No-IMG

حکمتيار:روژه د روزني او تربيت يوه اغېزمنه مياشتنۍ تربيتي دوره ده

متن خطبه مشر معزز ( جمعه 27 حمل 1400 )

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

شَهۡرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِيٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلۡقُرۡءَانُ هُدٗى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٖ مِّنَ ٱلۡهُدَىٰ وَٱلۡفُرۡقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوۡ عَلَىٰ سَفَرٖ فَعِدَّةٞ مِّنۡ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ ٱللّٰهُ بِكُمُ ٱلۡيُسۡرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ ٱلۡعُسۡرَ وَلِتُكۡمِلُواْ ٱلۡعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ ٱللّٰهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمۡ وَلَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ البقره: ١٨٥ صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

د روژې مياشت هغه ده چي په هغې كي قرآن نازل شوى؛ د خلكو لپاره لارښود، د هدايت څرگندي نښي او فرقان، نو چي څوك دا مياشت بيامومي هغه دي روژه ونيسي او څوك چي بيمار وي او ياپه سفر باندي، نو پر ده له نورو ورځو؛ د شمېر پوره كول دي، الله تاسو ته د آسانتيا اراده لري او د سختي اراده درته نه لري، دا د دې لپاره چي شمېر پوره كړئ او د دې لپاره چي الله د هغه څه لپاره په لويي ياد كړئ چي تاسو ئې هدايت كړئ او چي شكر وكړئ.

د دې مياشتي روژه د دې لپاره فرض كړى شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، دا د خلكو لپاره لارښود كتاب، دا د څرگندو لارښوونو او د حق او باطل ترمنځ د فرق كولو لپاره روڼ څراغ په كي نازل شوى، د دې ستر نعمت د شكر اداء كولو لپاره بايد روژه ونيسئ، په دې سره به تاسو د الله په لويي او عظمت اعتراف كړى وي او د همدې روژې او د قرآن د درناوي په وجه به مو هدايت په برخه شي. داسي گمان مه كوئ چي الله تعالى له خپلو بندگانو سره د سختي كولو اراده لري، نه هغه په خپلو بندگانو ډېر ډېر مهربان دئ، قرآن رالېږل او روژه فرض كول د ده د پېرزويني او رحمت نښي او اسباب دي، له سختيو د ژغورني لپاره ئې دا قرآن رالېږلى او د قرآن د راتلو د مياشتي روژه ئې فرض كړې.

له دې آيت دا هم په څرگنده توگه معلومېږي چي د روژې مياشتي په داخلېدو سره د نړۍ پر ټولو مسلمانانو؛ هممهاله روژه نيول فرض كېږي. د روژې مياشت هغه وخت پيل كېږي چي د دې مياشت سپوږمۍ له محاق ووځي او د نړۍ په كوم ځاى كي وليدل شي، له محاق وتل او چېري د هغې څرگندېدلو معنى دا ده چي نوې مياشت پيل شوې او په ټولو روژه نيول لازم شوي، د دې آيت له مخي د مطالعو اختلاف اعتبار نه لري، داسي نه ده چي مياشتي په هر هېواد كي بېل بېل؛ پيل او پاى ولري.

روژه د روزني او تربيت يوه اغېزمنه مياشتنۍ تربيتي دوره ده؛ چي په هغې كي روژتي؛ د څو كارونو مشق او تمرين كوي؛ د خپلي خولې او شهوت مهارولو هڅه كوي؛ هره ورځ له سحر تر ماښام؛ له حلال رزق او له جائز جنسي مباشرت هم ډډه كوي؛ له هر هغه ناجائز كار هم ځان ساتي چي انسان ئې د هغو غړو په واسطه كوي چي د دوو شونډو او دوو پښو او ورنو تر منځ دي؛ ژبه له درواغ، غيبت، نمامت، بدي او ناوړه وينا ساتل، خوله له حرام او ناجائز خوراك ساتل، او خپل شهوت مهارول؛ دا دوه أعضاء داسي دي چي د انسان د دنيا او آخرت سعادت او شقاوت ورپوري تړلى، پيغمبر عليه السلام فرمايي: څوك چي د دغو دوو أعضاءو د مهارولو ضمانت راكړي، زه د جنت تضمين وركوم.

د دې مياشت روژه د دې لپاره پر موږ فرض شوې چي د قرآن نزول په همدې مياشت كي پيل شوى؛ قرآن تر بل هر نعمت ستر او لوړ نعمت دئ، دومره چي د نزول د شپې ارزښت ئې تر زرو مياشتو؛ يعني د انسان تر ټول ژوند؛ زيات دئ.

وروڼو خوېندو!

دا مياشت له قرآن سره تېره كړئ، د قرآن په زده كړي؛ ترجمه او تفسير، حفظ، تلاوت او په لمانځه كي قرائت ئې تېره كړئ. په دې مياشت كي خپل ورځنى ژوند داسي تنظيم او عيار كړئ چي تر بلي روژې پوري ئې همداسي وساتئ. په روژه كي يو ركعت نفل لمونځ د نورو ورځو د فرض لمانځه په اندازه اجر لري او يو آيت زده كول او په معنى ئې پوهېدل تر سل ركعته لمانځه زيات ارزښت او قدر لري.

برادران و خواهران عزيز!   

موضعگيرى أخير رئيس جمهور ايالات متحده أمريكا؛ مبنى بر عقب نشينى از معاهده دوحه و تأخير در خروج نيروهاى امريكايى از أفغانستان؛ افغانها را با وضعيت پيچيده و مبهم روبرو كرده و موانعى در برابر نشست محتمل استانبول إيجاد نموده است.

اگر ايالات متحده أمريكا؛ معاهده با امارت اسلامى طالبان را عملاً نقض كند و خروج نيروهايش را به تأخير بيندازد و در مقابل طالبان نيز با نشستها و مذاكرات مربوط به حل قضيه أفغانستان؛ به شمول نشست استانبول؛ مقاطعه اش را اعلان و عملى كند؛ با وضعيت پيچيده و خلاف انتظار مواجه خواهيم شد؛ چنين پيشآمدى نه به سود افغانستان است و نه ايالات متحده أمريكا؛ به سود نيروهاى جنگ طلب است؛ كه در كمين نشسته اند و منافع شان را با ادامه جنگ در افغانستان گره زده اند.

اين در حالى است كه همين يكى دو روز قبل؛ مسئولان نظامى حكومت جوبايدن اعلان كردند؛ كه خروج نيروهاى امريكايى تا ماه مى ممكن است و آمادگى و ظرفيت لازم را دارند؛ يعنى كه تأخير در خروج نيروها؛ دلائل سياسى دارد؛ نه لوژستيكى!! اما قصر سفيد؛ دلائل سياسى اين تأخير و نقض معاهده را نيز توضيح نداده؛ پنهان گذاشتن اين دلائل سياسى؛ شكوك و شبهات؛ نسبت به نيات أمريكا را بيشتر مى سازد. اگر احياناً دلائل موجه اى وجود دارد؛ بايد با افغانها در ميان گذاشته شود؛ على الأقل با امارت اسلامى طالبان كه طرف مقابل شان در يك معاهده مهم و امضاء شده دوحه است؛ و لازم بود با رقباى ايالات متحده در منطقه و جهان؛ كه حضور أمريكا را در افغانستان تهديدى براى منافع خود مى دانند؛ به صراحت مطرح مى شد؛ و پاسخ روشنى به پرسشها و شبهات شان ارائه مى گرديد. نقض يكجانبه معاهده؛ هيچ توجيه عقلانى و اخلاقى ندارد.

و اگر چنين تصميم يكجانبه و خلاف انتظار همه؛ حتمى و لابدى بود؛ بايد تا روشن شدن نتائج نشست استانبول؛ از اعلان آن خوددارى مى ورزيدند؛ و يا آن را به موافقه افغانها مشروط مى كردند.

تصميم جديد و غيرمترقبه ايالات متحده أمريكا؛ هيچ كمكى به حل بحران افغانستان نمى كند

البته تعهد أمريكا؛ مبنى بر اين كه انسحاب تمامى نيروهاى خارجى؛ به شمول نيروهاى اروپايى؛ از اول ماه مى آغاز و تا 11 سپتمبر تكميل مى شود؛ انكشاف قابل توجه است؛ اما عيب اساسى آن يكجانبه بودن و مغايرت آن با معاهده دوحه؛ ميان طالبان و ايالات متحده أمريكا است كه بى اعتمادى را باعث شده؛ بايد اقداماتى صورت گيرد كه به اين بى اعتمادى پايان دهد و التزام عملى به اين تعهد و اعلان جديد را ثابت كند. اگر أمريكا تعهد كند كه نيمى از اين نيروها را در ماه مى و بقيه را نيز طبق تقسيم الأوقات قابل قبول براى جانب افغانى بيرون مى كشد؛ و در اين مدت تمامى فعاليتهاى نظامى و استخباراتى شان را به گونه كامل متوقف مى كنند و در أمور داخلى افغانستان از هر نوع مداخله خوددارى مى ورزند؛ به اين صورت؛ شايد بتوان معضل و مشكل پيش آمده را حل كرد.   

طالبانو ته څو مشورې لرم:

كه سوله كوئ او كه د جنگ دوام ته ځان اړ او مجبور گڼئ؛ له مذاكراتو سره مقاطعه مه اعلانوئ؛ داسي مقاطعه نه يوازي تاسو ته هيڅ گټه نه لري بلكي د ټولي نړۍ او ټول أفغان ولس د ذهنيت په مقابل كي مو ودروي؛ افغانان سوله غواړي او د سولي په مخالفت كي دريځ او غږ نه خوښوي. څوك چي ځان په حقه گڼي او د مقابل لوري دريځ ورته ناحق او ناسم برېښي؛ ولي به له مذاكراتو ډډه كوي؟ په مذاكراتو كي هغه ته د خپل دريځ د حقانيت ثابتولو موقع په لاس ورځي؛ په ټول جرأت سره بايد په مذاكراتو كي برخه واخلي او د خپل دريځ د حقانيت دلائل؛ هم د مقابل لوري او هم د نړۍ والو په وړاندي كښېږدي. له دښمن سره د سولي په اړه د قرآن لارښوونه دا ده چي كه هغه سولي ته تمايل وښودو نو مسلمانان دي هم خپل تمايل څرگند كړي؛ كه څه هم گمان كوي چي دښمن به د خدعې او دوكې اراده لري، د دښمن د خدعې پروا دي نه كوي، پر خپل رب دي توكل وكړي او هغه دي ځان ته كافي وگڼي. لكه چي فرمايي: وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللّٰهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ٦١ وَإِن يُرِيدُوٓاْ أَن يَخۡدَعُوكَ فَإِنَّ حَسۡبَكَ ٱللّٰهُ ۚ هُوَ ٱلَّذِيٓ أَيَّدَكَ بِنَصۡرِهِۦ وَبِٱلۡمُؤۡمِنِينَ. الانفال: 61- ٦٢

د متحده ايالاتو وروستى دريځ او د معاهدې يو اړخيز نقض بايد د دې باعث نشي چي طالبان له افغانانو سره له ناستي هم ډډه وكړي.

د سپيني ماڼۍ وروستى دريځ كه له يوې خوا ناسم او د تعهداتو خلاف دئ او كافي عيبونه لري؛ له بلي خوا يو مثبت اړخ هم لري، او هغه دا چي د مې له مياشتي د امريكايي او اروپايي هېوادو د ټولو ځواكونو هممهاله وتل پيل كېږي او د سپتمبر تر 11 وړاندي به په بشپړه توگه وځي؛ همدې ته په پام سره خپل اوربند په څو مهمو شرائطو پوري مشروط كړئ:

1.            د كابل حكومت تعويض او داسي حكومت ته د اقتدار انتقال چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

2.            د بهرنيو ځواكونو د وتلو د داسي لړۍ عملاً پيلېدا چي نيمايي د مې په مياشت كي ووځي، د پاته برخي نيمايي په ورپسې مياشت كي او همداسي ټول د سپتمبر تر مياشتي وړاندي. خو مشروط په دې چي دا ځواكونه به په دې موده كي ټول جنگي او استخباراتي فعاليتونه په بشپړه توگه متوقف كوي او د هېواد په چارو كي به له هرراز لاسوهني او مداخلې ډډه كوي.

3.            د ټولو هغو زندانيانو فوراً او په بشپړه توگه خوشي كېدا چي په تېرو شلو كلونو كي د سياسي او نظامي فعاليتونو په تور نيول شوي.

4.            د أمريكا له تور فهرست د ټولو هغو افغانانو نومونه حذفول چي د أمريكا له حضور سره د مخالفت له كبله په دې فهرستونو كي نيول شوي

5.            هغه هېوادونه چي په تېرو شلو كلونو كي او د نظامي تجاوز له كبله ئې افغانانو او افغانستان ته كوم زيانونه رسولي؛ بايد د دې جنگى خسائرو او مالي او ځاني زيانانو د جبران؛ كلك او تضمين شوى تعهد وكړي. دا هغه څه دي چي د دوحې په تړون كي له پامه غورځول شوى؛ اوس ئې ښه فرصت دئ چي پرې ټينگار وشي.

د طالبانو له لوري د داسي دريځ اعلان به نه يوازي مقابل لورى په يوه حرج او تدافعي موقف كي ودروي او د عدم توافق په صورت كي به د پېښو مسئوليت هغوى ته راجع كوي؛ بلكي طالبانو ته به د مذاكراتو په ميدان كي منطقي برلاسي ورپه برخه كوي او د بحران په بشپړ او فوري حل كي به ممد ثابتېږي.

زه ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول بلنه وركوم چي راشئ همدا دريځ غوره كړو او د استانبول په ناستي كي د شلو كلونو جنگي خسائرو او زيانونو د جبران جدي مطالبه وكړو.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک