No-IMG

ورکې سجدې - فضل مولا توره کی

د صوفیا ښکلي مسجدکې راپيدا ورکې سجدې شوې

داسلام د دښمنانو په زړو بلې سرې لمبې شوې

د فاتح يادګار تازه شو دطغرل ارواح شوه ښاده

دغازي عثمان په لاس بيادجهاد تورې تېرې شوې

بیا خپ شوو اذانونو انګازې پر افق وکړې

بيا پر کور د شیطانانو زلزلې شوې غلبلې شوې

دامت هېرشوي برم بيا له خاورو سر اوچت کړو

پرصلیب باندې بیا ځکه دذلت څپې خورې شوې

د اقصیٰ د فتحې زېری به له ځانه سره راوړي

راښکاره دې بیاجهان ته آسمان څکې منارې شوې

دتوحيدله اوچت بانګ دې دطاغوت ماڼۍلړزېږي

پرمسکواوواشنګټن بيارڼاورځې تورې شپې شوې

چې تش نوم دې راپه يادکړم سترګې ډکې شي له اوښکو

اندلسه! ستا په غېږکې رانه ورکې څوقصې شوې

قرطبه اوغرناطه دې اوس هېرشوي دي له ډېرو

طلیطلیه۔اشبېليه دې اوس نوم ورکې افسانې شوې

منتظر يو چې پيدا بل ايوبي او بل زنګي شي

را په زړه بیا دطارق او ابن قاسم خاطرې شوې

د شهاب او د محمود او ابدالي یاددې په خير وي

سومنات او پاني پت د افغان پاتې کارنامې شوې

تش په نوم مسلم چارواکي درنه زرځله لوګی شه

(اردوغانه) د مؤمنو دعاګانې در پسې شوې

طهارت کوي په اوښکو (توره کيه) عبادت ته

آياصوفيا! ستاپه غېږ کې داسجدې څومره خوږې شوې

اندلس : اوسنۍ هسپانيه

قرطبه ۔ غرناطه ۔ طلیطلیه ۔ اشبېليه د اندلس څو مهم ښارونه۔

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟