No-IMG

د سولې وروستي فرصتونه

پر دې اکثره کارپوهان پوهېږي چې افغانستان کې روانه درې څلوېښتکلنه جګړه ، د سترو زبرځوکوانو جګړه وه او افغانان په کې د سونتوکو په توګه قرباني شول . البته په دې غمیزه کې د افغانانو توره او مېړانه پر خپل ځای د یادونې وړ ده ، خو دلته توره او سیاسي بصیرت کله هم سره موازي نه شول ، نو ځکه خو یې د یوې مثمرې نتیجې پر ځای افغانانو ته دا لویه غمیزه د میراث په توګه پرېښودله. اوس تقریباً د وروستي ځل لپاره بیا د سولې لپاره یو څه فرصت برابر شوی، که له دې فرصت څخه هم ښکېلې غاړې سمه ګټه پورته نه کړي ، نو د دې اټکل شته چې هېواد داسې یو لوی ناورین ته لاړ شي چې تر تېرو غمیزو هم ډېر خطرناک وي .

 اوسنیو فرصتونو ته هم د هیله منتیا او هم د نهیلۍ په سترګه کتل کېدی شي:

۱-نهیلي :

نهیلي دا ده چې ستر زبرځواکونه له هر اشغال شوي هېواد څخه د هر علت ؛ ماتې ، مجبوریت ، تېروتنې ، ضرورت او ان خپلې خوښې له امله وځي، په نړیواله کچه د هغوی باور ته زیان رسي ، نو د دغه زیان د جبران او پامغلطۍ لپاره دوی هغه هېواد جوړ او سلامت نه پرېږدي ؛ یا یې د تجزیې له ګواښ سره مخامخوي ، یا له کورنیو جګړو سره ، یا له اقتصادي بحران او یا هم له نورو ناروغیو سره. کله کله یې بیا کوم خپل ملګري ، خو د دې بل ، رقیب ګاونډي هېواد ته د کنټرول لپاره په اجاره یي ډول ورسپاري . وېره دا ده چې امریکا او ناټو افغانستان په لوی لاس کورنیو جګړو ته ورستون نه کړي او یا یې پاکستان ته په ټیکه ور نه کړي. پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، امریکا سره ان د خپل عزت په بیه هم هر ډول معاملې ته حاضر دی. نو پاکستان به د پیسو د ډالۍ او همدارنګه د اقتصادي بندیزونو د ختمېدو په بیه پر طالبانو د پخوا په شان د یوې پروژې په توګه معامله وکړي ، طالبان به له زوره او ځواکه وغورځوي ، داسې یو حالت ته به یې ورسوي چې نه د حکومت د نیولو وس ولري او نه به هم حکومت داسې یو ځواکمن حالت کې وي چې طالبان ختم کړي ، نتیجه به دا وي چې وروروژنه او افغانوژنه به روانه وي ، هېواد به د یو کمزوري حکومت څښتن وي او ان د خپل جوړښت په داخل کې به هم د سمون وس و نه لري . د دې احتمال هم شته چې پاکستان امریکا ته یوه غوړه مړۍ خوله کې ایښې وي ، چې د طالبانو واکمني تاسو ته هېڅ ډول خطر نه دی ، له هند سره زموږ د مقابلې لپاره په افغانستان کې موږ ته همداسې یو دوست حکومت په کار دی، دوی به په هېڅ وجه د القاعده ، داعش او نورو ډلو په شان ستاسې مخالفې ډلې په افغانستان کې نه پرېږدي ، د دې ډول خطرونو تضمین موږ کوو ، نو په داسې یو حالت کې به امریکا د افغانستان له اوسني حکومت سره خپلې مرستې کمې کړي ، نو دا حکومت چې هسې هم  د اضدادو یوه مجموعه ده او په نورو لسګونو مرضونو ککړ دی ، له طالبانو سره به اوږده جګړه و نه کړای شي، ښارونه او ښارګوټي به لاس په لاس شي ، طالبان به په انقلابي ډول کابل ته راننوزي او یو ځل بیا به هماغه جهادي داستان تکرار شي ، د روسیې ، هند او ایران له خوا به د طالبانو د مخالفو ځواکونو ملاتړ وشي او بیا به د نویمو کلونو غمیزه راغبرګه شي.

۲-هیله منیتا:

د هیله منتیا یو څه څرکونه هم شته او هغه دا چې هم بهرنیو ځواکونو او هم کورنیو لوبغاړو سیاستوالو ته یو غوړېدلی کتاب پروت دی، ټول پر دې پوهېږي چې یو وړه تېروتنه هم د تېرو غمیزو د تکرار سبب کېدی شي ، امریکایان زړه کې پوهېږي چې دوی ته کوم سردرد پېښ شوی ، پاکستان په کې دخیل و، پاکستان هم د دې ویره احساسوي چې امریکا پر دې پوهېږي چې دلته امریکایانو ته د ستونزو په ټوکېدو کې د پاکستان اساسي نقش و ، هسې نه چې له سیمې څخه تر وتو وروسته د دې ستونزو غچ له پاکستانه واخلي . پاکستان بیا له اقتصادي ، سیاسي او نظامي پلوه د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او د امریکا یوه وړه ټېله یې له ګړنګه ګوزارولو ته بسنه کوي. طالبان باید پر دې پوه شي چې د پاکستان دوستي تر زهرو هم خطرناکه ده ، دوی دا مزه یو ځل څکلې او د بیا څکلو تجربه یې د دوی د مرګ په بیه تمامېږي ، پاکستان اساساً په افغانستان کې یو بې ثباته اقلیت محوره حکومت غواړي ، نه یې طالبان طبیعي متحدین دي او نه هم اسلامي حزب ، البته دا دواړه حرکتونه داسې وسیلې وې چې د بهرنیانو په مقابل کې یې د جنګ پوره ځواک درلود، نو ځکه یې د جنګ پر مهال د هغوی له قوت څخه د خپل ځان لپاره اعظمي ګټه پورته کړه ، خو کله چې په لاهورپنډۍ کې د څوکیو وېش مطرح کېده ، د حکمتیار پر ځای یې رباني غوره وباله، نو پاکستان غواړي یو ځل بیا هماغه زوړ فورمول تکرار کړي او طالبان د واک د وېش پر مهال د اسلامي حزب له برخلیلک سره مخامخ کړي . دلته بیا په دې بل اړخ ؛ حکومت کې هم خبره د پخوا په څېر ده ، ډاکټر غني د ډاکټر نجیب په رول کې دی ، صالح د محتاط ، دانش د کشمند، د نبي عظیمي او جنرال بابه جان په رول کې هم ورته کسان شته ، جنرال دوستم لا لږ ترلږه په خپل رول کې دی، ایران هم د پخوا په څېر وحدت حزب ته نوی پوځي روح ، سر او سامان ورکوي ، غني پر دې پوهېږي او یا باید پر دې پوه شي چې وړه تېروتنه یې هم د ده او هم د نظام د ړنګېدو سبب ګرځېدلی شي، دی پر دې پوهېږي چې د ده پر شاخوا راټول څو اومغلن سیاسي ماشومان د تورې نه دي ، نو ځکه خو د پخوانیو تاریخ تېرو او بګېل شویو جنګسالارانو د انسجام هڅې کوي ، هماغه ټوپکمار چې هم د ده ، هم د وطن او هم د ټول نظام مخالف دي .  ډاکټر غني ته د ډاکټر نجیب د حکومت ړنګېدل خپله یو غوړېدلی کتاب دی ، دی خپله هم تر هر چا زیات د همغه حالت یادونه کوي .

نتیجه:

زموږ د لیکنې هدف دا دی چې هم ډاکټر غني او هم طالبان اوس پوره تجربه لري ، که له دې تجربو یې راتلونکو میاشتو کې دقیقه او پر ځای ګټه پورته نه کړه او خپلمنځي روغه جوړه یې رامنځته نه کړه ، نو کېدی شي غني د ډاکټر نجیب او طالبان د اسلامي حزب پر برخلیک اخته شي او هم د راتلونکي احتمالي غمیزي غټ عاملین وګڼل شي ، خو روغه جوړه د ټولو په ګټه ده ، هم حکومت له پاشنې ژغورل کېږي ، هم د نظام اډانه نه ماتېږي ، هم هېواد بېرته تېر بحران ته نه ستنېږي او هم د ګاونډیانو شومې ارادې شنډېږي. افغانستان لوی هېواد دی  ټول په کې ځاییږي ، هم بډایه اشرف غني او هم د مدرسې طالب .

که د قدرت د وېش موضوع مطرح وي ، نو که داسې یو وړاندیز وشي چې د پوځي او عدلي ارګانونو یو غوښنه برخه دې طالبانو ته ورکړل شي چې د دوی په اصطلاح شریعت پلی کړي ، اقتصادي چارې ، د بندونو جوړونه او نړیوال اړیکي دې غني او د ده اړوند ټیم ته وسپارل شي ، تر یو لنډمهاله دې په دې ګډ حکومت او اوربند کې ګوزاره وکړي ، بیا دې ورو ورو ټاکنو ته لاړ شي. وروستی هدف سوله او د نظام تداوم دی، که د دې دواړو مطرحو لورو رښتیا هم پر وطن او هېوادوالو زړه دردېږي ، نو د دغو دوو سترو ضرورتونو د ټینګښت او پوره کولو لپاره باید هلې ځلې وکړي ، نه دا چې د هغو مخې ته تیږې تولې کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟