو کې غفلت نه کوي.

اشرف غني د ښاري ودې او لار جوړونې اونۍ پروګرام ته د خبرو پرمهال وویل، چې سوله راځي، خو دوی باید خپلو کارونو کې غفلت ونه کړي ځکه راتلونکي نسلونه بیا خپل قضاوت کوي.

:د ازادو سیالیو دوو افغان لوبغاړو واحد الله نژند او سمیع الله فیضي تېره شپه (یکشنبې د وري په ۲۲مه) د ازادو سیالیو د (اې اېم سي) نړیوال سازمان د ۱۰۰ پړاو سیالیو کې چې د روسیې په مرکز مسکو کې جوړې شوې وې وتوانېدل چې خپل روسي سیالان پاویل ارډېشیو او سرګي ډېنسوف ته ماته ورکړي.

د دغو دوو لوبغاړو په درې پنځه دقیقه يي دورو کې وتوانېدل چې د امتیاز په توپیر ګټوونکي اعلان شي.

واحد الله نژند په ۷۵ کیلو ګرامه وزن او په خپله کارنامه کې له پنځو بریا او یوې ماتې سره ډګر ته ودانګل او خپل روسی سیال پاویل ارډېشیو چې هغه هم په خپله کارنامه کې پنځه بریاوې او یوه ماته لرله، مات کړي.

:‏خلیل‌زاد پس از دیدار با رهبران افغان کابل را ترک کرد.

: ‏د پکتیا د درېیو ولسوالیو لسګونه ځوانانو او قومي مخورو د دغه ولایت د پوهنې ریاست په دوه ګوني چلن تورن کړی دی. د پکتیا د درېیو ځدراڼو ولسوالیو شواک، ګرده څیړۍ او وزې ځدراڼ لسګونه معترضو اوسېدونکو ویلي چې له کلونو راهیسې ورسره د پوهنې برخه کې توپیری چلند کیږي.

: ‏د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د ملګرو ملتونو سلاکاران او نړیوال کارپوهان ګمارل شوي دي. یاد کمیسیون پر خپل ټویټر لیکلي چې د یادو کسانو د ګمارنې سپارښتنه په افغانستان کې د یو این ډي پي مشر ورته کړې ده.

: ‏د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند ژوندو هدیره او بابرو سیمه کي پر یوه زرنج او موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنې کړې چې له امله یې شپږ تنه ملکي وګړو خپل ژوند بایللی دی.

: ‏د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له زلمي خلیلزاد سره د ترکیې ناستې پر اجنډا او د غونډې لپاره پرچمتووالي خبرې کړې دي. دواړو لوریو په ترکیه کې د سولې خبرو لپاره پر چمتووالي، د خبرو اترو پر ترکیب، د غونډې پر اجنډا، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پلان او د غونډې پر پایلو خبرې کړې دي.

: ‏د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو نن سهار د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر ډاکټر محمد صالح برید کړی دی. د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وایي چې دغه پېښه نن سهار د مزار شریف ښار له فردوسي څلور لارې سره هغه مهال شوې چې یاد ډاکټر د خپلې دندې پر لور روان و.

: رجب طیب اردوغان٬ رئیس جمهور ترکیه به صورت رسمی از عبدالحمید دبیبه، نخست وزیر دولت وحدت ملی لیبی که به آنکارا سفر کرده٬ استقبال کرد.

این مراسم با اجرای سرود ملی و شلیک21 توپ به افتخار دو کشور آغاز شد.

دبیبه به گارد حاضر سلام نظامی داد.

پرچم 16 کشور ترک در طول تاریخ نیز در این مراسم برافراشته شد.

مولود چاووش‌اوغلو وزیر امور خارجه، خلوصی آکار وزیر دفاع ملی، مراد کوروم وزیر شهرسازی، عادل کارااسماعیل‌اوغلو وزیر حمل‌و‌نقل و زیرساخت، فخرالدین آلتون رئیس مرکز ارتباطات و ابراهیم کالین سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه نیز در این مراسم حضور یافتند.

: یکی از مقامات ارشد وزارت امور خارجه آمریکا در گفت‌وگو با رسانه‌های این کشور اظهار داشت که آنتونی بلینکن هفته جاری به بروکسل سفر خواهد کرد.

وی محور سفر وزیر امور خارجه آمریکا را بررسی مسائل مربوط به ایران، افغانستان و تنش میان روسیه و اوکراین اعلام کرد.

این مقام وزارت خارجه تاکید کرد که لوید آستین، وزیر دفاع آمریکا نیز 10 آوریل سفری مشابه به بلژیک، اسرائیل و آلمان داشت.

این سفر در حالیکه تنش میان روسیه و اوکراین بالا گرفته، توجهات را به خود معطوف کرده است.

: بر اساس گزارش‌های منتشر شده در مطبوعات محلی پاکستان، یک مقام ارشد این کشور که هفته گذشته در سفر سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه به اسلام‌آباد در جلسه بین هیات‌ها حضور داشته و نخواست نامش فاش شود، اعلام کرد که لاوروف "چک سفید امضا" به پاکستان پیشنهاد کرده است.

وی اظهار داشت که از لاوروف معنای آن را پرسیدیم و او اعلام کرد "اگر شما به خط لوله انتقال گاز، دفاع یا همکاری‌های دیگر علاقه‌مند باشید، روسیه برای کمک به شما در همه این زمینه‌ها آماده است."

این مقام پاکستانی همچنین تاکید کرد که چک سفید روسیه به معنای حمایت همه جانبه مسکو از اسلام آباد است.

: لطفی الوان، وزیر دارایی و خزانه‌داری ترکیه با انتشار پیامی در حساب توئیتر خود از دیدار با خالد عبدالله همتای لیبیایی خود خبر داد.

وی در پیام خود تصریح کرده است: ما در این دیدار در خصوص افزایش زمینه‌های همکاری بین وزارتخانه‌های خود (دارایی) به تبادل نظر پرداختیم.

: ‏د سټرایټس ټایمز خپرونې د افغانستان په اړه یو اوږد راپور خپور کړی دی.د راپور له مخې،ولسمشر بایډن ویلي، له تخنیکي پلوه په ټاکلې نېټه له افغانستانه د سرتېرو ایستل ممکن نه دي. راپور کاږي که چېرته بایډن خپله پرېکړه بدله نه کړي نو ښایي په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شي.

: ‏ایران د دغه هېواد په نطنز اټومي بټیو کې د شوې چاودنې پړه پر اسراییل اچولې ده او له یاد هېواد څخه یې د شوې پېښې د غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې دوی به د نطنز په اټومي بټیو کې د شوې وروستۍ پېښې غچ له اسراییل څخه واخلي.

: ‏وروسته تر هغه چې پرون د امریکا په میناپولیس کې یو بل تورپوستی د پولیسو له لوري په ډزو ووژل شو، نن ګڼ لاریونوال له (د تور پوستو ژوند هم مهم دی) تر عنوان لاندې شعارونو سره لارو کوڅو ته راوتلي دي او د امریکا له نوې ادارې څخه د تور پوستو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

: ‏د اندونیزیا دیني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اندونیزیا دیني عالمانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ظالمانه بللې او د تاوتریخوالي پر ژر تر ژره پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟