No-IMG

د عمر بن عبد العزیز لوړ همتي

    عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته د هغه غلام مزاحم د ده د اولاد په اړه وویل چې هغوی به ستا له مرګه وروسته هیڅ نه لري، ځکه تا هغوی ته هیڅ شی نه دې پرې ایښي، هغوی به اینده کې له لوږي او خورا سخت ژوند سره مخامخ شي، هغه ورته وویل: مزاحمه! ما ته الله له مینې او شوقه ډک زړه راکړی دی، چې دنیا کې کوم شی ترلاسه کړم تر هغه لوړ شي ته مې زړه کې هیلې وټوکیږي. او غواړم هغه هم ترلاسه کړم.

    عمر زیاته کړه: ماشومتوب کې مې علومو سره مینه وه، لکه حدیث او د عربي علوم،  هغه مې چې څومره غوښتل ترلاسه مې کړل، بیا مې امارت ترلاسه کولو ته شوق پیدا شو او د مدینې امیر وټاکل شوم، امارت کې مې ښو جامو، ارزښتناکو عطرونو او د دنیا نورو ښکلاوو  سره مینه وه هغه مې دومره تر لاسه کړل چې زموږ ټوله کورنۍ کې به چا دومره نه وي ترلاسه کړي.

    دې مضمون ته ورته د عمر بن عبد العزیز رحمه الله صالح وزیر رجاء بن حیوه رحمه الله،  نه یو روایت راغلی، هغه وايي: عمر بن عبد العزیز چې د مدینې والي و، ما ته یې وویل یو جوړ جامې راته راوړه، زه ولاړم په پینځه سوه درهمه مې خورا ګران بیه او نرمې جامې ورته واخیستلې، خو چې هغه ته مې راوړې هغه راته وویل: ښې جامې دي خو چې ارزانه نه وی! بل روایت کې راغلي: هغه وویل: ښې جامې دي خو چې یو څه ځېږې نه وی.

    رجاء بن حیوه وايي: کله چې عمر خلیفه وټاکل شو یوه ورځ یې جامو ته ولیږلم، په پینځه درهمه مې ارزان بیه او زیږې جامې ورته واخیستلې، کله مې چې هغه ته راوړې او هغه وکتلې، راته ویې ویل: ښې جامې دي، خو چې دومره ګرانبیه نه وی! بل روایت کې راغلي هغه وویل: ښې جامې دي خو چې دومره نرمي نه وی.

   رجاء بن حیوه وايي کله مې چې د ده دا خبرې واوریدلې، هغه د مدینې د امارت د وخت د خورا ګرانبیه جامو په اړه د ده خبره مې  رایاده  شوه، نو ورته په ژړا شوم، ده راته وویل: ولې ژاړې؟! ما ورته وویل: څو کاله مخکې مې چې مدینه کې تا ته کومې جامې اخیستې وې د هغو په اړه ستا خبره رایاد شوه. د هغو خورا ارزښتناکو او نرمو جامو په اړه تا هغه مهال ویل چې ښې جامې دي خو چې دومره ارزانبیه نه وی، یا دومره زیږې نه وی.

    عمر ورته وویل: رجاء! ما ته الله له مینې او شوقه ډک زړه راکړی دی، چې دنیا یو څه ترلاسه کړم تر هغه لوړ شي ته مې زړه کې هیلې وټوکیږي. ځواني کې مې مینه لرله چې خپلي د تره لور فاطمې سره نکاح وکړم، هغه مې نکاح کړه، بیا مې امارت ته مینه پیدا شوه هغه مې هم ترلاسه کړ، بیا مې خلافت ته اندېښنه شوه هغه هم راته ورسیده. رجاء! اوس مې زړه غواړي جنت ترلاسه کړم. سیرة عمر بن عبد العزیز لابن الجوزي، الخلیفة الزاهد لعبد العزیز سید الاهل

     مطلب د دنیا وروستی ترټولو ستر مقام (خلافت) یې هم ترلاسه کړ، نور خو دنیا کې تر دې لوړ درجه شی نه و چې عمر یې هیله لرلې وی او هلته د ده مزاج داسې و چې کوم ښه شی به یې ترلاسه کړ له هغه زیات ښه شي ته به یې اندېښنه شوه، نو د خلافت زمانه کې یې د جنت ترلاسه کولو هیلې او اندېښنې راوپاریدلې! او هغه دومره له ولولو او جذبو ډکې چې د ده د دوه کاله پینځه میاشتې د خلافت ژوند کیسې یې په څو ټوکه کتابونو کې علماوو پوره نه دې رانغښتې. الله دې جنتونه نصیب کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟