No-IMG

د امريکا ظلمونو جنایتونو جرمونو مسؤلیت چا ته راجع کیږي؟

د امریکا ولسمشر جوباېډن له افغانستانه د خپلو نظامي او استخبارتي ځواکونو د ایستلو په رابطه نهايي فیصله وکړه، داسې مالومیږي چې نور په افغانستان کې د دوی نظامي شتون او په جنګ بې ځایه پانګونه او مصرفونه ورته بې ارزښته او بې معنا تمامیږي، د دوی په وینا چې ګواکې مونږ په دې جګړه کې خپل اهداف ترلاسه کړي دي، نور وخت د دې راغلی چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسو، باقي په افغانستان کې زمونږ شتون ته اړتیا نه شته او دغه جګړه د هیچا  په ګټه نه ده، جګړه نوره باید متوقف شي.

په دې خو هغه ريښتني، الله پرست او افغانپاله افغانان ښه پوهیږي چې د نړیوالو دغه جګړه په افغانانو باندې ډیر په تدریجي او سیستماتیک ډول وتپل شوه، له بده مرغه شل کاله کیږي چې نړیوال د افغانستان په همدغه بدبخته جګړه کې ښکیل دي په دې جګړه کې د دوی په امر یو ملیون بیګناه افغانان ووژل شول، افغانستان یې په ګنډوالو بدل کړ ولسونه مو بې عزته شول، قومي مشران، علماء او د کار ځوانان مو ترور شول، زمونږ اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شول، ملت مو په فقر او غربت کې ژوندی کوي، د دې جګړې له وجې ټول افغانان له هر څه نه محروم پاتې شوي دي، د بمونو بمبارونو له وجې نوی نسل مو تباهۍ سره مخ دی، په زرګونه سوءشکل ماشومان په روغتنونو کې دنیا ته راځي، حتی  په فکري جګړې باندې په ملیاردونو ډالر په شکل د اشکالو استعمالیږي، درې ملیونه ځوانان مو له نشه‌يي موادو سره لاس او ګریوان دي، په زرګونه بېګناه افغانان په بندیخانو کې ژوند کوي، د ډیرو خو لا مړي ژوندي هم مالوم نه دي.

ایا داسې څوک شته چی ورته ووايي د دې ظلمونو جنایتونو جرمونو مسؤلیت چا ته راجع کیږي؟

Who will be responsible for all the damage that was caused and killed million of Afghan’s?

له شکه پرته نړیوال د دې ټولو زیانونو وژلو مسؤلیت لري، د ملیونونو افغانانو تلفات او زیانونو پړه باید په غاړه واخلي!

روسان او امریکایان ناټو د دوی متحدین او حامیان د افغانانو قرضداري دي، د جګړې غرامت باید جبران کړي، تیښته او وتل خو اسان دي، خو افغانان د خپل حق غوښتونکي دي.

په داسې حال کې چې د منطقې نورو هیوادونو سره د افغانستان په سرنوشت باندې معامله کوي او هر یو ته خپل امتیاز او ګټې په نظر کې لري، د مثال په توګه روسانو سره په افغانستان کې د (اوکراين) په سر د جوړ جاړي خبرې اتری روانې کړې دي، له ایران سره د اتمي انرژۍ په اړه د خبرو مذاکراتو لړې پیل کړې ده.

همداسې نور هیوادونه دي چې پټې ښکاره جوړجاړی ورسره جریان لري؛ مونږ هم بايد د خپل تاوان په اړه له نړيوالو جدي غوښتنه وکړو. افسوس په هغه پردیپالو افغانانو چې خپل ملت وطن او اسلامي ملي ارزښتونه پلوري او د افغانستان ملي مسایل ورته هیڅ ارزښت او اهمیت نه لري،  فقط د خپلو شخصي موقفونو او ګټو په خاطر هغه څه کوي چې ملت او هیواد له یو لوی بحران سره مخ کوي.!

له بلې خوا په لوی لاس جوباېډن د دوحی تړون له سبوتاژ خواته وړي، که چیری د دوحی توافقنامې او خپلو ژمنونو نه سرغړونه وکړي ممکن دا به په خپله د سولې په خبرو باندې منفي اغيزه وکړي، شاید د باور او د اعتماد فضأ نوره هم کړکيچنه شي د دوی دغه عکس العمل خپله په افغانستان کې د جګړې یو لوی لامل کیدی شي، نړیوال د جګړو او د بدبختیو  اصلي عامل په دقت سره باید وڅيړي او له سره غور پری وکړي، که قصداً د دې هڅه کیږي چې د دوحې تړون سبوتاژ کړي، او په یو نوي ستراتژي باندې تمرکز کوي، او یا  د سولې خبری په یو بل بحران باندې بدلول غواړي؛ ممکن بیا به داسې وضعیت رامینځ ته شي چی د نړیوالو او د دوی متحدینو له کنترول نه به بهر وي او مسؤلیت به همدوی ته موجه کیږي، له بده مرغه بعضې داسې مسایل دي چی ملت تری خبر او اطلاع نه لري، خو د پردې تر شا بل څه روان وي د غلامانو او پردیپالو په واسطه ملت او هیواد پلورل کیږي.!

واقعیت دا دی چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې په یو رسمي تړون باندی توافق کړی.

زما په نظر ښه به دا وي چې امریکا خپلو توافقنامې ټولو مادو  ته ژمن واوسي، که په اسټانبول کې خبری او بحث کیږي په اساس دې هماغه تړون باید ترسره شي څو ټول افغانان د سولی مذاکراتو په میز کښيني او خپل ملي مسایلو په خپله حل وفصل کړي، او په ضمن کې  ټول افغانان باید د یوبل غوښتنو او شرطونو ته احترام او درناوې ولري او په عمل کې ثابته کړي څو ټول افغانان یو اساسي هدف ته ورسیږي، ځکه ملت مو نور  د جګړو او د پردیو توطیو دسیسو توان نه لري. افغانان په دې هیله دي چې په اسټانبول کې پرته د بهرنیانو له وساطت نه یو منظم خپلواکه اسلامي نظام او حکومت رامینځ ته شي.

الله تعالی دې افغانان په خپل مینځ کی متحد او په اتفاق لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟