No-IMG

حکمتيار: طالبانو ته مې مشوره ده چې له مذاكراتو سره مقاطعه مه اعلانوئ

طالبانو ته څو مشورې لرم:

كه سوله كوئ او كه د جنگ دوام ته ځان اړ او مجبور گڼئ؛ له مذاكراتو سره مقاطعه مه اعلانوئ؛ داسي مقاطعه نه يوازي تاسو ته هيڅ گټه نه لري بلكي د ټولي نړۍ او ټول أفغان ولس د ذهنيت په مقابل كي مو ودروي؛ افغانان سوله غواړي او د سولي په مخالفت كي دريځ او غږ نه خوښوي. څوك چي ځان په حقه گڼي او د مقابل لوري دريځ ورته ناحق او ناسم برېښي؛ ولي به له مذاكراتو ډډه كوي؟ په مذاكراتو كي هغه ته د خپل دريځ د حقانيت ثابتولو موقع په لاس ورځي؛ په ټول جرأت سره بايد په مذاكراتو كي برخه واخلي او د خپل دريځ د حقانيت دلائل؛ هم د مقابل لوري او هم د نړۍ والو په وړاندي كښېږدي. له دښمن سره د سولي په اړه د قرآن لارښوونه دا ده چي كه هغه سولي ته تمايل وښودو نو مسلمانان دي هم خپل تمايل څرگند كړي؛ كه څه هم گمان كوي چي دښمن به د خدعې او دوكې اراده لري، د دښمن د خدعې پروا دي نه كوي، پر خپل رب دي توكل وكړي او هغه دي ځان ته كافي وگڼي. لكه چي فرمايي: وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللّٰهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ٦١ وَإِن يُرِيدُوٓاْ أَن يَخۡدَعُوكَ فَإِنَّ حَسۡبَكَ ٱللّٰهُ ۚ هُوَ ٱلَّذِيٓ أَيَّدَكَ بِنَصۡرِهِۦ وَبِٱلۡمُؤۡمِنِينَ. الانفال: 61- ٦٢

د متحده ايالاتو وروستى دريځ او د معاهدې يو اړخيز نقض بايد د دې باعث نشي چي طالبان له افغانانو سره له ناستي هم ډډه وكړي.

د سپيني ماڼۍ وروستى دريځ كه له يوې خوا ناسم او د تعهداتو خلاف دئ او كافي عيبونه لري؛ له بلي خوا يو مثبت اړخ هم لري، او هغه دا چي د مې له مياشتي د امريكايي او اروپايي هېوادو د ټولو ځواكونو هممهاله وتل پيل كېږي او د سپتمبر تر 11 وړاندي به په بشپړه توگه وځي؛ همدې ته په پام سره خپل اوربند په څو مهمو شرائطو پوري مشروط كړئ:

1.            د كابل حكومت تعويض او داسي حكومت ته د اقتدار انتقال چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

2.            د بهرنيو ځواكونو د وتلو د داسي لړۍ عملاً پيلېدا چي نيمايي د مې په مياشت كي ووځي، د پاته برخي نيمايي په ورپسې مياشت كي او همداسي ټول د سپتمبر تر مياشتي وړاندي. خو مشروط په دې چي دا ځواكونه به په دې موده كي ټول جنگي او استخباراتي فعاليتونه په بشپړه توگه متوقف كوي او د هېواد په چارو كي به له هرراز لاسوهني او مداخلې ډډه كوي.

3.            د ټولو هغو زندانيانو فوراً او په بشپړه توگه خوشي كېدا چي په تېرو شلو كلونو كي د سياسي او نظامي فعاليتونو په تور نيول شوي.

4.            د أمريكا له تور فهرست د ټولو هغو افغانانو نومونه حذفول چي د أمريكا له حضور سره د مخالفت له كبله په دې فهرستونو كي نيول شوي

5.            هغه هېوادونه چي په تېرو شلو كلونو كي او د نظامي تجاوز له كبله ئې افغانانو او افغانستان ته كوم زيانونه رسولي؛ بايد د دې جنگى خسائرو او مالي او ځاني زيانانو د جبران؛ كلك او تضمين شوى تعهد وكړي. دا هغه څه دي چي د دوحې په تړون كي له پامه غورځول شوى؛ اوس ئې ښه فرصت دئ چي پرې ټينگار وشي.

د طالبانو له لوري د داسي دريځ اعلان به نه يوازي مقابل لورى په يوه حرج او تدافعي موقف كي ودروي او د عدم توافق په صورت كي به د پېښو مسئوليت هغوى ته راجع كوي؛ بلكي طالبانو ته به د مذاكراتو په ميدان كي منطقي برلاسي ورپه برخه كوي او د بحران په بشپړ او فوري حل كي به ممد ثابتېږي.

زه ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول بلنه وركوم چي راشئ همدا دريځ غوره كړو او د استانبول په ناستي كي د شلو كلونو جنگي خسائرو او زيانونو د جبران جدي مطالبه وكړو.

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟