No-IMG

د ښځو مشري - فضل مولا توره کی

ښځه دې مشره کړه مړونو ته دې کار وکتو

وزګار سړو ته دې کورونو کې روزګار وکتو

جارو کول لوښي مينځل نور د سړيو کارشو

کالي مينځل اوتو کول دې لا پرې بار وکتو

وړۀ دې د شپې اغږي۔ ډوډۍ دې بيا سهار پخوي

په ځنډن چای دې خوار خاوند ته لوی اخطار وکتو

سهار چې پاڅي دفتري ښځه له خوبه ځنې

وايي سړيه ! څه شوې ماله دې پايزار وکتو ؟

ځان به سینګار کړي ته به وايې چې وادۀ ته درومي

دتګ پر وخت که دې ښارو غوندې رفتار وکتو

جګ يې بوټونه۔ ببر سر لنډ تنګ پطلون يې پرتن

که دې پر لار د لنډغرو لوی قطار وکتو

نو بيا به وايې چې لعنت په نارينه و شه ستا

چې بر بنډتوب يې ستا لپاره افتخار وکتو

تش په نامه يې وي لباس نور بربنډه ګرخي

وا بوسلمانه ! پلار نیکه ته دې لوی عار وکتو

سړي چې ورشي کوم دفتر ته وايي بست نشته دی

که ښځه ور شي وايي مونږ ډېر انتظار وکتو

سر له سبا ته مقرره يې دفتر ته راځه

مونږه لياقت ستا له کاليو او سينګار وکتو

د اضافې دمعاش ګوره هېڅ پروا ونه کړې

پرون مې ستا مور وکته ۔ نن مې دې پلار وکتو

کور کې به خړه پړه ګرځي د مېړه په مخکې

بهر چې ځي که دې دا حسن خوشبو دار وکتو

لېونی کېږې چې له خپل محرم به سترکوي

له نا محرم که دې ددې هغه بنډار وکتو

دبې ننګۍ۔ بې پرده ګۍ سېلاب دې راوستلو

رئيس ۔ والي ۔ معين ۔ وزير ته دې دستيار وکتو

د دوی ترمنځ به اوس جلسې او ټريننګونه کېږي

خوار مراجع ته دې هر ځای کې بېرو بار وکتو

ښځه دفتر کې نوکري مېړه يې کورکې ناست وې

ګومان مې نه شي که چا يوه لحظه کرار وکتو

ډيموکراسۍ کې پاچا ښځې له کور وويستلې

ښار او دفتر کې يې د دوی لپاره یار وکتو

چې په کوم قام کې ښځه مشره شوله قام هلاک شو

په ( بْخاري ) کې مې د خوږ نبي ګفتار وکتو

بيا به څوک ښځه بې پردې له کوره نه وباسي

دله ديوس که چا راځوړند په کوم دار وکتو

د ښځو خپل مقام معلوم دی د سړيو هم خپل                

رد او بدل مې له فطرت څخه انکار وکتو 

ښځه خو مور ده ۔ ښځه خور ده ۔ ښځه لور او مېرمن

ما دا خپل کور لکه جنت ۔ دوی ته تيار وکتو

مؤمنو ښځو ! ( توره کی ) کوي سلام ټولو ته

ستاسو حجاب يې د طاغوت په سرګوزار وکتو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک